کور / نثر / پښتانۀ بايددولسمشرۍپه ټاكنوكې سيال واوسي

پښتانۀ بايددولسمشرۍپه ټاكنوكې سيال واوسي

دحالاتوڅرنګوالي ته په كتنې سره خوشبيني نه ښكاري چې دولسمشرۍ لپاره په داځل ټاكنوكې دې پښتانۀ دتېروهغوپه څېربرخه واخلي .
تېرې ټاكنې چې په باراني اوله بړبوكيوپه ډكوورځوكې ترسره شوې په افغانستان كې دولسمشرۍ لپاره لومړنۍ ټاكنې وې چې په ټوليزډول ټولوافغانانوپه ډېرې خوښۍ سره پكې داسې برخه واخيسته چې هېڅ فكريې نه كيدۀ .
له مركزڅخه دپښتنوپه هغوليري پرتوولايتونواوسرحدي ولسواليوكې چې فكركېدۀ دډېركيودنالوستوب ،ناسم پوهاوي اوياهم نه پوهاوي له امله به څوك په ټاكنوكې برخه وانخلي هم خلكوپه حيرانوونكي توګه برخه پكې واخيسته اوخپلې رايې يې وكارولې .
دولسونودغې سترې قربانۍ دازبات كړه چې ولسونه نوردڅولسيزوله جنګونواوورانيوڅخه زښت ډېرستړي شوي اوديوۀ نوي ،ودان ،سمسور،پرمختللي او ارام افغانستان په فكر كې دي .
پښتني ولسونوپدې كار نه يوازې خپل ځانونه دسوله غوښتونكيوپه توګه نړۍ ته زبات كړل بلكې خپلوسيالانوته يې هم تاريخي ماته وركول يوځل بيانړۍ ته په ډاګه كړل اودايې وښودله چې په افغانستان كې پښتون هغه ملت دى چې هم سوله غوښتونكى دى اوهم يې دبهرنړۍ هغه شكونه له مغزوله ليرې كړل چې په افغانستان كې دپښتنودغوڅ اكثريت په اړه يې لرل .
دپښتنوپدې كارسره ددوى دسيالانواودكورنيوكنجكاوو رخه لانوره هم زياته شوه اوهمداراز دبهرنيو ميرڅمنورنګ هم له حيرانيتاسره سره له بشپړې كينې په بل ډول واوښت .
هو! پښتونو وښودله چې دوى هغه سوله غوښتونكي اوسمون خوښوونكي خلك دي چې كورني سيالان اوكينه ګريې په ډېره سپين سترګۍ سره بدمعرفي كوي اوهمداډول يې ځينې بهرني هغه هم دپرمختګ په لوري نه پريږدي .
داهرڅه ځكه زبات شول چې له نوموړيوتاكنووروسته ديادشووميرڅمنودرخې له امله هرهغه څه ورباندې وتپل شول چې دوى ورته په زړۀ كې غوښتل اودخپل دغې ارمان دپوره كولولپاره يې په هېڅ هم سپماونكړه .
دغه سياسي كړنې اوبږنوونكي ناكړدې دوى ددې لپاره ترسره كړې اولادوام وركوي چې پښتانۀ دولسمشرۍ په راتلونكيوټولټاكنوكې دېته زړه ښه نكړي چې په دومره كثرت سره پكې برخه واخلي لكه په لومړنيوهغوكې چې يې اخيستې وه .
پښتانۀ پدې پوهيږي چې ددوى پروړاندې څه روان دي اودوى يې بايدپروړاندې څه وكړي ؟ خوكه حالات ترڅيړنې لاندې ونيول شي نوسړى پوهيږي چې داځل به په ريښتياهم پښتانۀ دولسمشرۍ په ټاكنوكې دتېروهغوپه څېربرخه وانخلي چې ښځو،نرو،وړو،زړوپه ډېره مينه پكې خپلې رايې وكارولې .
داځكه ښكاره ده چې پښتانۀ  زښت ډېرناهيلي شويدي ،ددوى هغه ارمانونه اوغوښتنې خوڅه چې دولسمشرۍ له لومړنيوټاكنووروسته يې لرل ندي ترسره شوي پدې برسېره له سترو نه زغميدونكيو ستونزوسره هم مخ شويدي .
ريښتياخوداده چې دانسان دناهيليوجبران په اسانه اوتش ژمنوسره نشي كيداى ،خوډېركار،وخت اوريښتونى عمل كولى شي ددغوناهيليودله منځه وړلوپه لاره كې لاسنيواى وكړي .
كه چېرې ريښتياهم روڼ اندي ،سياسي شنونكي اواړوندوګړي غواړي چې افغانستان په ريښتوني ډول يوقانوني ،سوكاله ،دنړۍ هېوادونوته منلى اوپه بين المللي سويه يوهيوادوبلل شي،نوددغې سترقوم ناهيلۍ بايدله منځه يوسي اوپه صادقانه ډول هغه څه وكړي چې دمنلووړ وي ،نه تشي ژمنې اودخولې خبرې .
په همدې ډول پښتني قومي مشران ،داړوندعلماكراموپه مرسته اولاسنيوي كولى شي يوشمېرهغه ستونزې له منځه يوسي چې پدې لاره كې شته ،پدې كې هم شك نشته چې دكرزي په تېره دوره كې دغې خوار ولس خپلوقومي مشرانو،علماكرامواو روڼ اندواوپه تېره هغوچاته چې دوى رايې وركړې دي اوپه هېوادكې دپارلمان ،مشرانوجرګې اوولايتي شوراګانووكيلان دي،ډېرې سترګې وغړولې ،خودوى هغه څه ونكړل چې ولس يې ترې هيلې درلودې ،ولس دپنځوكالونوپه اوږدوكې ددوى تش چيغې ،بې پايلې غونډې اوځان ښودنې وليدې اوپدې پوه شوچې دوى بې له دغوډول كارونوڅخه نورهېڅ ونه كړل ،كه نوريې څه له وسه پوره نه وولږ ترلږه يې داهم ونكړل چې له خپلودندوڅخه ډله ييزې استعفاوې وكړي . . .
نوڅه كول پكاردي چې دولسمشرۍ په دغوټاكنوكې درايې كارونې لپاره پښتانۀ څنګه اوپه څه ډول وهڅوو،ترڅوپه دغو سترو سياليوكې پاتي نشي ،اوكه چېرې يې دغه سيالۍ هم وبايللي نوښايي داسې يوحالت ورباندې راشي چې بيانيداى نشي اوكه دبيانولولپاره يې په ليندكيوكې دومره وليكم چې (غم دپاسه غم به وي ) نوښايي يوڅه روښانه شي،په ليندكيودغه غونډله ريښتياهغه څه دي چې لږترلږه ټول ورباندې پوهيږي .
ددې لپاره چې ددغوسياليودګټلولپاره مويوځل بياپښتانۀ هڅولى وي يوه لاره داده چې دپښتنومشران دكمپاين په ډول هرې اړوندې ولسوالۍ ته لاړشي اوپدې لاره كې دخپل مسؤليت له مخې ستونزې اوستړياوي وګالي اوپښتنووروڼواوخويندوته وريادكړي چې كه چېرې تاسوهمداسې ارام كينئ ،خپلې رايې ونه كاورى ،خپل حقوق ونه غواړى نوناهيلۍ به موپه لاغميزواونه زغميدونكيودړدونوباندې بدلې شي ،مشران بايددوى پدې وپوهوي چې په هېوادكې دپښتنواكثريت دى اوكه نورهېڅ نه وي هم نولږترلږه يوپښتون ولسمشرخوبايدولري چې دحقوقوغوښتنې لپاره يې يوغږخوپورته كړي اوكه چېرې پښتانۀ خپل پښتون ولسمشرونلري نوله ښه فكروروسته دې خپلې پايلې وارزوي چې ددوى پروړاندې هرڅه كيږي هغه به روان وي اودوى به دومره يوڅوك ونلري چې دزړۀ سوي له امله يې خپله ژړا نړيوالوته ورسولى شي . . .



شمس خوستى