کور / شعر / دوخت حاکم

دوخت حاکم

حاکم دوخت يم دلاور ملګرو ،
چوکي کې ناست يمه ببر ملګرو
دقدرت زور او شيطانې چلونه
دې زما خيالو کې شام سحر ملګرو
دلوړو غرونو په سرو ګرځيږم
دنيا  زما دامي نظرملګرو
دبل داب ابرو پروامي نشته
پروامي نشته په بشر ملګرو
په دنيا هيڅوک نشته بي له مانه
يمه دوخت لوى سکندر ملګرو
دمظلومانو په ژړا  زما څه
دکبر تاج مي  دى په سر ملګرو
دغريب حق مي په بډائ خوړلي
دهرظالم يم دزړه سر ملګرو
دا کونډې رنډې يتيمان نه وينم
يم له هرڅنه بې خبر ملګرو
چل او فريب دي عادت  شوي زما
دي هر يو کار مي په هنر ملګرو
هرځاي زما قدر عزت کيږئ ډېر
يم ددولت لوى افسر ملګرو
همدرد په شعر کې بد ويلي پرما
پريږدم يې نه دا مي خبر ملګرو