کور / نثر / د مور او پلار اطاعت

د مور او پلار اطاعت

 د انسان لپاره په دنیا کې ترټولو غټ نعمت مور او پلار دي او تر ټولو زیات حق هم د مور او پلار دی . د اولاد روزنه او پالنه یوه لویه زمه واري ده دا ځکه چې مور او پلار له خپل شخصي ارام او اسایش نه بې پروا او د خپلو ماشومان خیال ساتي . که څه هم مالي حالت یې هر څنګه وي اولاد ته ښه خوراک او لباس برابروي . که دداسې غمخوارو حق ادا نشي نو داولاد دپاره د ډیر افسوس خبره ده ګرمي وي که یخني مور او پلار خپلو اولادونو ته ښه نه ښه سهولتونه برابروي تعليم ورباندې کوي او په ټولنه کې ورنه د یو کامیاب انسان جوړولو هڅې کوي .


یو څوک په یوه ښځه باندې مین وو خو د هغې ښځې دغه کس ته وویل زه به هغه وخت تاسره مینه وکړم چې ته د خپلې مور زړه ما ته راوړې .


هغه کس همداسې وکړل د مور زړه یې راوویست او هغې ښځې ته یې ورووړ .کله چې دی په لاره روان وو په لاره کې یې د څه شي سره ډغره وخوړه په دغه وخت کې یې د مور د زړه نه دا اواز راغی چې بچیه ژوبل شوی خو به نه یې . وګورئ د مور شفقت ته چې په داسې حال کې هم د خپل اولاد غم ورسره دی .


که څه هم دې ظالم ددې زړه هم د سینې نه را ویستلی دی . په اولاد باندې فرض دي چې د مور او پلار اطاعت وکړي الله تعالی په قرآن کریم کې داسې حکم کوي د مور او پلار سره ښه سلوک کوئ کله چې زاړه شي د هغوی په مخ کې اف قدرې هم مه کوئ هغوی ته تکلیف مه رسوئ .


همدا رنګه په سورت لقمان کې الله پاک انسانانو ته د شکر ایستلو تاکید کړی همدارنګه یې د مور او پلار سره د ښه سلوک کولو تلقین او د هغوي په حق کې ددعا کولو هدایت هم کړی دی . حضرت محمد صل الله علیه وسلم فرمايي جنت د مور او پلار د قدمونو لاندې دی مور او پلار د بچیانو په روزنه او پالنه کې څه نه کوي .پلار ټوله ورځ خواري کوي چې بچیان ښه وخوري ،ښه واغوندي .مور له پیدايش نه نیولې تر اخر عمره د اولاد خیال ساتي مور او پلار د اولاد د پاره لوی نعمت دی ددې په قدر هغه څوک پوهیږي چې ددې نعمت نه محروم وي . په هر حال دا زموږ مذهبي ،اخلاقي او انساني وظیفه ده چې موږد مور او پلار اطاعت وکړو د هغوی هر حکم ومنو هغوی خفه نه کړو . د مور او پلار په اطاعت دنیا او اخرت ښائسته کیږي .هغه اولاد به څومره خوش نصیب وي چې د مور او پلار اطاعت کوي  .

تبصره نسته

  1. مخکی دهر سه نه دلر اوبر ویب پانی کارکونکو ته سلامونه او شی چاری
    محترمو د لر او بر ویب پانی دکار کونکو نه یوه دنیا مننه کوم سنگه چی داسی باغیرته پشتانه زموژ خپلی خوژی ژبی ته خدمت کوی.
    مننه نعیم اصرغیل