کور / هراړخیز / ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۵)

ایارښتیا هم د اسلام او سیاست تر منځ بیلتون شتون لري؟(۵)




اسلامي سیاست څه ته وایې؟


 


پنځمه برخه


درېیم باب


لومړې فصل

د خلافت تعريف او د قران او


  احاديثو له آنده د هغه ثبوت:


داسلامي نظام ستر  بلونکي، د دیني سیاست امام او ستر مفكر سيدابوالاعلې  مودودي رحمة الله عليه چې په( 1399هجري قمري كال) د ذيقعدې په لومړې ورځ وفات شو وایي : [اسلامي خلافت، نه د غربیانو په اصطلاح د [ پاپائيت اوتهیاكريسې Theocracy]  په  څیردیني  حكومت دې او نه جمهورې [ديموكراسېDemocracy ] ده بلكه يو    ممتاز  ځانگړې  نظام دې .


مولاناسيدابوالاعلې مودودي رحمة الله عليه د(1947 زیږدیز كال) د مئ  په( 9 مه) نيټه په شمالي هندکې دشرقي پنجاب په پټانكوټ نومې سیمه کې د جماعت اسلامي يوې حلقې ته په وينا کې وويل :[ ننې تهذيب چې نن پرې پوره فکري ، اخلاقي ، ټولنيز ، سیاسي او اقتصادې نظام چلیږي،په درې بنیادې اصولو ولاړ دې.



  1. سيكولريزم( Secularism ) :  يعنې بې دينه سیاست یا د دنیاپالنې سیاست [دنیاپالنه] .

  2. نشنليزم  (   Nationalism)   :  يعنې قوم پالل  [ قوم پرستي ] .

  3. ديموكراسې (Democracy ) : يعنې د خلكوحاكميت.

خو د هغې په بدل کې د اسلام درې صالح اصول دا دي :



  1. د بې دیني په مقابل کې د الله جل جلاله بندګي او اطاعت.

  2. دقوم پالنې په مقابل کې انسانيت پالنه [ بشريت ].

  3. د خلكو د حاكميت په مقابل د الله جل جلاله حاكميت او د خلكو خلافت .

د( 1948كال۹ د جنوري په( 7 مه) نيټه مولانا سيدابوالاعلې مودودي رحمة الله عليه د جماعت اسلامي امير د راديو څخه [ داسلام  سیاسي نظام ] تر موضوع لاندې په  خپله  ويناکې  وويل:[ د اسلام د سیاسي نظام بنسټ په درې اصولو ايښودل شوې :]



  1. توحيد :[ د الله جل جلاله حاكميت ] .

  2. رسالت:[ د رسول اكرم محمد صلې  الله عليه وسلم قیادت] .

  3. خلافت: [ نیابتې  حكومت] .

هغه د اسلام اوجمهوريت ترمنځ د توپير د بیانولوپه ترڅ کې وويل: ” د غرب  سیاسي نظريه په [ جمهورې  حاكميت ] باندې ولاړه ده او د اسلام په [ جمهورې خلافت]، هلته جمهور په   خپله پادشاه دې خو دلته پادشاهي د الله جل جلاله ده او جمهورد هغه خليفه اونايب دې، هلته جمهورخپل شريعت په خپله جوړوي ، خو دلته هغه ته د هغه شريعت په اساس تلل په كاردي چې الله جل جلاله دخپل رسول په واسطه رالیږلې دې ، هلته د حكومت كار د جمهورو غوښتنه  سرته رسول دي ، خو دلته حكومت او د هغې جمهور ټول د الله جل جلاله د غوښتنې په مطابق عمل كوې 1.]


دغه جمهورې خلافت ته مولا نا سيد ابوالاعلې مودودي رحمة الله د تيوديموكراسې Theo-democracy )) نوم ورکړې یعنې [ الهي یا دیني جمهوريت “ 2.]


د دیني جمهوريت د تشريح  په هكله مولانا سيد ابوالاعلې مودودي رحمة الله عليه لیکي چې : [د اسلامي ټولنې هر وګړې  د خلافت حقوق اوواک لري ، په دې حقوقو او واکمنۍ کې ټول خلك يو شان برابراو حق  لرونکې دي نه چا ته په کې په بل باندې  بر لاسی ور په برخه   دې اونه څوك كولاې شي چې بل څوك ددې حقوقوڅخه بې برخې  کړي ، هغه حكومت چې د ریاست د امورو د پرمخ بيولو له پاره جوړیږي ، هغه  د دې خلكو د خوښي مطابق منځ ته راځي، همدا خلك د خپل خلافت د واک يوه برخه هغه ته ورسپاري خو په جوړولوکې ئې د هغوی رايه او نظر شامل وي او د هغوی د مشورې په رڼا کې هغه كاركوي. هرڅوك چې د دوې اعتماد او باور ترلاسه کړي  همغه به د خلافت چارې  پرمخ  بوزي اوكه څوك د هغوی اعتماد د لاسه ورکړي نو هغه به د خلافت د منصب څخه هم لرې کیږي نو په همدې خاطر اسلامي جمهوريت يو مكمل جمهوريت  دې 3.


د مصر ستر پوه او مفكر شهيد استاد سيدقطب رحمة الله عليه لیکي چې:


[ځینې خلك د اسلام د سیاسي نظام اړيکې او ورته والې د بشر په لاس د جوړو شوو پخوانيو او اوسنيو نظامونو سره د ثابتولوهڅو كړي خو هغوی د ډیرې  كمې پوهې او د ماتې خوړلې ذهن خاوندان  دي ځكه چې اسلام د هیڅ يو انساني نظام مقلد او محتاج نه دې .]


(بل اختارطريقه متفردا فذا ًو قدم الانسانيه علاجاً كاملا )


[ بلكه اسلام خپل ځانته ځانگړې او ممتاز نظام دې او د بشريت له پاره پوره علاج وړاندې  كوي ] .


د اسلامي نظام اساس د الله جل جلاله په حاكميت ولاړ  دې خو د بشري نظامونو اساس په خپله د بشر په حاكميت استوار شوې چې دا دواړه متضادې قاعدې يو د بل سره نه شي رایوځاې كيداې .


زه د «ډاکتر هيكل» دا تعبير روا نه ګڼم چې عالم اسلام ” اسلامي امپریاليزم ” او استعمار دې.  همدا راز اسلام عربي دين   نه دې بلكه نړيوال دين دې او دټولې نړۍ مسلمانان يو قوم دې، د عربو حكومت په غير عربو [ عجمو] د يو قوم حكومت په بل قوم نه دې بلكه   د الله جل جلاله په  مخلوق د اسلام حكومت  دې ، زه  هغه خلك  په غلطه ګڼم چې وایي :[ اسلامي نظام په حقيقت کې      اسلامي ”   سوسیالیزم ( Islamic –Socialism) دې یا اسلامي ديموكراسې(Islamic-  Democracy ) یا اسلامي جمهوريت(Islamic Republic )دې ، د اسلام سیاسي نظام په  څلورواساسي بنسټونو ولاړ دې .


(۱)الهيه حاكميت [د الله جل جلاله حاكميت].


(۲)عدل الحكام [ د حكامو عدل ] .


(۳)اطاعه فې  المعروف [ په نيكيوکې اطاعت] .


(۴)الشورې [ مشوره ]4.


د مصر يو بل سترپوه اوليكوال «ډاكترطه حسين» لیکي چې :


[ اسلامي نظام نه يوظالمانه ملوكيت دې، نه د يونانیانو په څیر جوړکړي جمهوريت او نه د رومیانو په شان شاهي ، جمهوري یا مشروطه قيصري، بلكه د ا سوچه عربي و  چې پاټکي ئې اسلام جوړکړي وو 5.]


نو د اسلام دغه ځانگړي  او خاص نظام ته   خلافت ويل کیږي چې په دې بحث کې به ئې حقيقت روښانه كړو.


د خلافت لغوي مفهوم :

د خلافت كلیمه د «خلف ، يخلف» له  باب څخه  د مصدر صيغه  ده چې د« كتب ، يكتب » په وزن دې  لكه :[ كتابت ، حفاظت ، وقايت ….]  د دې ماده خلف ده چې معنا ئې وروستې یا بیا راتلونکې نسل دې، ابن منظور رحمة الله عليه او امام راغب رحمة الله عليه دواړو داسې ليكلي دې چې :


[الخلف ضد قدام ] [ خلف د مخکې ضد دې يعنې وروسته یا د شا له خوا نه ]6 .


په قراّنكريم کې خلف په همدې معنا په( 22)ځايونوکې راغلي دې لكه: 


( يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ )


[د البقرة سورت 255 اّيت ، د طه سورت 11 اّيت]


[ هغه { الله جل جلاله } په ټولو هغه شیانو چې په مخکې ئې دې اویا ئې وروسته دې، ښه پوهیږي. ] .


(فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ   آيَةً وَإِنَّ كَثِيرًا مِنْ الناسِ عَنْ آیاتِنَا لَغَافِلُونَ )                   [د يونس سورت 92 اّيت]


[ نن به خلاصون وركړو ستا جسم ته [ د فرعون لاش ته ] ترڅو ته د راتلونكو، امتونو، له پاره د الله جل جلاله د نښې په څیر پاته شی ] .


وروسته والې د ځاې او وخت په اعتبارهم كيداې شي [ وروسته راتګ] یا [ د شاخوا ته كيده] او د[ رتبې له مخې وروسته كيدل ] .


امام راغب رحمة الله عليه ليكلې ( والمتاخر لقصور منزلته يقال له خلف)


[ څوك چې د درجې او رتبې له اړخه د نورو څخه وروسته وي نو هغه ته هم خلف ويل کیږي ] .


څرنګه چې « نائب»  د وخت او رتبې له  مخې « منوب عنه»  يعنې د چا چې نائب وي له هغه نه وروسته وي نو په همدې اساس  د خلافت معنا هم نیابت ده كله نائب د منوب عنه د مړينې په اساس هم ټاكل کیږي او كله د هغه په ژوندکې هم ټاكل کیږي خو د خلافت او خليفه  له پاره د «منوب عنه» مړينه شرط نه ده .]


امام راغب رحمة الله عليه لیکي چې  🙁  وخلف فلان فلانا ًقام بالامرعنه امامعه وامابعده…     والخلافه النیابه      عن الغيرامالغيبه المنوب عنه واما لموته واما                     لعجزه واما لتشريف المستخلف  وعلې       هذا الوجه الاخير     استخلف الله اولیاءه فې الارض )


[ هغه سړې د هغه بل خليفه شو يعنې د  هغه له خوا نه دكار  مسئول  وګرځيد كه څه هم د هغه سره وي یا د هغې وروسته …. خوخلافت د بل چا نیابت كول د منوب عنه د غیاب   په صورت کې یا د هغې د مړينې په صورت کې یا د هغې دكمزوره كيدو او عاجز كيدو په   صورت کې یا هغه سړي  ته د مشرۍ شرافت دورښودلو په اساس هغه خليفه او نائب ګرځول شوې چې د همدې اّخرې علت په اساس الله جل جلاله خپل دوستان  په ځمكه   خلفاء ګرځولي دې 7.]


ابن منظورافريقې رحمة الله عليه  لیکي چې:


  ( والخلف المتخلف عن الاول هالكا كان اوحیا والخلف الباقې بعدالهالك والتابع له)


[ خلف هغه چاته ويل کیږي چې دمخکې  نائب وي كه څه هم مخكينې   مړشوې هم نه وي او ژوندې وي  اوخلف هغه ته هم ويل کیږي چې د مړشوي څخه وروسته پاتې  وي اود هغه تابع وي ] 8.


څرنګه چې انسان هم د خپل نفس مالك او واکمن  حاكم نه دې بلكه د الله جل جلاله  بنده او غلام دې نو په  دې اساس هر انسان د الله جل جلاله خليفه  دې، په داسې حال کې چې په خپل نفس يې هم د الله جل جلاله احكام نافذکړي  وي او په خپل لاس لاندې وګړو هم د الله جل جلاله د احكامو د نافذولو پابند وي – د لغت پوهانو د همدې لغوي معنا په اعتبار د خلافت معنا امارت او حكومت او د خليفه معنا امير او حكمران هم کړې ده .


ابن منظور رحمة الله عليه تحريردې چې:


( و الخلافه  الامارة  و هې الخليفې و انه لخليفه بين الخلافه و الخليفې و فې حديث اميرالموْمنين عمر فاروق رضې  الله عنه لو لا الخليفې لا ذلت و قال غيره الخليفه السلطان  الاعظم و انشد الفراء :


ابوك خليفه ولدته اّخرې


وانت خليفه ذاك الكمال


[ د خلافت اوخليفه معنا امارت دې ، عرب وایي فلانې سړې  خليفه دې يعنې د هغه حكومت يو  ښكاره  حقيقت دې. اميرالموْمنين  سیدنا عمر فاروق رضې  الله عنه ويلې دي كه چيرې د حكومت مسئوليت نه واې نو ما به  په خپله اذان كولې ځینې نورو خو ليكلې چې هرحكمران  ته خليفه نه ويل کیږي بلكه لوي حكمران ته ويل کیږي،امام فراء رحمة الله عليه د دې خبرې د ثبوت له پاره لاندې شعر لوستې دې { ستا پلارخليفه يعنې حكمران و، چې د هغه څخه نورخليفه ګان پيدا شوي دي او ته هم خليفه ئې او همدا دكمال خبره ده}] .


د پورتنې لغوي تحقيق نه معلومیږي چې يوازې په تخت كيناستواو یا د چا په ځاې ټاكل كيدو ته خلافت نه ويل کیږي بلكه نیابت او نیابتي   حكومت ته هم خلافت ويل کیږي.  په همدې ترتيب يوازې ځاې ناستي او قائم مقام ته خليفه نه ويل کیږي بلكه د نائب او نیابتي حكومت  مشر ته خليفه ويل کیږي .


دخلافت اصطلاحې تعريف:

اسلامي  سیاست  پوهانو  چې د خلافت يعنې داسلامي حكومت كوم  فني او اصطلاحي  تعريفونه کړي دي د هغې يو څو مثالونه  په لاندې  توګه  یادوو  :


امام ابوالحسن ماوردې رحمة الله عليه ،چې په (450 هجرې قمري) كال کې مړ شوې، دا رنګه لیکي چې :


( الامامه موضوعه لخلافه النبوه  فې حراسه الدين و سیاسة الدنیا)


[ امامت { اسلامي حكومت } د دې له پاره  جوړیږي  چې د اسلام سپیڅلي دين د ساتنې ا و د دنیا د نظم او نسق په چلولو کې  د نبي صلې الله عليه وسلم  نیابت  وکړي 9] .


ابن عابدين شامې حنفي رحمة الله عليه لیکي چې :


( ریاسه عامه فې  الدين والدنیاخلافه عن النبي)


[ هغه عمومې ریاست چې په دیني او دنيوي اموروکې د نبي صلې الله علیه  وسلم په نیابت کې  كاركوي10] .


شاه ولې الله دهلوي محدث رحمة الله عليه، چې (1176هجري قمري) كال کې وفات شوې، دې فرمايې چې :


(هې الریاسته العامه فې التصدې  لاقامه الدين)


[ خلافت عبارت له هغه عمومي ریاست څخه دې چې عملاً د دين د اقامې په لور متوجه وي ] 11.


په دې تعريفونو کې كوم اختلاف نه شته خو يوازې په تعبير کې ئې توپیر موجود دې .


  د دې  تعريفونو زبیښې دا دي  چې خلافت هغه عمومې ریاست دې چې د رسول اكرم صلې الله عليه په نیابت کې د دين كار كوي.  دلته  د عمومي څخه مراد  دا  دې  چې په كوم  هيواد کې دا خلافت  قايم  وي نو   د  هغې هیواد په ټولو  اوسيدونكو پوره واک  ولري .مګر  قبيلېوي یاكورني  حكومت  ته  په   اصطلاح کې خلافت  نه ويل کیږي بلكه  د هغې له پاره د  [ ولايه عامه ] شرط  ایښول شوې دې .


د خلافت څرنګوالې د قران له نظره:

كوم اّيتونه چې د انبیاؤ كرامو عليهم الصلوه و السلام او صالحينو په حكومتونو پورې اړه لري نو د هغې یادونه او تشريح به وروسته تر نورو عنوانو لاندې وکړل شي خو اوس د مثال په توگه هغه اّيتونه وړاندې کیږي  چې په  هغې کې  خلافت  په عمومي ډول یاد کړل  شوې دې .


ا ] د استخلاف اّيت :

(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ   قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمْ الَّذِي ارْتَضَې لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَنْ كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَاولئِكَ هُمْ الْفَاسِقُونَ   )[د النور سورت 55 اّيت ]


[ الله جل جلاله ستاسې نه د هغو كسانو سره چې ايمان ئې راوړې دې او ښه عملونه وکړي وعده کړې   چې هغوی په ځمكه هماغه شان خليفه ګان وګرځوي لكه چې له هغو نه مخکې تير شوي خلك يې ګرځولي وو، د هغو له پاره به د هغو هغه  دين پر محكمو بنسټونو ودروي چې الله جل جلاله د هغوله پاره خوښ کړې دې اود هغوی  د ويرې  اوسني حالت به په امن بدل کړي  هغوی دې زما بندګي كوي او له ما سره دې څوك نه شريكوي او څوك چې له دې وروسته كفر غوره كړي نو همداسې كسان فاسقان دې ] .


مشهورتابعې امام ابوعاليه رحمة الله عليه فرمايې :


( نبی  اكرم صلې  الله عليه وسلم او مسلمانان په مكه مكرمه کې او له هجرت نه وروسته د مدیني منورې په لومړيو ورځو کې د ويرې په حالت کې وو، سهار  او ماښام هر وخت به په وسله  سمبال وو. يو صحابې رضې  الله عنه وويل چې اّیا مونږ د امن ورځې نه شو ليدلې؟ ترڅووسله ښكته كړو؟ رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم وفرمايل : ( ډیر ژر به تاسې وګورئ چې يو وګړي به په څادرکې ځان رانغښتې وي او په عمومې غونډه کې به ناست وي او هیڅ ډول وسله او وسپنه به  ورسره نه وي.)


نو د رسول مقبول محمد صلې الله عليه وسلم د دې مخکې وينا د تائيد له پاره پورتنې اّيت رانازل شو12.) 


ابن جريررحمة الله عليه د”يستخلفنهم ” په تفسيرکې لیکي چې:


(فجعلهم ملوكهاوساستها)


[ اوهغوی به په ځمکې حكمرانان او سیاسي مشران وګرځوي ] 13.


په دې اّيت شريف کې د پنځوشیانو وعده شوی ده :


1- مؤ منانو او صالحينوته به په ځمكه خلافت ، حكومت او سیاسي قیادت وركول کیږي .


2- د اسلام سپیڅلي دين به په ټينګو او كلكو بنسټونو دروي او غالبوي به ئې  .


3- مسلمانانوته به  هومره ځواک اودبدبه ورکوي چې هغوی ته به د دښمنانوڅخه هیڅ  ويره نوي .


4- په دې  خلافت  او  حكومت  کې   به   خلك   يوازې  د  يوه الله جل جلاله  بندګي كوي او د شرك  نظام به پاې ته رسوي .


5- هغه خلك چې اسلامي خلافت و نه مني او د اوامرو نه سر غړاوې او بغاوت وکړي هغه  به  فاسق ګڼل کیږي  .


د پورتني   ايت  څخه  دا په  ډاګه  کیږي   چې  اسلامي  ریاست  د الله جل جلاله نعمت دې   د هغه نه پرته د تعليم او تبليغ په واسطه نه دين غالبيدې شي او نه امن او امان  ټينگیداې شي   ا ونه د شرك نظام  پاې ته رسیږي .


د پورتنې اّيت څلورذكرشوي نښې د رښتينوخلفاوپه دوره کې په پوره ډول موجودې وي – ټوله جزيرة العرب ، خيبر، بحرين او ټول يمن د خاتم الانبیاء محمد صلې الله عليه وسلم دوره کې فتح شوي و  او د هغه نه وروسته د خلفاوْ په مباركه   دوره کې اسلام په     ټوله  اّسیا کې خپور شوي و ، د روم د قيصراو د ایران دكسرې امپراطورې پاې ته رسول شوي وې او دسیدنا عثمان بن عفان رضې  الله عنه  په دوره کې، اندلس ، قبرص ، عراق او مشرق کې چين ، خراسان او اهواز فتح  شول. د دښمنانو د ويرې د ليرې كولو وعده هم  پوره شوه ، اسلام غالب شو او د شرك نظام پاې ته ورسيد.


هیڅ يو انصاف خوښوونکې او حق خوښوونکې انسان په دې کې شك نه لري چې د سیدنا ابوبكر صدیق  ، سیدنا عمر او سیدنا عثمان رضې الله عنهم په خلافتونو همدې اّيت د تصديق (مهر ) ټاپه وهلې ده.  ټولومفسرينو  او قراّن پوهانو د دې  اّيت مصداق رښتينې خلفاء ښوولي دي.


شاه ولې  الله رحمة الله عليه  په دې اّيت  باندې په  خپل کتاب « ازالة الخفاء» کې ډیرمفصل بحث اوڅيړنه کړې ده .


قاضې ابوبكر بن العربي رحمة الله عليه، چې په( 543 هجرې قمري )کې مړ شوي، لیکي چې :


[ د اسلامي شريعت پوهانو دا اّيت دڅلورواړو خلفاو د خلافت د حقوالې دليل ګڼي .  الله جل جلاله هغوی خلفاء ګرځولي وو او د هغوی امانت او دیانت ئې خوښ کړې وو دوي دالله جل جلاله په غوره کړي دين باندې   كلك ولاړ وو  . تراوسه پورې په فضيلت کې د هغوی څخه څوك مخکې شوي نه دې . د دوي په واسطه د اسلام  سیاسي قیادت هم ټینګښت  موندلې  او د اسلام له د دبدبې او برم څخه دفاع هم كيدله ، د الله جل جلاله دا وعده د هغوی په دوره کې  پوره شوي ده . كه چيرې دا وعده د هغوی په هكله نه وی او د هغوی په  وخت کې نه وی پوره شوی، نو بیا به د هغه  اهل كوم  خلك وای ؟ زمونږ په  وخت کې خو د داسې خلكو مثال نه پيداکیږي او نه به  په راتلونکې کې د داسې   خلكو پیدا کیدل شونی وي.( رضې  الله عنهم اجمعین) –


همدا خبره امام قشيرې  رحمة الله عليه  د عبدالله بن عباس  رضې الله عنه څخه رانقل کړې14 .


علامه الوسې رحمة الله عليه هم ددې اّيت په تفسيرکې په همدغه ډول ليكلې دې او د شيعه محترمينو دلائل ئې په ډیر ښه ډول  ردکړي دې. هغه د نهج البلاغه يو روايت هم رانقل کړې دې په هغه کې  سیدنا علې رضې الله عنه د همدې  اّيت په اساس د سیدنا عمرفاروق رضې  الله عنه د خلافت په حق كيدو استدلال کړې دې15.


خو زمونږ مقصد د دې اّيت څخه ددې خبرې څرنګوالې دې چې د دې اّيت په واسطه د خلافت يعنې د ا سلامي حكومت اړتیا او د هغې اهميت ثابت شي – د اهل سنتو او اهل تشيعو ترمنځ د اختلافې مسائلو څيړل د دې كتاب موضوع نه ده.


كه څه هم د اّيت لومړنې مصداق راشدين خلفاء وو خو د مرتبو په اختلاف سره هرهغه حكومت چې د رسول اكرم صلې  الله عليه وسلم د سنتو او د راشدينو خلفاوْ د سنتو مطابق د ریاست یا دولت نظام پرمخ بیايې نو د دې  اّيت مصداق ګرځي .


په صحيح مسلم کې د جابر بن سمرة رضې الله عنه څخه روايت دې چې رسول الله صلې  الله عليه وسلم فرمايلي چې زما د امت كار به ترهغه پورې پرمخ روان وي ترڅوپورې  چې دولس خلفاء نه وي پوره شوي .


حافظ ابن كثيررحمة الله عليه او نور محدثين وایي چې دا ضرورې نه ده چې( 12 دولس) خليفه ګان دې يو د بل پسې نښتې وي  كه څه هم څلوروړاندې يو د بل پسې نښتي تيرشوي او بیا د څه وخت وروسته عمر بن عبدالعزيز رحمة الله عليه خليفه شو، د هغه وروسته به ترقیامت [ داّخرت تر ورځې ] پورې خليفه ګان راځي چې اّخرې خليفه به امام مهدې عليه السلام وي ، د نړۍ په مختلفو ملكونو او وختونوکې چيرته چې كوم مسلمان او عادل حكمران تير شوي وي یا راځي نو د هغه اعمال اوكړنه به د اندازې مطابق ددې اّيت مصداق وي خو حقیقي او اولين مصداق ئې راشدين خلفاء رضې  الله عنهم دې .


د ” ومن كفر بعد ذلك فاولئك هم الفاسقون ” په تفسيرکې ابن جرير رحمة الله عليه لیکي چې :


[په دې اّيت کې د كفر نه د الله جل جلاله انكارمقصد ندې بلكه كفران نعمت يعنې د نعمتونو ناشكرې ترې مقصد ده . الله جل جلاله په جزيرة العرب کې اسلام غالب کړې و او مسلمانان د امن په حالت کې و  بیا خلكو د  ظلم لاره اختیاركړه  نوالله هم د هغوی حالت بدل كړ، د [خلافت او د اسلام د غلبې ] د نعمت په مقابل کې هغوی ناشكري وكړه نوالله جل جلاله هم په هغوی د ويرې هغه حالت د دوهم ځل له پاره مسلط كړ چې پخوایي ترې  لرې کړې و. ابوالعاليه رحمة الله عليه وایي چې دا ناشكري د سیدنا عثمان رضې  الله عنه وژل  و 16.


امام بغوي رحمة الله عليه هم په  خپل تفسير معالم التنزيل کې ليكلې دې چې :[ د خلافت د ناشكرۍ لومړنې پيښه د سیدنا عثمان رضې الله عنه وژل دي. د هغه جليل القدر وګړې  د شهيدولو وروسته د الله جل جلاله په نعمتونوکې كمښت راغې او مسلمانان د امن د حالت څخه  ووتل او بیا د ويرې ، ترس ، قتل و قتال او یو دبل  د وژلو په حالت   کې اخته  شول.


لنډ ه دا چې خلافت يعنې” حكومت علې منهاج رسول الله” ډیرلوی    نعمت دې، هغه خلك چې ترې بغاوت او سركشي  كوي یا د هغه په ځاې بیا د ملوكيت او قيصر وكسرې په څيرحكومتونو راوستل غواړي نو هغوی د دې  ستر نعمت ناشكري  كوي .


2 ] د تمكين فې  الارض په هكله اّيتونه :

(الَّذِينَ إِنْ مَكَّنَّاهُمْ فِي الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوْا الزَّكَاةَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنْ الْمُنْكَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَةُ الْأُمُورِ )


[د الحج سورت 41 اّيت ]


[ دا  هغه كسان دي  چې كه مونږ دوي ته په ځمكه کې قدرت وركړو نو لمونځ به قايموي ، زكات به وركوي، په ښه چارو به حكم کوي او له بدۍ نه به منع    كوي او د ټولو چارو پاې د الله جل جلاله په واک كې ده]


«مكنا» د «مكانه»   څخه اخستل شوې چې معنا يې مرتبه، قوت ، ځواک  او طاقت دې:


( فلان مكين عند فلان بين المكانه يعنې المنزله و المكانه المنزله عندالملك … و تمكن من الشي واستمكن ظفر)


[ فلانې سړې  د لوړې مرتبې خاوند دې . «مكانه » هغه مرتبې او درجې ته ويل کیږي چې يو چا ته د كوم پادشاه په دربارکې په لاس راغلي وي ، د( تمكن من الشيء و استمكن )مطلب دې بریالې شو او هغه څیز ئې په واك کې راغې17].


د دې څخه په مخکني اّيت  کې ويل شوي دې :


(الَّذِينَ أُخْرِجُوا مِنْ دیارهِمْ بِغَيْرِ حَقٍّ إِلَّا أَنْ يَقُولُوا رَبُّنَا اللَّهُ )


[ د الحج سورت 40 اّيت ]


[ هغو كسانو ته اجازه وركړه شوه چې د هغوی پر خلاف[ چې ددوې په مقابل کې یې  په جګړې لاس پورې کړې ] په جگړه لاس پورې کړي ځكه چې دوې مظلومان دي او الله جل جلاله په يقينې ډول د هغو د ملاتړ وس لرې ، دا هغه كسان دي چې له خپلو كورونو څخه په ناحقه وويستل شول . دهغوی  يوازنې  جرم  داو چی ویل یي : زمونږ رب الله دې  ] .


نوددې اّيت څخه دا ثابتیږي   چې له « هغو »  نه مطلب د رسول اكرم صلې الله عليه وسلم صحابه كرام دي.  هغوی د كورونو څخه ويستل شوي و او ظلم هم په همغوی شوي و  او د قتال لومړې حكم هم همغوی ته شوي وه .


ابن جريررحمة الله عليه فرمايې چې :


[ د دې خلكوڅخه مقصد د نبي صلې الله عليه وسلم اصحاب كرام رضې الله عنهم دي او د معروفو د حكم څخه توحيد او د الهي حكمونو پيروي ده او د نهې عن المنكرڅخه مقصد د شرك او د الله جل جلاله د حکم  څخه د نافرمانۍ دكارونو څخه مخنوي دې 18.]


خو دلته هم حكم عام دې امام قرطبې رحمة الله عليه لیکي چې :


[ د سیدنا ابن عباس رضې  الله عنه وينا ده چې د دې اّيت مصداق مهاجرين او انصار دې خو هغه خلك ئې هم مصداق دي  چې په اخلاص سره د هغوی پيروي كوي- ابوالعاليه ، ضحاك او ابن ابې نجيح رحمة الله عليهم فرمايي چې په دې اّيت کې حكمرانانو ته لارښوونه شوې چې كله الله جل جلاله هغوی ته ملك او سلطنت وربخښي نو هغوی به په خپله واکمنۍ کې هغه كارونه كوي چې راشدينوخليفه ګانوکړي دي 19.]


د اّيت  مقصد دا دې چې كه چيرې مونږ هغه مهاجرينو او انصارو ته د اسلام د سپیڅلي دين په واسطه په دښمنانو بریاليتوب  وركړ و  او هغوی ته  په ځمكه  باندې اقتدار،واکمني، قوت ، مرتبه  او حكومت  وروبښو نو د هغوی د حكومت كړنلاره به دا وي چې:


1- د لمانځه د قايمولو نظام به جوړوي او په همدې ډول به  د نورو عبادتونواهتمام كوي .


2- د زكات نظام به تأمينوي اوپه همدې ډول به د اسلام ټول اقتصادي نظام استوار وي .


3- د هغوی د حكومت  ټول كارونه او اجراء ات  به نيكيو ته وده  وركول وي .


4- د هغوی  ټول قوت به د بديو د له  منځه  وړلو په لارکې  په كار اچول کیږي .


5- كه چيرې دوي خپل اقتدار د پورته ذكر شوو چارو په ځاې، د خپلو وګړېېزو غرضونو په خاطر د نيكيو د له منځه وړلو او د بديو د خپرولو له پاره په كار  واچاوه نو د هغې د بدو پایلو به  هغوی په خپله  مسئول وي.   له دې امله چې (ولله عاقبه  الامور)


[ د ټولو كارونو پریکړه  د الله جل جلاله په واک  کې ده ] .


ددې اّيت څخه را په ډاګه  کیږي چې د اسلامي ریاست پرته،  نه د لمانځه نظام  په پوره ډول قائمیږي، نه د زكات  نظام په پوره توګه نافذیداې شي، نه نيکې وده مومې او نه بدې ختمیږي .                           (پاته په شپږمه برخه کې ولولئ……)