له امو تر اباسينه د افغان وطن جغرافيه ده (محمودخان اڅګزئ) video

د لراوبر اداره | دسمبر 20th, 2008


 




پښتون قام چي خلکو نظر ځنی اړولی دی ، لاکن د هغه قام بچي اوس په دې توانيدلي دي ، داسي ځوانان يې پيدا کړي دي چي د خپل قام په مشکلاتو پوهيږي ، د خپل ولس په ستونزو خبر دي ، د خپل ولس په مرسته او ملاتړ د دې ولس د سمي لاري د رڼا کولو ښه پوره پوهه او تنظيم لري ، عزيزانو ، سپېلني به دودوو چي خدای يې له نظره نه کړي ( محمود خان اڅګزی )




  زموږ د ازادۍ جنګ ته د قاتلانو نوم مه ورکوئ .

د مشرف صاحب په ګډون پاکستانيان دنياته وايي چي پښتون معنا دهشتګر ، پښتون معنا قاتل ، پښتون انسانان حلالوي ، سرونه يې پرې کوي ، دا وحشي خلک دي ، بنيادګر خلک دي .

موږ  وايو چي انسانان خدای پاک پيدا کړي دي ، الله پاک رزق ورکوي ، موږ  ګزاره ورسره کوو ، موږ په دنيا کي د هيڅ انسان سره د ژبي او نژاد ، دين او مذهب پر بنسټ له چا سره شخړه نه کوو . له دوی هم دا هيله لرو چي زموږ وطن ، ژبي او مذهب ته احترام  وکي .




((موږ افغانان يو))

د پکتيا وي که د ږوب ،د کټواز يې که د ګوملي يې ، د بدخشان يې که د پښين ، د هرات او فراه يې که د لورالايي يې ، زه او ته يو خلک يو ، پر دې خبره به نه سره بېزاره کېږو، پر دې خبره که څوک له موږ سره بدي کوي ، موږ تيار يو راسره ودي يې کړي . ( محمود خان اڅګزی)




افغانستان د ټولو پښتنو افغانانو ګډ وطن دی

نن ورځ په دنيا کي ګيدړ او لېوان په حساب وژل کېږي ، مګر دېرش کاله کيږي چي پښتانه بې حسابه وژل کيږي ، که حساب وکو په لکونو ځوانان ووژل سول په لکونو کونډياني او په لکونو يتيمان سول . ( محمود خان )




د بل په حق دعوه کول ګنا ده ، د خپل حق پرېښودل بېغيرتي ده

موږ په نړۍ او سيمه کي له چا خيرات نه غواړو ، موږ د خپلو نيکونو په وينو ګټلی لراوبر وطن غواړو ، په جرګه يې غواړو ، په خواست يې غواړو که په دې ونه سي نو په هغه بله لاره يې غواړو ( محمود خان اڅګزی )

 




موږ د هر ظلم مخالف یو ، موږ له انسانانو سره په مينه او محبت خبري کوو


موږ نه ظالمان يو ، نه قاتلان يو نه په جهان کي د چا پر حق قبضه کوو ، خدای په دې غرو کي پيدا کړي يو ، دا غرونه پر موږ ګران دي ، موږ خپله ژبه او دين ساتو .


د پښتونخوا عوامي پارټۍ به د قام پر ننګه دريږي ، که د قام ننګه راتله د پښتونخوا عوامي پارټۍ غړی به يې د مخ په صف کي دريږي  ( محمود خان اڅګزی )

Copyright Larawbar 2007-2024