کور / د ډيورنډ کرښه / قصاب حساب او كتاب (اور اور كى)

قصاب حساب او كتاب (اور اور كى)

په ټيلى ويژن د سر خبر ته په انګرېزئ كښې برېكنګ نيوز يعنى ماتوونكې خبر وائى د غټ اختر په ورځ د ملك ټولونا تجربه كارو او پخو قصابانو د لكهونو حلالو ځناورو هډوكى مات كړل خو د دوئ په باره كښې يو هم ماتوونكې خبر خپور نه شو ماسېوا د يو خبر نه چې په كراچئ كښې د قربانئ يو راپارېدلى اوښ هغه قصاب چې د دې اوښ د حلالې كوشش ئې كولو ووژلو. انګرېزانو په خپل دور حكومت كښې په پښتنه سيمه كښې ټول كسب ګر په شمول د لوهارانو ، د تر كاڼانو، د كولالانو، د چميارانو ، د بټيارانو، د جولا ګانو او قصابانو په باره كښې پوره پوره معلومات لرل او د غټو غټو حكومتى څوكيو د پاره به ئې پرې ډېر اعتبار نه كولو دا هم هغه توره سياسى پاليسى وه چې برطانوى سپين پوستو حكمرانانوپه جنوبى افريقه كښې د اپارتهائيډ په نامه خپله كړې وه د كومې تر مخه به چې د هغه ځائې تور پوستو خلقو سره لكه د غلامانو سلوك كېدو.


چا چې په خپل سركارى سكول كښې دا لوستى وى چې هندو بنيا ډېر مكار فرېبكار او بزدل وى هغوئ په وړو وړو او تنګو كورونو كښې اوسى او هغه كه چرې درز هم وخرى نو دا مۀ ګڼه چې ګنى هغه پرېوتې دې بلكې هغه به د څۀ عرض د پاره راپرېوتې وې ، په سر كارى تعليمى نصاب كښې چې د محكمۀ تعليم په نوم مركزى ادارې كوم كوم د بغض او نفرت تخم كرلې دې هغه فصل لګيا دې د ډېرې مودې راسۍ لكه د انګرېزانو د اپارتهائيډ يا د ځان ځانئ د تګلارې په شان خپل ازغن فصل وركوى او پته نشته چې دا د نفرت ازغى د چا په ښېګړه او فائيده رازى ، دا يو ښكاره حقيقت دې چې د تعليم په نوم زمونږ په ملك كښې كومه لوبه د ډېر پخوا راسې شروع ده نو هغه ماسېوا د ګوتو په شمېر د يو څو كسانو او خاندانونه نه علاوه د ملك غريب  طبقې ته د نيشت برابر فائيده  رسوى د يو اعلى تعليم يافته او د ملك او قوم سره سره د ټولې مهذبه نړئ د پاره د يو بې ضرره او كار آمد شخصئيت په ځائې مونږ لګيا يو د داسې وګړو په كردار سازئ او د هغوئ په دماغو كښې داسې داسې واهئيات په زور ورټومبو چې په نتيجه كښې ئې هغه نه صرف د خپل ځان او خاندان د پاره بلكې د ملك قوم او ټولې باشعوره دنيا د پاره د وئيرې ترهې شدت او نفرت د يو علا مت په طور را وړاندې شى .


نن سبا د هندوستان ټيلې ويژنى نشريات د فريد كوټ د هغه ژوندى نيولى شوى بد قسمته ځوان ځلمى چې ټول نهه واړه ملګرى ئې په ممبئ كښې په ډېر اذئيت ناكه طريقه ووژلې شول د خپلې علاقې خلق ئې دعامر قصاب په نامه پېژنى په  باره كښې شپه او ورځ نوې نوې څېړنې كوى او دا هم وائې چې  په دې معلو ماتو راغونډولو كښې د پاكستان د جيو نيوز د ټيلى ويژن د خبر يا لانو غټ لاس دې چا چې د عامر عرف قصاب كلې ته په پټه دوره وكړه او په پټه كېمره كښې ئې د هغه د پلار امير قصاب خبرې رېكارډ كړې څوك چې په ژړه غونى آواز كښې وائې چې درې څلور كاله مخكې عامر د اختر د جامو نه ملاوېدو په وجه د كور نه مره ور تلې وو او بيا واپس نه دې راغلې.


د ددې خبر تفصيلات د بر طانئې په اخبار ابزرور او د پاكستان د انګرېزئ په ډان نومې اخبار كښې چهاپ شوى دى.   پلار ئې دا هم ووئيل چې د دۀ زوئې چې كوم چا بې لارې كړې وو د هغو ئ په باره كښې ورته پته نشته د عامر غريب او بې وسه پلار ته كېدې شى چې دا هم پته نه وى چې د لاهور نه صرف د څه كم دېرشو ميلو په فاصله كښې د مريد كې په سيمه كښې په سوونو جيربه هغه زمكه چې د مالداره عربو شېخانو په مالى كمك تر لاسه شوې ده او چر ته چې په ظاهره يو د خېر ښېګړې د كارونو كولو واله يوې ادارې چې خپل ځان ته جماعت دعوى يعنى امر بلمعروف يا د نېكئ د بلنې ګوند وائې او غربى څېړن كاران په دې نتيجه رسېدلى دى چې اوسنئ جماعت دعوى د هغه لشكر طئيبه نوې نوم دې چې پر وېز مشرف پرې پابندى لګولې وه او سره د نورو شپږو عسكرى او انتها خوښو مذ هبى ګوندونو ئې كلعدم يا غېر قانونى ګرزوولى وو 
، ياده دې وى چې اوس د غېر قانونى ګرزولې شوو تنظيمونو تعداد نور هم سېوا شوې دې چې تفصيلات ئې د قامى سلامتئ د ادارو په ولقه كښې دى.چې په هندى كشمير كښې د هندوستانى قواؤ سره بر سر پېكار دى او وخت په وخت هلته چريكى كار وائئ كوى ،د ټولې پښتنې سيمې هغه ټول خاندانونه چې پرې د پاكستان د جماعت اسلامى سياسى اثر او نفوذ دې د دوئ په ليكو كښې په هندى كشمير او اوسنى سوات كښې جنګېګى د جمات اسلامى د پختونخوا مشر پخوانې سينئير او وزير خزانه سراج الحق يو نشرياتى ادارې ( ډيوه رېډيو) سره په خبرو كښې په پېښور كښې په كنټېنرونو د شوو حملو په ښكاره حمائت كړې دې. د وئ چې كله په كشمير كښې د هندى سلامتئ د ادارو د لاسه ووژلې شى نو په جنازه كښې ئې د  پاكستان جماعت اسلامى مشران شركت كوى او بيا ئې دعا له هم رازى او د شهادت مباركى وركوى. هم دا ګوندونه وو چې په پر وېز مشرف او د هغه په وزير اعظم شوكت عزيز ئيې څو څو ځله ځان مرګى بريدونه كړى دى د دوئ دا خيال وو چې پروېز مشرف د زړۀ نه يو هندوستانې دې او په دوئ ئې زكه بندېز وولګولو چې هندوستان ته فائيده وورسوى او هغه كار چې هندى قواوې نه شى كولې هغه مشرف وكړلې .څېړن كار په دې نتيجه رسېدلى دى چې د موجوده تحريك طالبان پاكستان په ليكو كښې هم د هغه  غېر قانونى مذ هبى او عسكرى ګوندونو وګړى شامل شوى دى په چا چې د غېر قانونى كار وايو الزام لګېدلې وو او كلعدم شوى وو. د ممبئ د اوسنو پېښونه ډېر مخكې په كال دوه زره يو كښې په هندى پارليمنټ يا د اولسى جرګۍ او مشرانو د جرګې په شريكه ودانئ  ناكامه حمله وكړې شوه چې پكې ټول حمله كوونكى ووژلې شول د هغوئ دا مقصد وو چې د ممبئ په شان په يوه ورځ د هندوستان ټول جمهورى مشران ووژنې  .


 د دې واقعې نه پس هم هند د اقوم متحده سلامتى كونسل ته ګيله كړې وه چې د هغه وخت په لشكر طئيبه دې بېن لاقوامى بندېز وولګولې شى خو په سلامتى كونسل كښې به چين هر وخت د پاكستان مرسته كوله او داسې قراردادونه ئې درې وارې د خپل سياسى حېثئت په وجه  ويټو كړى وى . د ممبئ د اوسنئ واقعې نه پس خود كشه بمبار عامر قصاب لكه د ډېره اساعيل خان د شيعه جمات د خود كشه بمبار په شان ژوندې وونيولې شو . د عامر قصاب هم ډېر ملګرى د هغه نه وړاندى مړۀ شوى وو او د ډېره اسماعيل خان د بمبار نه هم مخكې د هغه په درځنو ملګرو خپل ځانونه وژلى دى ، د هندوستان آزاده مېډيا لګيا ده شپه او ورځ د عامر قصاب په باره كښې د هغه خپل زبانى نوى نوى خبرونه خپروى او هم د دې ثبوتونو په بنياد په وړومبى ځل چين هم د هند اخلاقى مرسته وكړه او كله چې چين روس امريكه بر طانيه او فرانس د كوم چا خلاف په يوه خبره متفق شى نو لكه د افغانستان د طالبانو د دورې د عراق د صدام حسېن د دورې او د موجوده غېر قانونى ګرزول شوى تنظيم جماعت لداعوى په شان زېر عتاب شى او سخته ورځ پرې راشى هښياران وائى چې زبان خلق نقارۀ خدا او جمهورى حكومتونه هم د خلقو خپل حكومتونه وى او چې د انصاف په چوكاټ كښې كار كوى نو د غېر جمهورى قوتونو خلاف ئې خدائې پاك مرسته هم كوى .


  عرفان الله خان پېښور پختونخو

  ۱۴ دسمبر ۲۰۰۸.