کور / شعر / ویاړ

ویاړ

دا زموږ کلي دا ددنګو دنګو غرو وطن دى


دا ده  باتورو ميړنېو شا زلمو وطن دى


دلته پيدا دې ميړ نې چې په دنيا يا ډيږئ


دا په  دنيا باندي روښان دتاريخو وطن دى


چا چې ير غل کړي په دې خاوره تبا برباد شول


داهر غليم ته ګورستان غوندي قبرو وطن دى


دلته لښکر دانګريزانو دې په خوله لويدلي


دا د غازي محمد جان خان دارمانو وطن دى


نه مو منلي څوک بادار نه  غلامي مو کړي


دا دسر شارو افغانانو دبچو وطن دى


دسرو لښکرو په  شان ته به هم ټوټي شي


دااباسين غوندي څپاند دطوفانو وطن دى


په يوه تکبير به بيا لښکري دغليم تبا کړو


دا په ميوند کې دملالي دنارو وطن دي