کور / تازه خبرونه / په جلال اباد کې د علمي او پوهنتوني کتابونو نړيوال نندارتون

په جلال اباد کې د علمي او پوهنتوني کتابونو نړيوال نندارتون

په جلال اباد کې د علمي او پوهنتوني کتابونو نړيوال نندارتون


دکولتور وزارت په نوښت  په جلال ابادکې نن  دعلمي او پوهنتوني کتابونو نړيوال نندارتون پرانيستل شو. په دغه نندارتون کې د هېواد خپرندويو ټولنو او کتابپلوروونکو ترڅنګ ځينو ايراني ټولنو هم  خپل چاپ شوي کتابونه نندارې ته ايښي دي. د کولتور وزارت سلاکار نجيب منلی وايي دا ګام يې په دې موخه پورته کړی، چې په هېواد کې د کتاب خپرولو فرهنګ دود کړي. کتابپلوروونکي وايي دوی سره هرډول کتابونه شته، خو د خرڅلاو لپاره  يوازې علمي او پوهنتوني کتابونه ورسره نشته، چې محصلين ترې په پوهنځيو کې ګټه واخلي. په ننګرهار کې د فرهنګ رياست وايي چې د کتابونو دغه نندارتونه به تر يوې اونۍ پرانيستی وساتي، خو که د کتابونو د خرڅ مزه نه وه، نو موده به يې درې ورځو ته راټيټه کړي.


                                                                                                       نقيب احمد اتل ننګرهار