کور / رسنۍ / ۳۵مه او ۳۶مه الفت د چاپ په پساله وپسولل شوې

۳۵مه او ۳۶مه الفت د چاپ په پساله وپسولل شوې


د دانش خپرندويې ټولنې د كلتوري خپرونې (الفت) پېنځه دېرشمه او شپږ دېرشمه ګڼه د چاپ په پساله وپسولل شوه. د الفت دا دواړه ګڼې په ۱۲۰ مخونو كې يو ځاى چاپ شوې.
د الفت د ټايټل په لومړي مخ د پياوړي شاعر احمد فراز او عبدالغفور لېوال انځورونه له دغو ټكيو سره چاپ شوي:
افغانان لا تر اوسه د كتاب عصر ته نه دي رسېدلي (عبدالغفور لېوال).
دا خلك ولې د هېندارو په څېر ژوند كوي (احمد فراز).
په الفت كې له دغو دواړو ښاغليو سره مركې شوې، د اروښاد احمد فراز مركه احسان الله درمل ژباړلې او له عبدالغفور لېوال سره حميدالله محمد شاه مركه كړې.
د الفت د هرې ګڼې پښتۍ ته د استاد الفت ډېر په زړه پورې او له اوسنيو حالاتو سره سم شعرونه خوښېږي، دا ځل يې د استاد دغه شعرونه پر پښتۍ چاپ شوي:
باغ و بڼ يې بې بلبل بې عندليبه
رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه
څو په لوږه څه په تبه څه په تېغ مرې
ورك شه ورك شه د پښتون خواره نصيبه
كه يې ښه پوره په حال باندې خبر شې
خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه
ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دى
كور يې وران كار يې ګډوډ او بې ترتيبه
لاس يې يو ځاى سر يې بل ځاى پښه يې بل ځاى
پښتانه ټوټې ټوټې دي بې تركيبه
نه ډوډۍ لري نه پوهه نه تعليم څه
بې له تورې نور له هر څه بې نصيبه
د استاد دا شعر د پښتنو له نننيو حالاتو سره بېخي سم دى، بې له ټوپكه يې نور هېڅ هم په نصيب نه دي، خداى دې هغه ورځ ژر راولي، چې د پښتنو له انګړه دغه د بدبختۍ او جهل ټغر ټول او ګډې وډې چارې يې سره راټولې او ترتيب  شي.
د الفت د پښتۍ پر درېيم مخ په كابل كې د دانش خپرندويې ټولنې د تخنيكي څانګې (اسد دانش مطبعې) د پرانستو او پر څلرم مخ يې د همدغې ټولنې د نويو چاپ شويو آثارو خبرتيا خپره شوې.
دا چې الفت هر ځل خپله سرليكنه د مفكر استاد ګل پاچا الفت  په ويناوو پسولي، دا وار يې هم د استاد الفت (بې ګناه بندي) ليكنه را اخيستې او خپله سرليكنه پرې پسوللې.
په الفت كې د نورو راغلو ليكنو لړليك په لاندې ډول دى:
ژبه له كومه راغله؟ ( ډاكتر رحمت ربي زيركيار)،
تاريخ په ادبياتو كې يا ادبيات په تاريخ كې (ليكوال: دوكتور عبدالغني برزين مهر، ژباړن: نذير احمد سهار)،
په هندوستان كې افغان نوابان او د هغوى رياستونه (دوكتور عبداللطيف ياد طالبي)،
د احمد شاه دراني نسب او د نادرشاه وژنه (ليكوال: سيد نصير احمد جامعي، ژباړن: شوكت ترين)،
سپېڅلى پير (د دكتور عبدالحميد بهيج ژباړه)،
دا خلك څنګه د هېندارو په څېر ژوند كوي؟ (له احمد فراز سره مركه)،
ادبي قاموس (۱۱)، (حميدالله محمد شاه)،
ښه سړى (نورالامين يوسفزى)،
ښځه او سړى (سعدالله جان برق)،
خوبونه نه مري (خان زمان كاكړ)،
سعيد ګوهر، يو څو خبرې (طاهر اپريدى)،
ګلان مې دي ملګري (زرلښت حفيظ)،
خرابات او مناجات (د محمد يار- يار يونليك)،
افغانان لا تر اوسه د كتاب عصر ته نه دي رسېدلي (له عبدالغفور لېوال سره مركه)،
شين سترګې – ناول- (ليكوال: طاهر اپريدى، ژباړن: باركوال مياخېل)،
رڼې مرغلرې (د شعر برخه)،
تله،
خبرلوڅ تصويرونه (رحمت شاه سايل)،
بې خبره انځورونه (فيصل فاران)،
خوشحاليات  يوه نوې پاڼه، نومونه او حساسيتونه (جمعه خان صوفي)،
ګمراهانو ته په مخ كې آيينه ږدم (فيصل فاران)،
درې ورځې ژوند دى اخر تېر به يې كړم (اعتبار اپريدى)،
كوډګره ښاپېرۍ (جبران خليل جبران)،
نوي كتابونه (سپين سهار)،
د زمري لور.
مينه وال كولاى شي الفت په دغو پتو تر لاسه كړي:
پېښور: دانش كتابتون، قصه خوانۍ بازار- پېښور / ۲۵۶۴۵۱۳
كابل: دانش كتابتون، پخته فروشۍ كوڅه، ميوند واټ/ ۰۷۹۹۳۱۵۸۸۷
كندهار: افغان كتابپلورنځى، ارګ بازار- كندهار/ ۰۷۰۰۳۰۳۲۵۱