کور / z_buitenland_news -- 5 / د برتانيې لومړي وزير د هلمند څخه ليدنه وکړه

د برتانيې لومړي وزير د هلمند څخه ليدنه وکړه

د فرانسپريس آژانس د لويديزو افسرانو د قوله خبر ورکوي، چي د انګلستان لومړی وزير ګوردن براون نن ناببره افغانستان ته تللی دی او غوښتل يي د اولسمشر حامد کرزي سره وګوري. خبر زياتوي چي براون لومړی د هلمند ولايت ته تللی و او هلته يي د طالبانو سره په جګړه ښکېل خپل ځواکونه وکتل او د هلمند څخه وروسته کابل ته تللی.


ګوردن براون په داسي حال کي په هلمند ولايت کي د خپلو ځواکونو څخه ليدنه کوي چي ويل کيږي دې ځواکونو د افغان ځواکونو په مرسته د طالبانو عمومي مرکز د موسي کلا ولسوالي نيولې ده.