کور / تازه خبرونه / نامالومو کسانو يو تن ملکي وګړی وژلی دی

نامالومو کسانو يو تن ملکي وګړی وژلی دی

د دوشنبې په ورځ د خوست ولايت د عليشيرو په ولسوالۍ کې يو تن ملکي وګړی د نامالومو وسله والو  کسانولخوا  وژلی شويدي
 د خوست ولايت د امنيې قوماندانی وياند سمونوال وزير بادشاه د ياد شوي کس د وژل کيدو خبره مني خو ترڅنګ وايي چې نوموړي کس په سيمه کې وسله والوطالبانو وژلی دي ځکه چي شخصي دښمني يي ندرلوده  
وزيربادشاه زياته کړه  يادشوي کس په دولت کې کومه دنده نلرله او نه يي د کورني کوم غړې په دولت کې تر دې دمه کومه رسمي  دنده لري
خو دسيمي يو تن چي د نوم ښودلو څخه يي ډډه کوله وويل چي دوژل شوي کس خپلوان د خوست په ولايتي قواو کي سرتيري دي
  په خوست کې د نوموړي کس وژل کيدل  کومه نوي خبره نده  بلکي د دولت سره  دهمکاري په تور تر دي وړاندي هم کسان وژل شوي خو  تل  يي د دولت ضد وسله والو مخالفينو  پړه پر غاړه اخستي ده