کور / تازه خبرونه / د ترافيکي پيښې له امله دري کسان وژل شويدي

د ترافيکي پيښې له امله دري کسان وژل شويدي

ددوشنبې په ورځ يوه نيمه بجه دپکتيا ولايت اړوند دتېرې کنډو په سيمه کې  د يوه سر ف موټر   دښو ييدو له امله  درې تنه وژل شويدي
 دپکتيا ولايت دوالي وياند دين محمد درويش وويل چې دغه پيښه هغه مها ل رامنځ شوه  کوم وخت چې دپکتيا اړوندد ولايتي بيارغونې ډلې موټر له کابل څخه دګرديز په لور  روان وو پکې يوتن امريکا يې انجينرپه شمول   د ده دوه تنه  افغان ستونکي سپاره وو ، دتېرې کنډو په سرکې ورپسې موټر ديخ له امله وښوييدو چې په پايله کې  په موټر کې  درې واړه سپاره کسان ووژل شول او موټر هم په ټوله توګه ويجاړ شو 
  په تيرې کنډو کي دا لومړي ځل ندي چې ياده پيښه رامنځ ته کيږي بلکي پخوا هم  د ژمي پر مهال  په لسګونه ديته ورته پيښې رامنځ شوي چي هر وخت يي له ځان سره مرګ ژوبله لرلي ده