کور / تازه خبرونه / د موسی کلا ولسوالي ددولت لاسته ورغلې ده

د موسی کلا ولسوالي ددولت لاسته ورغلې ده

د افغانستان ددفاع وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي چی نه يې غوښتل نوم يې ياد سي لراوبر ويبپاڼي ته په ټيلفوني تماس کي وويل چي د موسی کلا ولسوالي نن د ډسمبر پر لسمه نېټه غرمه د افغان ملي اردو ځواکونو او ناټو ځواکونو لاسته ورغلې ده .


له بلي خوا د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ اوسيدونکو لراوبر ويبپاڼي همکار ته د ټيلفون پر کرښه وويل چي د تيري شپې راهيسي طالبانو د سنګين ولسوالۍ ته مخه کړې ده ، د ولسوالۍ پر ودانۍ او ناټو پر مرکز يې بريد کړی دی .


په سنګين ولسوالي کي په داسي حال کي د جګړې خبرونه راځي چي تراوسه د هلمند په موسی کلا ولسوالي کي چي د تيرو شپږو ورځو راهيسي د جګړې مرکز و لا اوس هم جګړه پای ته رسېدلې نه ده .


سيمه ايز خلک وایی چي په سنګين ولسوالۍ د جګړې مخنيوئ ونه سي نو د موسي کلا غوندي به د درنې جګړې مرکز سي چي په پايله کي به يې په سلګونو سيمه ايزو وګړو ته درنه مرګ ژوبله ورسيږي .