ميدان وردګ:د ملي اردو پوځي الوتکه لوېدلې ده

د لراوبر اداره | دسمبر 10th, 2007


 


د افغانستان د ملي پوځ د هوايي ځواک يوه پوځي الوتکه نن تر غرمې مخکي ۱۱ بجې د ميدا وردګو ولايت د سيد اباد ولسوالۍ د سالارو په سيمه  کي لوېدلې ده . په الوتکه کي سپاره ټول څلور افغان سرتيري وژل سوي دي ، وسله وال طالبان ادعا کوي چي الوتکه ددوی له خوا ويشتل سوې او راغورځول سوې ده خو د دفاع وزارت څخه په رارسيدلي خبرپاڼه کي راغلي دي چي چورلکه د هوا د خرابوالي له امله راغورځېدلې ده ، بل طرف د وسله والو طالبانو وياند ملا ذبيح الله مجاهد وايي چي الوتکه ددوی د مجاهدينو له خوا په نښه سوې او ويشتل سوې ده .


دا الوتکه کابل ته پرلاره وه چي ددفاع وزارت په وينا د تخنيکي ستونزو  له امله او وسله والو طالبانو په وينا ددوی لخوا راوغورځول سوه .

Copyright Larawbar 2007-2024