کور / سياسي / دوه جوړې ورته شخصیتونه

دوه جوړې ورته شخصیتونه

زه درته نن یوه ډیره مهمه موضوع بیانو، مهرباني وکړﺉ تر پایه یې ولولئ.

دوه ورته شخصیتونه چې انحصار یې غوښت. دوه ورته شخصیتونه چې ازادي یې غوښته. دوه ورته شخصیتونه چې چا پوره ونه پیژندل چې ولې د بهرنیانو د برید ښکار شول

. دوه نور  ورته شخصیتونه چې د حریفانوله خوا د قدرت د انحصار له وېرې یې بهرنۍ لښکرې هیواد ته راوستې، د ټول هیواد تباهۍ ته حاضر شول خو د حریفانو بری یې نه شو زغملای.

دا څوک دي؟ حکمتیار او مسعود؟ حکمتیار او امین؟ امین او کارمل؟ کارمل او مسعود؟ که کوم دوه نور؟

راځۍ ددوی تر منځو ورته والي او بیلوالي وڅیړو:

غازي اکبر   ۹/۱۶/۲۰۰۸



په دوی کې امین لومړی قدرت ته ورسید. په  امین کې د یو سیاست مدار بیلابیل خویونه ( یکه تازي، پوهه، نظم، ژمنه، عزم، سرسختي، خوش خلقي، بې رحمي …..) ټول راټول شوي وو چې وروسته به یې  بیلګې ولیکو.. دی منطم، فعال او مبتکر و. سره له دې چې کمونست نه و په بیساري لیاقت یې ځان دافغان – کمونست ګوند د لار ښوونې لوړې څوکې ته ورساوه او خپل ټول حریفان یې د خپل ګوند په دننه او بهر کې وټکول او ټول یې له سیاسي صحنې وایستل. کله چې یې وغوښتل له حکمتیار او پاکستان سره جوړه وکړي او هیواد له بحرانه راوباسي، روس نور ونه شو زغملای او د ۱۵۰۰۰۰ کسیز لښکر یرغل یې پرې وکړ او پخپل کور کې یې مړ کړ. سره له دې ده د امریکا سفیر ته څو ځل ویلي وو چې روس ده ته هماغومره اړتیا لري، چې دې یې روس ته لري. ده به سفیر ته ویل چې دا به افغانستان د یو باثباته او مستقل هیواد په توګه وساتي چې له شرق او غرب سره به د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ یو شان اړیکې لري. ده له امریکایي سفیره غوښتل چې یوازې د امریکا لږ اخلاقي ملاتړ به روس دې ته مجبور کړي چې د یرغل فکر له سره وباسي او روس ته یې هم ویلي وو چې که په افغانستان یرغل وکړي، یوازې یو کار کولای شي : دې به ووژني خو عربان به بې حسابه پیسې او غربیان به بې حسابه وسلې مجاهدینو  ته  راشیوه کړي او روس د عربي پیسو، غربي  وسلو او افغاني جنګیالیو زور نه لري. امریکا له امین نه اخلاقي ملاتړ و نه کړ او روس د حالاتو له سم تحلیل پرته په افغانستان راودانګل او امین یې په خپل کور کې وواژه. خو د روس دا مغروره برید ددې سبب شو چې شوروي اتحاد او کمونیزم دواړه د تاریخ کندې ته ولویدل. رښتیا روس نور څه لاس ته را نه وړل، د امین په شمول یې دوه میلیونه افغانان ووژل خو د خپلې امپراتورۍ ګور یې پخپله وایست.

امین د امریکا د تحصیل نه افغانستان ته راغی. خو له مخکې نه یې د افغانستان د حالاتو پوښتنه کړې وه او خبر شوی و چې زیاتره اطرافي ځوانان چې ده ورته له پخوا تمه لرله د تره کي په خلق ګوند کې شامل شوي وو، کابل ته تر راتګ وروسته یې زر تصمیم ونیو چې د تره کي په خلق ګوند کې شامل شو. دلیل یې همدغه و چې  زړور او د مبارزې مینه وال  همدا ځوانان په کار واچوي.

امین چې په لږه موده کې ځان د ترکي د اعتمادي ترین سړي سطحې ته و رسولاوه ا و زر په اردو کې د کار مسول شو.  یو خلقي راته ویل چې امین په اردو کې تر ۲۰۰۰ کسان جذب کړل او هر یوه فکر کاوه چې تر ټولو تزدې دوست یې همدی دی، ځکه دې هره شپه په خپلو نظامي  ملګر په نوبت و ګرځیده، د هر یوه داولادونو او د کورنۍ د غړو نومونه یې زده وو اود هر یوه د احوال پوښتنه به یې کوله، ځکه هر یوه نظامي خلقي ځان هغه ته ډیر نزدې ګاڼه.

ددولت په لوړو پوستو نو کې یې د ۳۰ کسانو په شاوخوا کې ناګوندي کسان ټاکلي وو او ځینو نورو ته یې ویلي وو چې یو ځل افراطي خلقیان له مخې لیرې کړي نو ډیرې لویې دندې به ورکړي.

روسي جنرالانوډیرې د تکبر کیسې لیکلي  دي چې امین له امریکایانو سره لوبې پیل کړې وې او موږ مجبور وو چې له منځه یې یوسو.

ان کله چې دې د ابن سینا لیسه کې مدیر و د روس خاصو جاسوسانو یې پر ضد تبلیغات کول. روسانو دې تل تر څارنې لاندې ساته او د کمونیزم او روسي استعمار یو بالقوه دښمن یې ګاڼه .

هڅه یې کوله چې ځینې نا ګوندي کسان د ځان ملګري کړي او یا یې دې ته راضي کړي چې دده پر ضد ونه اوسي. اسد سفیر یې په پوهنتون کې ټولګیوال و، ډیز ذهین شخص و، امین غوښتی و او د همکارۍ غوښتنه یې ترې کړې وه خو اسد سفیر چا ته تر دغې  کتنې څو شیبې  وروسته په ډیرو احساساتو کیسه کړې وه چې امین غوښتې و چې همکاري ورسره وکړي، خو دده په وینا ده ترې سپی جوړ کړی و او ورته ویلي یې وو چې ته یو سفاک یې او ټول ملت به دې پر ضد راپاروم. امین ورته ویلي و چې یاو رسره همکاري وکړي او یا غلی کیني، که نه امین خپل دښمن په توپ ولي، که هغه مچ هم وي، او سفیر په هماغه ورځ بیرته نیول شوی چې تر اوسه یې مړی او ژوندی معلوم نه دی. یو پخواني دوست یې پوښتلي و چې ولې خلک وژني او پخوانۍ مینه او خندا یې څه شوه؟ د امین ځواب داو چې دا سیاست دی او بل اکثره مرګونه د روسانو په اشاره سروري کوي او مسولیت یې په ده بد بخته پسې لیکل کیږي، خو ده یې چاره سنجولې ده.    ګلابزوی او سروري یې ډیرزر د ترکي سره یو ځای یا په ژوند او یا په مرګ له صحنې وایستل، د کارمل ډله یې پخوا له صحنې ایستلې وه، د بالا حصار، چنداولو او په اردو کې د خلقیانو کودتاوې یې ناکامې کړې وې او ډاده و چې څوک یې چپه کولای نه شي، خو د روسي خرس د ۱۵۰۰۰۰ پوځ چاره یې نه وه سنجولې او هماغه  ګلابزوی او سروري تر کارمل مخکې دروسانوسره  یو ځاې په وسلو  سمبال راغلي وو. دوی د کارمل په شان ډارن نه وو چې د امین له مړي هم وویریږي او له دوشنبې راډیو نه د امین خلاف خبرې وکړې، دوی خو امین روزلي وو، باید دومره خو زړور وای چې مخامخ برید وکړای شي!!!.

امین ددې هیلې قرباني شو چې افغانستان به د یو باثیاته او مستقل هیواد په توګه وساتي چې له شرق او غرب سره به د متقابلو ګټو او درناوي پر بنسټ یو شان اړیکې لري، خو دا چې ملت یې خوښ نه و ساتلی یا په دې نه و توانیدلی، دده په مړي چا تر اوسه هم ونه ژړل. ده کم تر کمه د ماکیاولي دا فرموله نه وه عملي کړې، چې د قدرت په لومړیو کې خپل مخالفین بې رحمانه له منځه یوسﺉ، خو وروسته  عامو خلکو ته مرستې ورسوﺉ او د ملت عمومي کرکه مه راپاروﺉ، خو دده ملګرو د مخالفینو وژلو ته تر پایه دوام ورکاوه او د ملت دومره کرکه یې راپارولې وه چې د روس په حمله خفه وخو د خلقیانو په مرګ نه خفه.

ډیرو خلکو د هیواد د ژغورنې لپاره ځان او لږه پانګه له لاسه ورکړې او ویاړل کیږي، خو امین خپل ځان، د کورنۍ غړي او لویه پاچاهي له لاسه ورکړه، خو تر اوسه یې همدرد پیدا نه شو او ډیر کم خلک پوهیږي چې هغه د روسانو د تیري یو مظلوم قرباني دی.

کارمل  په امین پسې سم روسانو قدرت ته ورساوه. زبون، ډارن او د رواني عقدو نه ډک د چل او فساد ګوډی و. د روسانو په قدرت یې داسې باور درلود لکه موږ مسلمانان چې د الله قدرت لا یزال ګڼو. د روسانو هر مشر چې به په واک کې و، ده به یې د عبادت تر کچې ستاینه او لمانځنه کوله او په مړو به یې درودونه ویل.  د افغانستان په نوم کوم شي سره یې هیڅ ډول روحي تړون نه درلود او د امین په مقابل کې د کمترۍ د عقدې له مخې یې ټول افغانان بد ایسیدل. روسانو ته به یې ویل دا ټول افغانان اشرار دي او ټول باید ووژل شي. ده به خپلو ملګرو ته په ویاړ ویل چې روسان پخپله نه دي راغلي، بلکې دا هغو په بوجو بوجو کاغذونو راوستي دي چې ده د امین په خلاف روسانو ته تورول.  ده له دې کمزورۍ نه چې د امین په مقابل کې یې هر وخت ماته خوړلې وه د روس د راتلو شرم او بلنه په ویاړ سره منله. کله چې روسانو له کاره ګوښه کړ او روسیې ته یې بیوه له الوتکې یې خپلو ملګرو ته را غږ کړ (دوستی اتحاد شوروي را محکم نګاه کنید). دی پوهیده چې  خاینان یوازې د بادار رحم ته تمه کولای شي او بس.

(انسان شرافتمند و افغان واقعی کسیست که به دوستي افغان –شوروي وفادار باشد) ده  دا ډول خبرې هر چیرې په ډیر طمطراق کولې او (مرد شوروي) به یې د بشریت ناجي ګاڼه، برژنف ته به  یې (برژنف ګرامي) اود لینن یاد به یې  هر کله د (درود بر لینن) په کلیمو پیل کاوه ده به لینن ته( ناجي، خلاق، رهبر، رفیق، نابغه، دوست) او ډول ډول لقبونه ورکول. ده به ویل چې (اګر اتحاد شوروي بزرګ نمیبود اکنون افغانستان در هسته ګیتي وجود نمې داشت). خلکو به خندل او ویل به یې چې ولې افغانستان به په بخار بدل شوی وای؟دې احمق غلام د علامه اقبال وینانه وه اوریدلې چې لکه غرونه چې به تل هسک وي،  افغانستان به تل ژوندی وي، او ثابته شوه چې افغانستان د الله په فضل  ژوندی دی او دا یرغلګر شوروي و چې د ځمکې له مخ نه ورک شو.

د افغانانو په مرګ یې تل ډیره خوښي کوله او له شوروي پوځمشر  نه به یې مننه کوله، دومره کورمغز و چې یوازې (سپاسیبه شوروي – یعني مننه شورویه) یې زده کړې وه. په هرات کې یې نجیب ته د خلکو د وژنې امر کړی و، او کله چې ورته روسي جنرال تلیفون وکړ چې نجیب له دې قساوته منع کړي، نو د کارمل ځواب دا و چې دا ټول اشرار دي او مرګ یې بد کار نه دی، یوازې هغه وخت یې د خاد بې رحمه مشر ته د بې ګناه خلکو د وژنې د بندیدو امر وکړ چې روسی جنرال مایوروف ورته په قهر شو او ده  بیا هم د (سپاسیبه شوروي – یعني مننه شورویه) په ویلو امر تعمیل کړ. دده په منحوسه دوره کې روسانو  ۱۵۰۰۰۰۰ افغانان شهیدان کړل، خو دې به په اخرو ورځو کې چې له کاره ګوښه شوی و ګرځیده او خلکو ته به یې د مکرویانو په لارو کې د خبرو بلنه ورکوله او ویل به یې چې ده خو روسان نه دي راوستي، روس یو ابر قدرت دی او پخپله راغلی دی، خود خلکو د  شعور او احساس کچه تر ده لوړه وه او ورته ویل یې چې موږ نه غواړو ستا سره د خبرو ملامتیا په خپل وجدان بار کړو.  که روس یو ابر قدرت دی او پخپله راغلی دی  نو ستا د درودونو او د افغانانو په مرګ د خوښۍ جزا څه شوه. ده لا دا هم ویلي وچې کمونست نه بلکې (ناسیونال – دموکرات) دی اوله دې ناخبره چې ټول پوهیږي چې ناسیونال – دموکرات خو میوندوال و چې دده او دده د دډلې د دسیسې په نتیجه کې د داود له خوا شهید کړل شو.

ددې ټولو رذالتونو سره سره هم خپلې ډلې ته ډیر ګران و او کله چې په واک کې و او لږ به یې رنګ په تلویزیون کې روښانه نه و نو ده ته نژدې  کسانو به ویل (رنګ کارمل عزیز چرا زرد ګشته؟). دا یو کمال یې درلود چې د پرچم کوچنۍ ډله یې دومره وروزله چې ۵۰۰۰ پرچمیانو ۵۰۰۰۰ خلقیان منحل کړل، ده خپل بااستعداده کسان روزل او هر وخت یې نوی کادر وړاندې کاوه چې تر اوسه په حساسو پوستونو کې ناست دي، خو اوس هم ملت ته نه بلکې خپلو بادارانو ته کار کوي او د هر ملي، افغاني او اسلامي سمون په مخالف لوري کې ودریږي.

کارمل ملت ته تر ټولو بدوروستنی یادګار دا پریښود چې د ملي نفاق  اور یې وکاره. د نړۍ د ګارګرانو مدافع وروسته د داسې اقلیتونو د حقوقو مدافع شو چې دې په یوه پورې هم مربوط نه و او هیچا او هیڅ قام هم دغه منفوره او وطنپلورې څیره،چې نه یوازې د افغانیت، بلکې د ټول انسانیت په ټنډه د شرم یو تور داغ دی، خپل ونه ګاڼه او نه یې ګڼي. 

وروستۍ ورځې یې په ډیر ذلت تیرې شوې او په دې نړۍ یې ددوزخ ځینې صحنې ولیدې، د مکرویانو په پارکونو کې د افغانانو په تمسخر پسې ځینو پرچمیانو هم ترې لاس واخست او ویل به یې چې له بدن نه یې ډیر بد بوی ځي، رښتیا هغه په یوریمیا اخته شوی و او له  بدنه به یې د موږکانو بوی ته.

دې د یوې سرطاني حجرې په شان ددې هیواد د هرې تباهۍ سبب شو: هر افغان چې به په خدمت ته شروع وکړه، ده به د ک. جې. بې په مرسته هغه یا په ژوند او یا په مرګ له صحنې ایسته،  مجید زابلي او عبدالملک عبدالرحیمزي ته پخوا روسانو د دولت په دننه کې د خپلو عمالو له خوا دروازې بندې کړې وې او شهید میوند وال، شهید موسی شفیق او شهید سردار داود ته ده. دا چې په امین یې زور ونه رسیده، نو د ۱۵۰۰۰۰ روسی لښکرو مسولیت یې هم په غاړه واخست، خو تر خپلې عقدې تیر نه شو.

دې هیواد ته یې وروستنۍ ضربه هغه وخت ورکړه، چې د ملګرو ملتونو د پلان له مخې موقت بې پلوه حکومت ځای پر ځای کیده او سوله ټینګیده، خو دروسانو په دستور او د مسعود په مرسته یې د شر او فساد یو داسې حالت رامځته کړ چې د هیواد ټول بنسټونه یې ونړول.

مارشال فهیم د حاجي قدیر په فاتحه کې دوه خبرې غیر ارادي افشا کړې: ده ویل چې (همی داکتر نجیب هم خوب ادم بود، مه وقتیکه او در زندان ملل متحد بود پیشش میرفتم. یکروز برایم ګفت، او برادر همین نام وطن را زیاد نګیرید، مه در همینجا ازین خاطر بندي هستم که در اواخر نام وطن را زیاد می ګرفتم. بله ورځ یې راته وویل (از حکمتیار نترسید، از کارمل بترسید، این ادم از ظاهر شاه ګرفته تا داود خان و تره کې وامین الی خودم را به عذاب دچار کرده اند، اګر این حشره مضر را از بین نبردید، حتما شما را نیز تباه مسیازد.)، خو فهیم دوی طالعمن وو او مخکې له دې چې دا سرطاني حجره ددوی په خوړلو پیل وکړي، مړه شوه!!!

حکمتیار په ډیره ځوانۍ کې مبارزه پیل کړه او ځکه یې ژوند او مبارزه له ډیرو لوړو ژورو ډکه ده. ډیر زیات ذهین خو کله کله احساساتي او کله خوش باوره وي. له لومړي سره یې د رایې په تحمیل عادت کړی و او د بل چا خبره یې نه منله. ځینې ملګري یې وایي چې دې ځکه په خپله خبره ټینګیږي چې تل تر نورو نوي معلومات لري او د تحلیل قوه یې تر هر بل کس قوي وي، خو ځینې یې وایې چې دې د جرأت دښمن دی او تل خپله خبره په نورو مني. باعزمه، منظم او پر کاره سړی دی. د لویو لویو بوختیاوو سره سره ډیرې لیکنې هم کوي.  په کورني ژوند کې ستر او پرده مراعاتوي او په شرعي عبادتونو کې ډیر مړنی دی. د دین زیاتره متون په جګړه ایز تعبیر تفسیروي او ځوانان زر په احساساتو راولي.  د نه شرقي نه غربي شعار په خاطر یې هر څه له لاسه ورکړل خو هماغه څه وایی چې اول یې ویل.  د روسانو تر وتلو وروسته ورته امریکایانو وړاندیز وکړ چې د هغوی ځینې شرطونه ومني، نو هغوی به یې واک ته د رسیدو مخه نه نیسي او مرسته به ورسره وکړي، خو دده موقف هماغه و چې تر مستقل سوچه اسلامي حکومته په راکم شي نه راضي کیږي. امریکایانو به ویل: حکمتیار روسان وژني او ظاهر شاه په ایټالیا کې پاسته خوري، نو ځکه دا سمه ده چې د وسلو او پیسو ډیره برخه ورکړل شي. دا یې هم ویل چې تر ټولو موثر او منظم جنګیالي چې روسانو ته مرګ ژوبله اړوي، هغه د حکمتیار مجاهدین دي.

د ورسک په غونډو کې به یې لا هغه وخت ویل چې روس مو ۱۵ ټوټې کړ او امریکا به ۵۲ ټوټې کړو چې لا د نجیب حکومت په کابل حاکم و، ده ته ځینو کسانو مشوره ورکوله چې له یوه زبر ځواک سره وجنګیږي او له بل سره سازش وکړي، خو ده همدا ویل چې نه سازش نه ذلت، اسلامي حکومت.   له هماغه وخته کارپوهان پوهیدل چې دومره ډیر جدیت به حکمتیار له نړۍ ګوښه کړي خو دده تحلیل همدا و چې دده سازش به غربیان له خپلو شومو اهدافو راونه ګرځوي او بیا به هم دده د اسلامي حکومت پر ضد توطیې کوي. نو ځکه یې تر سازش مخالفت غوره وګاڼه.

د جهاد په ترڅ کې به یې لویې غونډې جوړولې او دغو کنفرانسونو کې به یې د جهاد نوی موقف اعلاناوه چې د جهاد نورو مشرانو به بیا زیاتره هماغه موقف په لږو بدلونونو اعلاناوه.

پیشبیني ګانې یې هم زیاتره سمې ختې، خو تل په خپل حساب کې تر خپل عملي امکاناتو زیات ډاډه و او زیاتره یې دا د ماتو سبب کیږي.

خپلو ملګرو ته یې د ریاضت درسونه ورکول خو د ګوند په دننه کې د استعداد، جرأت او د رایې د ازادۍ دشمن وو او ځکه یې د ځان په شانه بل کس نه دی روزلی.

له بدخشانه تر کنړه او له خوسته تر بادغیسه په ټولو ولایتونو او قومونو کې ملګري لري، او په جهادي ګوندونو کې یوازنی افغان شموله ګوند دی.

روتسکوی د روس د ولسمشر یلتسن مرستیال و، پیښور ته تللی و، چې له مجاهدینو د اسیرو روسي جنګیالیو ازادي وغواړي. حکمتیار ورته ویلي وو، چې په زرګونو افغانان په روسي او روس پلوه حکومت کې بندیان دي، مړي، ژوندي یې ورک دي، روسان دې ددوی د  مرګ او ژوند په باب موږ ته معلومات راکړي، افغانان به یې بندیان ورپریږدي. روتسکوی له خپل سفر نه د راګرځیدو او روسیې ته په لار کې په کابل کې پرچمیانو ته ویلي و چې یلتسن ته به مشوره ورکړي، چې په مجاهدینو کې همدا یو سړی مهم دی، یا باید ورسره جوړه وشي او یا ددشمنۍ ټوله مخه ورواړول شي. رو سي ستراتیژستانو وروسته دا پریکړه وکړه چې حکمتیار د ۱۵۰۰۰۰ پوځونو د ماتولو لومړی درجه مسول او د روس تر ټولو لوی دښمن دی، نو ځکه یې ددښمنۍ ټوله یا ډیره برخه همده ته اړولې وه. د خلق ګوند یو غړي ډاکټر نجیب ته مشوره ورکړې وه چې حکومت د حکمتیار ګوند ته ورکړي، چې کم تر کمه په افانستان کې یوباثباته حکومت راشي، خو د نجیب ځواب داو: (ټول به راپریږدم، خوحکمتیار رانه، نه شي راتلای، ځکه نور به دده له لاسه حکومت ونه شي کړای او د مجاهدینو دوره به د یوې بې کفایته او بې ثباته دورې په توګه په تاریخ کې ثبت شي) . نجیب غوښتل چې ددوی جنایتونه د رباني- مسعود د بې کفایتۍ تر سیوري لاندې پټ شي. او همداسې وشول، اوس د کابل په ځینو موټرو د نجیب انځورونه ددې نښه ده چې ځینې مظلوم افغانان لا اوس هم دنجیب په شخصیت تیروځي، خو له دې ناخبره چې د هغې فاجعې په رامنځته کولو کې نجیب هم د کارمل او مسعود په شان مسول دی، چې د افغانستان ټول بنسټونه یې ونړول، خو دا چې دې پکې په ډیر بد ډول له منځه لاړ، ددې تصور یې نه وکړی.

نه پخلاینه دحکمتیار شعار وو، خو کله چې به وخت تیر شو بیا به یې کله کله ناوخته سازش کاوه.

که حکمتیار ښه نیت درلورده، او که بد. خو دوه کارنامې یې تاریخ نه شي هیرولای: د روسانو د ماتې په ستر ویاړ کې کلیدي رول او د کارمل – رباني – مسعود د ستمي پلان شنډول.

زیاتره تحلیلګران دا وایې  چې اوس تر جګړې سازش ګټور دی، او دا د افغانانو دنده نه ده چې هر زبر ځواک مات کړي او باید له نړیوالو سره یو جوړ جاړی وشي، خو حکمتیار لا اوس هم په هماغه پخوانۍ طریقه روان دی. دی لا ژوندی دی او وروستې قضاوت به پرې تاریخ وروسته وکړي. خو که په ده کې د نه سازش په ځای د پر وخت سازش استعداد واې، افغانستان به ۱۸ کاله مخکې په ۱۹۹۰ کال کې د جګړې نه خلاص شوی وای .

مسعود: د کوچنیوالي عقدې د مسعود د ټول ژوند لوری ټاکه. دې یو جدي، زړور او باعزمه مبارز و، چې د خپل هدف د لاس ته راوړلو لپاره یې له هیڅ ډول سازش او معاملې نه مخ نه اړاوه. په کوچینیوالي کې چې به یې په فوټبال کې ماته وخوړه سبا به یې په پټه میدان له ډبرو ډکاوه، چې که دا نه شي ګټلای، نور هم باید پکې لوبه ونه کړي.

دکمونست حکومت پر ضد د جنګیالیو د صف ټوټه کول یې لومړنی کار و، دده دلیل دا و چې حکمتیار پیاوړی و او د چا نظر ته یې ارزښت نه ورکاوه.

ده هر چا سره سازش کاوه خو له افغان او مسلمان سره نه یې سازش نه کاوه. دده لویه فرضیه داوه: د افغانستان اکثریت خلک یو اسلامي حکومت غواړي، خو نړۍ دا نه غواړي، نه یې زغمي او نه یې پریږدي . نړۍ ددغسې نظام د مخنیوي لپاره یو چا ته ضرورت لري او ده ځان ده مقام ته تر ټولو وړ کاندید ګاڼه. دا چې د پنجشیر شریف خلک هم مسلمانان دي، نو هغوی ته یې ځان په اسلامي څیره کې ښوده، خپلو هغو قوماندانانو ته چې د اسلام په نوم یې له ځان سره ملګري کړي او د پیسو په زور یې ساتلي وو، ویل چې: جهان شما را با این ریش ها قبول نمې کند، ریشهایتان را کوتا، ولې کار ریش دار ها را بکنید. دا یې په ټول ژوند کې یې لار وه چې څه یې ویل په هغه یې باور نه و،

د امیر عبدالرحمن کیدو هیله ورسره وه چې ټول نظامي قوتونه منحل کړي او هیڅ مخالف سر اوچتولو ته پری نه ږدي. تر جګړو وروسته هر فاتح غواړي، چې ټول نظامي قوتونه منحل کړي خو دا هغه څوک کولای شي چې تر نورو ډیر زور او داخلي او بهرني امکانات ولري، خو دې د یوې تنګې جغرافیوی سیمی راوتې او ټوله تکیه یې په بهرنیانو وه او هغوی هم ځکه دې ټاکلی و چې بې ثباتي راولي نه هیواد شموله نظام. مولوي خالص ته یې خپل موقف ویلی و چې( اګر مه انحصار نه خواهم، حکمتیار همه را از بین مې برد)، خو مولوي خالص تر ده هوښیار و او ورته ویلي یې وو چې ددې لپاره ته ډیر کمزوری یې، که نه زما دوه قوناندانان هر یو حقاني او عبدالحق تر تا ډیر پیاوړي دي، او که انجنیر محمود او نور ورسره  شي ، لا پیاوړي کیږي، خو افغانستان کې اوس انحصار نه کیږي، خو مسعود هغه څه کول چې بهرنیانو ورته ویل او ځکه یې د کورنیو جګړو اور ته تر پایه دوام ورکړ. 

د جاسوسۍ په بوی پسې به ته او په دې برخه کې د متخصص تر کچې اوچت و. ده دا کمال درلوده چې بیلابیلو اړخونو ته ځان د هغوی په شان وښایي: فرانسویانو به ویل مسعود یو دموکرات دی، شراب څښي او د بنسټ پالنې دښمن دی. روسانو تر کارمل هم خپل وفادار  سړی ګاڼه. امریکایانو هم تر ټولو نورو قوماندانانو دده تنخواه لوړه ټاکلې وه. خو ددې ټولو سره سره کله چې د اخوانیانو یو مهم مشر عبدالله عزام پنجشیر ته ورغلی و، مسعود یې یو نابغه اخوانی او مسلمان مبارز ګڼلی و، دا بیا وروسته د عبدالله عزام شاګرد اسامه و چې پوه شو مسعود ددوی نه بلکې ددوی پر خلاف روزل شوی دی.

دده انحصارغوښتنه په یو ډول له دې راټوکیدلې وه، چې ده ځان د حکمتیار په مقابل کې د مقابلې جوګه نه ګاڼه، نو ځکه یې له هر امکان نه ګټه پورته کوله او دده په وینا دحکمتیار د انحصار پر ضد یې جګړه کوله.

له کارمل سره یې دا ورته والی درلوده چې د افغانستان او افغان له ویاړونو سره یې هیڅ ډول روحي تړون نه درلوده او د قدرت له پاره یې افغانستان په هر چا، هر وخت په ناڅیزه بیه پلوره، خو شخصي تقوااو په کورني ژوندکې پاکي یې ترکارمل برتري ده. دې په شخصي ژوند کې مودب سړی و، خپلو مخالفینو سره یې هم مخامخ بد چلند نه کاوه. او روسانو ته یې هم ویل چې که مرسته راسره کوﺉ، تاسو به هم له اسلامي جنګیالیو بچ شﺉ، او که نه یې کوﺉ زما تر ماتې وروسته به مسلمانان په تاسو پسې مسکو ته درځي. دې د کارمل په شان د روس په پښو کې نه لویده خو د روسي مرستو په بدل کې د افغانستان هومره تباهۍ ته تیار و څومره چې کارمل و.

کله چې امریکایانو په افغانستان د یرغل تابیا کوله، نو د سي. أی. ای کارپوهانو ډیر افسوس وکړ چې ددوی یو ډیر پخوانی دوست مسعود ژوندی نه دی، که نه هغه اوس ډیر په کاریده. امریکایایان بې ځايه وار خطاوو، مسعود تر ځان وروسته داسې ډیر داسې کسان روزلي وو چې د هر بهرني په کار شي. هو دوی د افغانستان د پلورلو سودا په داسې حال کې وکړه چې امریکایي تر خپل هلیکوپتره راښکته قدرې هم نه شو او دوی ورسره د څه لیکلو پرته د مفتو سودا وکړه، کله چې ترې نورو (همسنګرانو) د اعتراض په ډول وپوښتل چې کم از کم یک سند خو باید از امریکا مې ګرفیم که ما را تا مدت زیاد در قدرت بماند، مارشال ورته وویل( طالب باید توسط امریکا زده شود همین کفایت میکند). دوی مسعود داسې روزلي وو چې یوازې ضد یې باید پوره شي. دا مهمه نه ده چې پرویز مشرف دوه هوایې ډګرونه په ۳۰ میلیارده پلوري او دوی ټول هیواد په ۷ میلیونه.

له پورتني ترخه بحث نه باید افغانان یو درس زده کړي:  د قدرت انحصار غوښتنه په هیڅ صورت د حل لار نه ده او که تاسې د امین او حکمتیار په شان ځواکمن هم شﺉ، مخالفین به مو د کارمل او مسعود د شاګردانو په شان روس او امریکا راولي، خو له خپل ضد نه به در تیر نه شي.افغانان باید په پای کې د زغم کلتور را خپل کړي.

تبصره نسته

  1. زما تر ۳۰ زياتو كلونو ځوريدلي قومه ! قورباني تا وركړي .دوخت هرتيري كونكي نيواك ګر تامات كړ . خو هغه كړي هوډ دنورمات كړه . چه مو پدي اتفاق كړي چه مونژ به نفاق نه پريژدو كنه دنوروبدبختيو انتظار كوي اوبيابه ارمان كوي خو وخت به تيروي .اوده راتلونكي نسلونو مسوليت به هم ستاسو په غاړه وي

  2. لومړی : په هیواکې جګړه داسلان اوکفرترمنځ روانه ده
    دویم : جګړه پخپل منځ کې دناپوهی له کبله دپښتنوترمنځ روانه ده
    درېیم : په هیوادکې داکثریت پروړاندې اقلیتونه راپورته شوي دی
    څلورم .: په لراوبره پښتونخواکې جګړه په نړیواله کچه دپښتون قوم دمنځه وړلوپه موخه روانه ده اودهیوادا قلیتونه دپښتنولومړي دښمنان دي اودبهرنیوقوتونوپه مرسته پښتون ورکوي .

  3. It is very sad to say that the Afghan leaders of the past three decades have had any leadership qualities. Except Hekmatyar, I believe all of these leaders mentioned in your writing were selfish peopl. Amin, Karmal, and Massoud came by force, not by the choice of people, and they will never get respect of Afghans. The misery of Afghanistan is actually ingrained in failled leadership of Mr. Taraki, Ameen, Karmal, and Massoud. Although many Afghans are unaware of the socioeconomic global affairs, but certainly stand behind their leaders if the leaders really have some qualities, and the interest of Afghans in their mind. The reality of Mr. Taraki, Ameen, Karmal, Najeeb, and Massoud is nightmare for all of us. It is better not to mention it even to our next generation. All these your so-called leaders have done whatever was in their uncontrolled power. It is very unfortunate that the writer trying to distinguish between oranges and apples. Everone know that Ameen or Karmal and others are not the same , but what matter for us as Afghans is not their ideal dream, but what they have done to these innocent Afghans who want to live a peaceful, respectful, and dignified life. I believe that you are forgeting that all of these Khalqis and Parchamees, and the Mujahilin are responsible for the same crimes during their reign. ,

  4. Mr. Zadran, the minorities or the outsiders are not your enemy. What is our enemy is our mentality and inability to form our life. During the reign of Mr. Zahir Shah, we were rulers, and we were living side by side in a repectful way. What got us destroyed is the failled leadership of Afghan Bulsheviks, and Mujahilin.

  5. سلامونه د لر اوبر ښايسته ويب پاڼي ښايسته کتونکو اوکارکوونکو نو څه ووايم که ښه دي خز لا دا حکمتيار صاب ښه دي

  6. ډیره رښتینې او ژوره لیکنه ده د لیکونکې په ذهنی او قلمې استعداد دی برکت شې او ټولو پښتنوته ﺉ د لوستلو بلنه ورکوم . وسلام

  7. ښه لیکنه ده، زه دومره ویلای شم چي پښتنو ته پکار ده چي په سړو مغزو چورت وَ وهي او له پخوانیو ناکامیو دي لوست واخلي او اوسنۍ ادراه دي جوړه کي. ښاغلی کرزی زموږ وروستنۍ هیله ده، موږ ته پکار ده چي ملاتړ یې وَ کوو، او که دَ نیمګړتیاو په ورکولو کښې مرسته ورسره وَ کوو.