کور / د ډيورنډ کرښه / د منځنۍ آسيا لار به ناټو ته د پلاسنتا حيثيت ولري

د منځنۍ آسيا لار به ناټو ته د پلاسنتا حيثيت ولري

کله چې څلور مياشتې وړاندې روسيې په ګرجستان يرغل وکړ او ګرجستان ته يې داوښودله چې لا اوس هم روسيه پخوانۍ جلا شوي جمهوريتونه له ګونډو لاندې کولى شي نو د روسيې او د اروپايي ټلوالې او امريکا اړيکې ترينګلې شوې ، خو کله چې د ناټو اکمالاتي کاروانونه د پېښور په رنګ روډ او خيبر دره کې د طالبانو تر بريد لاندې راغلل او طالبانو ورته په سلګونو موټر وسېزل نو دا جوته شوه چې اوس هم پاکستان له طالبانو او ترهګرو لويه ګټه پورته کوي او پاکستان غواړي چې د ناټو اکمالاتي توکيو د تېرولو په بدل کې بل لوى امتياز ترلاسه کړي .

کله چې درې ورځې مخکې د پاکستان د اردو جګ پوړي جنرال عاصم علوي ته چلوټه جوړه او په پېنډۍ ښار کې په ګوليو سورى سورى شو، نو څرګنده شوه چې د پاکستان د پوځ دوه لوړپوړي جنرالان چې يو يې کېداى شي د ISI پخوانى مشر جنرال حميد ګل وي د طالبانو سره پټې معاملې لري، او طالبان دهغوى په قوماندې سره د شمالي وزيرستان نه رابهر او د شمشتو او چراټ په غرونو کې له روزنې وروسته په دې ګمارل شوي تر څو په پېښور ښار او خيبردره کې د ناټو اکمالاتي کاروانونه تر بريد لاندې راولي او د افغان سوداګرو ، ديپلوماتانو او شخصيتونو تښتول پيل کړي چې بېلګې يې د عبدالخالق فراهي، عبدالحق دانشمل او د ماليې د وزير د ورورتښتونې او د پېښور په رنګ روډ او خيبر دره کې د سوونو کانټېنرو سېځل دي، خو د خوند خبره داده چې د پاکستان ISI او پوځ جنرالان له طالبانو سره نېږدې اړيکې او معاملې لري، چې همدا خبرې دده د وژلو لامل شوې، اخوا د هندوستان د بمبۍ ښار د پېښو نه وروسته د هندوستان غاښ چيچى پاکستان ته د امريکا په لمسه پيل شوي او په دې نږدې ګانده کې به هند د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير باندې خپل ياسين پوخ کړي ، خو راځو اصلي مطلب ته هغه داده چې ددې پورته ټکو په نظر کې نيولو سره اوس ناټو غواړي چې روسيې او د منځنۍ آسيا هېوادونو سره خپلې اړيکې بېرته ښې او دا زمينه برابره کړي چې د ناټو اکمالاتي توکي نور ددې هېوادونو له لارې افغانستان ته ورسوي .

له همدې کبله دوه ورځې وړاندې د ناټو سازمان مشر ياپ دي هوپ شيفر د روسيې ناټو پلوې شورا رئيس ديميتري روګوزين سره وکتل، تر څو د دوى اړيکې له روسيې سره سمې چې وکړاى شي د ناټو راتلونکې لوژيستيکي ستونزې اوارې کړ ي .