پكتيا : لوبغاړو دوه د سرو زرو مډالونه راوړل
د آي ټي ايف تكواندو په هغو لوبو كي چي د هيواد د څلورديرش ولايتونو د ټيمونو لخوا په پلازمينه كابل كې په لاره اچول شوي وي پكتيا ولايت څلورم مقام تر لاسه كړ .
د غه لوبي چي د تكواندو آي ټي ايف د ملي ټيم لپاره جوړي شوي وي ، د پكتيا دري تنه ځوانان په دي و توانيدل چي ملي ټيم ته لاره پيدا كړي .
په دغو لوبو كي له پكتيا څخه ۱۴ ځوانانو ٰبرخه اخيستي وه ، چي دوه تنو د سروزو مډالونه يو تن د سپينو زرو مډال او پنځو تنو نورو يي د برونزو مډالونه لاس ته راوړل .
د همدي ځوانانو د تشويق په موخه نن د پكتيا والي په دفتر كي ځانګړي مراسم جوړ شوي وو ،
سلاكار وزير او دپكتيا والي د نوموړو ځوانانو ستاينه وكړه ، دوي ته يي ستاينليكونه وركړل او په نقدي مرسته يي وستايل .
د يادوني وړ ده چي په دي لوبو كي كابل لمړي مقام ، بلخ دوم ، د كابل (B) ټيم دريم او د پكتيا منتخب ټيم څلورم مقام تر لاسه كړ .
پكيتا والي ښاغلي همدرد وويل چي دي د ټولو ورشكارانو ملاتړ كوي او دوي ته بۀ د لوبو لپاره ځانګړي ډګرونه جوړ كړي ، او كه لوبغاړي و توانيږي چي مډالونه راوړي تر دي به يي زيات تشويق كړي او په ټينګه يي په هر ډګر كي ملاتړ كوي .