د بلخ مېرمن كولتوري ټولنيز بهير درېيمه غونډه وكړه

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2008


د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د ليندۍ په دېرشمه مېرمن كولتوري ټولنيز بهير درېيمه غونډه د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرگې په دفتر كې وكړه.

غونډه د طيبه مقدس لخوا د قرآنكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه چې د ويندويي چارې يې قمر نوري تر سره كولې.

د تېرې غونډې راپور ذهره ساپۍ ولوست او د روانې غونډې د راپور ليكنې دنده زرغونې پر غاړه واخيسته.

د غونډې په پيل كې ذبيح الله احساس د غونډې گډونوالو ته د بهير د اوونيزو غونډو په تگلارې لنډې خبرې وكړې.

ورپسې ذهره ساپۍ، طيبه مقدس، زرغونه، ملالۍ، ذهره او گلالۍ د غونډې گډونوالو ته په خپل وار شعرونه، لنډۍ او نثري ټوټې وړاندې كړې.

په پاى كې پرېكړه وشوه چې د بلخ مېرمن كلتوري ټولنيز بهير به د پنځلس ورځو پر ځاى اوونيزې غونډې د شمال د خلكو عنعنوي اصلاحي جرگې په دفتر كې د هرې شنبې په ورځ كوي.

همدا ډول پرېكړه وشوه چې د غونډې ويانده او راپور ليكونكې به په پرله پسې توگه درې غونډو كې خپله دنده ترسره كوي او بيا به نور دوه كسان ټاكل كېږي.

د راتلونكې غونډې لپاره گډونوالو دنده واخيسته چې د نثر د پيل لپاره به خپله پېژندنه په لنډ ډول ليكي او د يوې نثري بېلگې په توگه به يې وړاندې كوي.

Copyright Larawbar 2007-2024