زه، زه يم؟
زه، زه يم؟
_ اى اى دا څه كوې، ولې ولې اخر څه ګناه مې كړې ده، او مه كوه مه كوه، دا څه كوې جامې دې را څيرې كړې، مه كوه ولې مې كشوې، اى اى تا ته وايم، اوف، واخ مه كوه.
_ دا څه ډول بني ادم دى، خبرې هم نه كوي، تا ته وايم، وه وروره خبرې ولې نه كوې، كوڼ خو به نه يې؟ عجيب سړى دى، اى وروره! ايسته كړه، ايسته كړه. اوه دا د ټوپك خوله دې بلې خوا ته كړه هسې نه چې درنه وويشتل شم، اوف ليرې كړه دا ميل بلې خوا ته ونيسه، وۍ وۍ د كلاشينكوف قيد هم وهل شوى دى، خداى ته وګوره ليرې كړه، دا ټوپك دې بلې خوا ته ونېسه، خداى مه كړه ځان يا ما پرې ژوبل نه كړې، ايسته كړه ايسته كړه، دا څنګه سړى دى، هېڅ خبرې نه كوي، په ژوند مې داسې سړى نه دى ليدلى، هېڅ هم نه وايي.
اى تا ته وايم اورې كه كوڼ يې؟
_ واخ، واخ، مه كوه اوف، ولې مې وهې، څه ګناه مې كړې ده، واخ مړ دې كړم، مه كوه، د ټوپك قيد ووهه، بيا كه مې پرې وهې هم، هسې نه چې دواړه په يوه ټوپك مړه شو، واخ مه مې وهه، واى، واى، دا څه كوې، مه كوه غاړبوجن دې كړم.
_ عا عا عا. . . عا. . . عا عا عا. . .
اوف، اوف
دا څه رقم بنيادم دى، چې څه ووايم هم وهي مې، چې چوپ شم هم وهي مې. چېرې مې بيايې، عجيبه ده هر څه يې چې زړه وغواړي هغه كوي بيا مې چېرته بيايې، اوه څومره سخته ده چې ستا زړه نه وي او بل څوك دې په زور كشوي اخر چېرې مې بيايې، نور لا څه غواړې، پيسې خو يې لا د هوايي ډګر په لاره كې رانه پووړې، نور نو څه غواړي؟_ واخ واخ مه كوه، نو وهې مې ولې؟ دا دى پخپلو پښو درسره روان يم مه كوه مه مې وهه، اوف مړ دې كړم، زما دې د غم چكر شي چې خپل وطن ته راتلم، واخ ملا مې، ملا مې. . .
دا يې چېرې رواستى يم، دا خو لكه چې كوم حكومتي دفتر دى دا د مېز شا ته ناست سړى شناخته (پېژندوى) مالومېږي، كوم ځاى مې ليدلى دى، چېرې مې ليدلى دى.
اوه نه پوهېږم چېرته مې ليدلى دى، حتماً مې ليدلى دى، د هغه هم همداسې كونډۍ ږيره وه، په كاغذونو لګيا شو، څومره په دقت ورته ګوري، لكه چې نه ورباندې پوهېږي كه څه بلا، څومره په كاغذ ورتيټ شو، نه نه په خط خو به حتماً پوهېږي، هغه دي اوږې يې ډكې دي، نه پوهېږم چې رتبه يې څه ده، حتماً جنرال دى، لكه چې كاغذ يې ولوست، شونډې خوځوي چې سر راپورته كړي حتماً يې پېژنم، څه څه كه يې وپېژنم كه نه، اوس مې كه خداى كول كار كېږي او له دې ټوپكوالې بلا مې خلاصوي، اوهو هغه دى څه ورته وايي، فكر كوم كنځي يې، ورته وايي چې دا غريب بېګناه دې ولې را وستى دى، ودرېږه اوس به يې ورته وښيي چې يو من اوړه څو پتيرې كېږې، ما خو چې هـر څومره زارۍ ورته كولې نه يې اورېدلې، لكه چې ډېر ورته په غوسه دى، بېچاره وسلوال څنګه غلى ولاړ دى، لكه چې ځواب نه لري، هغه به ورته وايي چې دا دې په څه ګناه راوستى دى، دى خواركى به نو څه ورته وايي چې څه ګنا يې كړې ده، وروسته له شلو كالو خپل وطن ته راغلى دى او د خپل كور پوښتنه يې كړې ده، دا خو نو چندان ګناه نه ده.
نه پوهېږم هسې نه چې دلته دا ګناه وي، دا يو نه بخښونكى جرم وي يوازې يو خداى پوهېږي.
دا خو ما ته ګوري، سترګې يې ولې داسې راوتلې دي، بس بس ومې پېژاند، نه نه خداى دې نه كړي چې هغه وي كه هغه وي نو بيا؟
نه نه هغه دلته څه كوي، زه هم عجيب ساده سړى يم، په هر سور ږيري د ملا شاه ګل ګومان كوم، نه نه دا هغه نه دى، يا خدايه كه هغه هم وي، ته يې بل څوك كړې، يا خدايه يا خدايه هغه هم كونډۍ ږيره لرله او دا هم، هغه ډېر ټيټ او دا مالوم نه دى په چوكۍ ناست دى، سترګې خو يې د هغه غوندې تنګې دي، نه نه دا هغه نه دى د هغه پكول پر سر و او دغه سمه دريشي اغوستې ده، نيكټايي يې هم تړلې ده، اخر جنرال دى، د حكومت سړى دى، دا حتماً زما غم خوري، له دغه وسلوال نه زما پيسې بيرته اخلي او زما د وهلو ټكولو او سپكاوي پور هم پې ږدي. بس د كور او ماركېټ خبره هم ده ته كوم او هغه بل وسلوال چې زما پر كور يې خېټه اچولې ده، هم ورته ښيم، اوه دا په ما څه شوي دي، ړوند يم كه څه، هسې نه چې دا هغه وي ډېرې نښې يې د هغه دي، خو هغه ټيټكى و او دا مالوم نه دى ځكه د مېز شاته ناست دى، هسې نه چې دا هغه وي، دا د حكومت سړى دى، د يوه حكومت سړى د خلكو كور نه نيسي او كه د چا په كور كې هم واوسي، بيا نو داسگې چلند نه ورسره كوي، لكه هغه چې له ما سره وكړ، نه نه دا سم سړى دى، دا ما ته ګډ دى كه څه؟ نېغ نېغ خو راته ګوري، دا سترګې يې څنګه راايستلې دي ډېر په غوسه دى، چې دا به په چا په قهر وي، وۍ دا خو را ولاړ شو لكه چې هغه دى، اوه اوه هماغه دى، اوس به څه كړم.
_ څه كوې؟ څه كوې؟ ولې ولې مې وهې، مه كوه دا څه كوې اى وروره ټوكې خو به نه كوې، زه څه درته وايم، زما خبرې نه اورې؟ ته هم كوڼ يې؟ اوف مه مه واخ مه كوه، مړ دې كړم، اوف مه مه، زما خبره واوره، دا څه رقم سړى دى، غوږ ونيسه څه درته وايم، زه، زه يم، مه كوه زه هغه نه يم چې تاسې پسې ګرځئ، زه يم، واوره زه، زه يم.
مه مې وهه، واخ، هه هه هه هه. . . هه. . .
وۍ. . . وۍ مه كوه، توبه مې ده، كور نه غواړم، نه يې غواړم، كور دې ستا وي اوه. . . ما يوازې د كور پوښتنه كوله، چې په جګړه كې وران شوى كه جوړ پاتې دى، نه يې غواړم، توبه مې ده ما پرېږدئ چې خپلو اولادونو ته ورشم، اوف ولې ولې،مه مې وهه ماركېټ؟ نه نه ماركېټ دې هم ستا وي، هغه قباله به ستا تر مخ وسوځم، نه نه هېڅ شى نه غواړم.
هغه خو وران شوى دى، اوه نه نه نه ما نه دي ويلي چې تاسې وران كړى دى، خوله مې دې ماته شي، واخ مه كوه.
اوبه راكړئ، تږى يم. اوه، اوبه، اوبه.
دا په ما څه شوي دي؟ دا ولې څه نه اورم؟ لكه چې د كلاشينكوف د قنداغ هغه اول ګوزار چې د غوږ خوا ته ولګېده كار كړى دى، دا څه سره وايي، زما په باره كې خبرې كوي، اوه دا غوږ مې ولې لوند دى، اوه وۍ وۍ دا خو وينې دي وينې.
هېڅ نه اورم يوازي غرهار دى، چې د ټانكونو دي، كه د ټوپكو ډزونه دي؟ اوه هېڅ نه پوهېږم، كه د قوماندان غږ دى؟
اوف اوف غوږ مې، اخ لكه چې نشته، اه دا زه چېرته يم، دا څه كوي، اوه دا ګوره، ټوپك ته مرمۍ تېروي كه څه كوي.
له دا بل سره يې لكه چې جنجال دى، نه پوهېږم دا ولې داسې سره برګ شول لكه چې زما پر كور او ماركېټ يې سره جنګ دى، وګوره يو عادي ټوپكوال په جنرال وربلوسي، اوه زه هم عجيب سړى يم، اخر انسانان دې ولې داسې سره خوري اوه نه مې لورېږي، چې دوه انسانان د يو بل وينو ته كښېني.
واخ ملا مې، واى واى پښتۍ مې، اخ لكه چې ماته ده ها؟
واخ واخ ټول وجود مې درد كوي اخ دا ولې؟ په اصل كې زه پخپله ملامت يم ولې مې خبرې وكړې، ولې مې ځان ورته وښود، چې زه څوك يم او د كوم ځاى يم؟ ولې مې خپل ځاى ورته وښود.
اوه دا زه چېرته يم؟. . . زه څوك يم؟ د كوم ځاى يم؟
زه، زه يم؟ نه نه زه، زه نه يم، زه. . . زه. . . زه. . . اه. . . زز ز. . . زه. . . زه نه يم. . . . ز ز ز. ز. . . . ا ا ا. . . او. . . اوبه. . . او. . . اا. . . اوبه. . . اا. . . .
كابل وزير اكبر خان مېنه
5/8/1382