غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 21st, 2008


دخولي مي آه راوزي پاس تر اسمانوپوري ځي
دخيال تعبيرمي دليلادشنوخالوپوري ځي


سپوږمي راټيټه شي دقهره تکه سره غوندي شي
خبش ياران موبدخشان دسرولالوپوري ځي


هادچنارلاندي په کټ کي باباجان ويده دي
لنډيږي څانګي يي ترلرووطنوپوري ځي


زندان دميني يي په زړونوکي جوړکړي راته
جانان زمانه خداي زده بيادڅوکالوپوري ځي


دمخ په باغ کي ددتک سره ګلابونه څه دي!
دزړګي ويني مي دستاتراننګو پوري ځي


نسيم ليوال خوپه مودومودوليواله دي ستا
که اجازه وي يوځل بياستايادګروپوري ځي


2008/12/20


دديم شپه مياخيلوکلي

Copyright Larawbar 2007-2024