سوړ ژمى او د اولس درنې ستونزې
شك نه شته چې په طبعيت كې پراتې پديدې يو له بل سره نږدې او ځيني وختونه نه شليدونكي اړېكې لرې،په طبعيت كې طبعي بدلونونه هغه څه دي چې انسان بايد ورته د منلو سر ټيټ كړي په بله خبره كه انسان وغواړي او يا هم ونه غواړي ځيني تغيرات په طبعي توګه په طبعيت كې روان دي د مثال په ډول د كال څلور فصلونه،پرته د نړۍ له واكمن ذات څخه بل داسې ځواك وجود نه لري چې ددې بدلونونو مخه ونيسي،د طبعي پېښو پر وړاندې به د وقايوي يا د زياتې مرګ ژوبلې د مخنيوي په موخه به پلانونه طرحه كيږي خو په كامله توګه يو موسم ته د تغير وركول يوازې او يوازې د لوى څښتن (ج) په واك او قدرت كې دي.
د نړۍ هر ملت او دولت په دې هڅه كې وي او دى چې د ژوند دهرې ستونزې سره مبارزه وكړي او بالاخره د ژوند ستونزې پرېنږدي چې پر دوى لاس بري شي د ستونزو پر وړاندې په قوي عزم او ارادې سره مبارزه رښتيا هم د قوي ارادې څښتنان كولى شي،افغانان چې پوره ډېره ترخه موده د جنګ او جګړې بلا په خوله كې اخيستي بيا هم توانيدلي چې ستونزو ته ځانونه تسليم نه كړي او په ډيرو سختو شرايطو كې د ستونزو سره مقابله وكړي،د ستونزو سره په قوي عزم مبارزه د افغانانو په وجودونو كې اغږل شوي خميره ده خو بيا هم ځينې داسې ستونزې وي چې انسان يې په يوازې ځان سره ځواب نه شي ويلى،د بېلګې په توګه په ټولنه كې د فقر ،غربت او بيكارۍ ستونزه هغه څه دي چې انسان يې په يوازې ځان مقابله نه شي كولى بلكې هر اړخيزې او ټوليزې مبارزې ته اړتيا لري.
كه له يوې خوا په افغانانو باندې جنګ او جګړې د فقر او غربت اسمان را ټيټ كړى نو له بلې خوا دولت هم نه دى توانيدلى چې زمونږ ځوان قشر چې د پوره انرژۍ څښتن دى د بيكارۍ له ستونزې وژغوري،د بيكارۍ په وجود كې د انسان بچيان د لوږې له ستونزې سره مخامخ كيږي ،كله چې د چا بچيان وږي شي نو طبعي ده كه ډير ښه سړى هم وي نو د خپلو بچيانو د ګيډې د مړولو په موخه ډول ډول جرايمو ته مخه كوي.
دا مهال چې ساړه ژمي خپله ساړه سيلۍ زمونږ د كړيدلي او ځوريدلي اولس پر ستونې ښخه كړي نو طبعي ده چې زمونږ هيوادوال او په ځانګړي ډول هغه راستانه شوي افغانان چې ځمكې يې د معتصبينو له لورې نيول شوي له ډول ډول ستونزو سره لاس او ګريوان دي،دهغوى ګلالي او معصوم بچيان د ژمي په دې ساړه هوا كې شپه او ورځ د شنه اسمان د چتر لاندې تيروي،هغوى خپلې معصومې خولې او لاسونه د لوى خداي (ج) په دربار كې خلاصې كړي او پورته كړي،هغوى له خپل حقيقي مالك څخه عدالت او انصاف غواړي ،دا هم بايد پټه پاتې نه شي چې څښتن تعالى (ج) هرومرو هغوى ته عدالت وركوي او تل د مظلوم حق له ظالمه اخلي.
له بلې خوا كه وكتل شي د غربت او فقر د ستونزې تر څنګ د هيواد په بيلا بېلو ښارونو كې د اجناسو قيمتونه دومره لوړ شوي چې اخيستل يې د انسان له توانه وتلى كار دى،په هيواد كې د ازاد بازار شتون تاجرانو او دوكاندارانو ته ددې موكه وركړي چې جنګ او فقر ځپلى ملت د قيمتۍ پر پڅه چاړه حلال كړي،دوى ته خپلې شخصي ګټې د ملت له هر بچي ،كونډې،يتيم او معيوب لوړي دي،د هغوى بچيان د ډېرو خواړو له امله په تكليف دي او د ملت خوار بچيان د وږې ګيډې له امله خوب نه شي كولى،دولت هم دې حالت ته ګوته په خوله ناست دى په دې دليل چې د چارواكو بچيان نه د ژمي ساړه سيلۍ وهي او نه هم د كوم ډول لوږې سره مخامخ كيږي،كه د ازاد بازار مانا په پڅه چاړه د ملت حلالول وي نو ملت هيڅكله هم دې بازار ته نه دى تيار او نه به هم دا ازاد او بې كنتروله بازار خورانو او غريبانو ته كومه ګټه ورسوي.
د اولس هيله هم له دولت څخه داده چې لږ تر لږه دې د ملت بچيان د لوږې له بلا وژغوري داسې پلانونه دې په كار واچوي چې له يوې خوا ملت او ددوى بچيان له لوږې وژغورل شي او له بلې خوا يې د ساړه ژمي ساړه سيلۍ له ستونزې تېر نه كړي.همدا ډول تاجرانو او دوكاندرانو وروڼو ته هم لازم دي چې د خپل ايماني او افغاني مسووليت له مخې د خلكواقتصادي ستونزې او مشكلات په پام كې ونيسي ،ددې تر څنګ هغه شتمن چې خداي (ج) ډېره شتمني وركړي ورته ښايي چې د خپلو لګښتونو كچه راټيټه كړي او همدا ډول له خپل خوار او مظلوم اولس سره د خپلې شتمنۍ هغه برخه شريكه كړي كومه چې د غريبانو حق دى او په وركړې سره يې خپل مال او دولت پاك او حلال ګرځي.همدا ډول هغه ډونرې موسسې او اينجوګانې چې د افغانانو سره د مرستې په نامه فعاليت كوي بايد د هغې چا غم وخوري كوم چې د ژمې په دې ساړه سيلۍ كې له ډول ډول اقتصادي او روغتيايي ستونزو سره لاس او ګريوان دي.