پښتني دود

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


تاسو تیری مه کوی ، مونږ خپلواکی غواړو
د ازادۍ سره تل ، دود پښتنې غواړو


زاړه واړه او ځوانان ، به ټول فکرونه وکړو
د خپل وطن په خاطر ، به نوښتونه وکړو
ټول په مرکز به یو ، مونږ اتڼونه وکړو
د ګاونډی ملکونو ، سره دوستې غواړو
د ازادۍ سره تل ، دود پښتنې غواړو


د د وستۍ مزی ټینګ کړی ، په دوشمنۍ څه کوی
نفاق دی کډه واخلې ، په تربګنۍ څه کوی
بې اتفاقې په ملک کې ، په بدمرغی څه کوی
ورونو قامونو سره ، مونږ ورورلې غواړو
د ازادۍ سره تل ، دود پښتنې غواړو


راځۍ چې یو شو ورونو ، دا د بابا«۱ » وینا ده
قا می وحدت حاصل کړو ، دا د لالا«۲ » وینا ده
ژبه د قام نښه ده ، دا د دادا«۳ » وینا ده
د نورو ژبو سره ، مونږه سیالې غواړو
د ازادۍ سره تل ، دود پښتنې غواړو


ذهن غلام دې ورک شې ، قام ته خدمت نه کوی
نسیمه ګوره ورته ، ژوند د عزت نه کوی
اعتبار په ته ونکړی ، دی حرکت نه کوی
ذهنې غلام لره مونږ ، دا ازادی غواړو
د ازادۍ سره تل ، دود پښتنې غواړو



۱ ) ارواښاد خان بابا عبدالولی خان ( لا به یو کیږو کنې ورکیږو)
۲ ) خان محمدافضل خان لالا (پښتون قامی وحدت زمونږ قانونی حق دی )
۳ ) ارواښاد ډاکتر کبیر ستوری (چا ويل تش د پوهیدو نښه ده ژبه د قام د پيژندو نښه ده )

Copyright Larawbar 2007-2024