ورځپاڼو ته کتنه

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د امریکا د حکومت او څارګرو ادارو په حواله  لیکلي دي چې له پاکستان نه د ترهګرۍ په خلاف په جګړه کې راضي ندي.

ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل مطلب کې د هلمند د قومي مشرانو او جهادي مشرانو دا غوښتنه راغستې چې د وسلوالې دلې دې د خبرو اترو له لارې شته ستونزې هوارې کړي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملي شورا فعالیتونه څیړلي او پوښتلي دي چې په تیرو دریو کلونو کې ملي شورا څه وکړل.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د ملا محمد عمر د سولې په هغې طرحې تبصره کړې چې سعودي عربستان ته سپارل شوې او پکې له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او پر ځاې يې د اسلامي هیوادونو د پوځونو د ځاې پر ځاې کولو غوښتنه شوې ده.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دا ګیله راغستې چې د پاکستان امنیتي چارواکي د افغان سفیر د خوشې کولو لپاره کلکې هڅې نه کوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د اداري فساد په وړاندې روانه مبارزه او د هغې په وړاندې شته ستونزې څیړلي دي.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک دې اټلک ته ځانګړې کړې چې ولس مشر کرزې به د بهرنیو میلمنو په لاس د افغانانو د وژنې، اداري فساد، بې کفایتیو او بالاخیره د هر څه په اړه به څه فکر کوي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د واورو په ورښت بحث کړې او پدې ترڅ کې خلکو ته ورپیښې ستونزې څیړلي دي.

ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې چې پاکستاني طالبانو دوه افغانان د جاسوسۍ په تور وژلي دي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کندهار د نوي والي ټاکلو ته په اشارې لیکلي دي چې ولې یو کاناډايې تبع د والي په توګه ټاکل شوې دې.

ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې دې چې ولس مشر کرزي دولس پاکستاني بندیان له قیده ازا کړل.

په ورځپاڼه کې د تاریخ تیرو درملو د سوداګرو په وړاندې د حکومت چلند ته هم ګوته نیول شوې او پوښتل شویدي چې ولي دوې ته سزا نه ورکولې  کیږي.


د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د نورو دیرشو زرو سرتیرو د استولو لپاره د امریکا په وروستۍ پریکړې تبصره کړې او هغه يې د اوسنیو امنیتي اړتیاو ځواب بللې دې.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې لیکلي دي چې د هیواد رسنۍ باید ملي ګټو ته درناوې وکړي.


د پیمان نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د جک جمهوریت د سرتیرو د ماموریت په اړه ددغه هیواد د پارلمان وروستۍ پریکړې ته په اشارې لیکلي دي چې ایا د جک وتل له افغانستان نه د ناټو د نورو غړو د وتلو پیلامه خو نده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې  په افغانستان کې د اداري فساد په  ستونزې تبصره کړې او پدې ترڅ کې د ولس مشر کرزي وروستۍ څرګندونې څیړلې دي.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې دا پوښتنه کړې چې په افغانستان کې د جنګ د پاې ته رسولو لپاره کومه لاره موثره ده جنګ او که سیاسي معامله.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم د دولت او طظالبانو ترمنځ د سولې په خبرو تبصره کړې او پدې اړه يې وروستي پرمختګونه څیړلي دي.

په ورځپاڼه کې دا هم لیکل شویدي چې د پاکستان ولس مشر به د راتلونکي میلادي کال په لومړیو کې افغانستان ته سفر وکړي.

Copyright Larawbar 2007-2024