جنوبي وزيرستان : امريکايي بې پيلوټه الوتکو ۷ تنه وژلي دي

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


روټرزپه سيمه کښي د عيني شاهدانو اوددولتي چارواکو له قوله ليکي چي امريکايي بې پيلوټه الوتکو په دوشنبه د ډيورنډپر پوري غاړه جنوبي وزيرستان په دوو راکټي بريدونو کښي اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

يو راکټ چي  واڼه ته څېرمه پر يو ګاډي لګېدلئ د څلورو تنو د وژلو سبب سوئ او درې تنه نور د دوهم راکټي بريد له امله چي پر يو څېرمه کلي لګېدلئ  وژل سوي .

د واڼه يو اوسېدنکي له قوله د وسلوالو د لوري جوابي ډزي هم اورېدل سوي دي ، د دغه اوو تنو په اړه لا تراوسه معلومات نشته چي طالبان دي، که ولسي وګړي .

د رويترز د راپور له مخي سږ کال نژدې ۳۰ ورته بريدونه پر جنوبي او شمالي وزيرستان تر سره سوي ، چي تر ۲۲۰ تنو پوري يې مرګ ژوبله اړولې ده .

د يو بل تازه خبر له مخي د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وايي چي نړيوالي ټولني پر پاکستان هومره چي ښايي کاپي فشار ندئ اچولئ .


هندوستان تور لګوي چي د پاکستان د لښکر طيبه وسلواله ډله د پاکستان له لوري تنظيم سوې وه څو د هندي عسکرو سره په کشمير کښي وجنګيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024