طالبان د درې برتانوي پوځيانو د وژلو ادعا کوي

د لراوبر اداره | دسمبر 22nd, 2008


د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي وسله والو کسانو يې تیره ورځ مازیګر مهال دهلمند ولایت دګریشک ولسوالۍ میرمنداب سیمه کي دبریتانوي عسکرو پر پلي ګزمه بریدوکړ.

د الاماره د خبر له قوله  په برید کښي چي داسلامي امارت دمجاهدينو له لوري دیوه کمين په ترڅ کښي تر سره شوي ، دري تنه بریتانوي عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر ټپیان دي .

طالب وياند وايي له برید نه وروسته د دښمن ګڼ شمیر چورلکي سیمي ته راغلي او وژل شوي او ټپي شوي بریتانوي عسکر يي له سیمي لیږدولي دي . د يادوني وړ ده چي په تېره اوونۍ کي په پرله پسې بريدونو کي برتانوي او ډنمارکي سرتيرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده ، د تير ماځيګر د پېښي په اړه ناټو ځواکونو مطبوعاتو ته څه نه دي ويلي .

Copyright Larawbar 2007-2024