کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دلرغون-پېژندني يو په زړه پوړي توکی وموندل شو

دلرغون-پېژندني يو په زړه پوړي توکی وموندل شو

په ٢٢ . ١١ . ٢٠٠٧ نيټه د   Nyedsavisen پنامه ډنمارکی ژبی ورځپاڼې ترلوړ سرليک لاندی يو مطلب ليکلې چی پښتو ژباړه ئی د مينه والو لوستونکو دپاره په لاندی کرښو کی وړاندی کوم :






 يوه ډله لرغونپوهان باوری دی چی دوی اوس هغه غار موندلې دی چيری چی يوی ښځينه زمرۍ د ايتاليا دپلازمينې يعنی د روم دښار بنسټ ايښودونکې رومولوس Romulus (٣) اودهغه ورور ريموس Remus ته هلته شيدی ورکړی او لويان کړيدې . 
        که چيری رښشتيا هم داهغه غار وی ، نو دا به په نړۍ کښې دلرغونپوهنې يو له خورا زياتو زړه راکښونکو موندنو څخه وشميرل شی . دا لرغونۍ توکۍ په روم کی هغه مغاره ده چی دانتيکې ( ډير پخوانې ، قديمې ) زمانې روميان پدی باور وه چی يوی ښځينه ( ماده ) زمرۍ د روم بنسټ ايښودونکې او ورور ئی ديوه څرګند مرګ نه وژغورل او په هغه غارکې ئی ددوی پالنه وکړه . 
      دمسيح دميلادنه وړاندی په ٧٧١ کال دمارس Mars  (٢) پنامه دجنګونو دخدای دوه غبرګولې بچيان چی رومولوس او ريموس نومول شويوه په يوه سبده کی کښيښودل شول او د    Tiber (١) په رود کی ور خوشی شول . دروايتونو له مخې دغه دوه ماشومان د Tiberinus پنامه درود مواضبت کوونکې لاسته ورغلل او هغه دوی د Palatinium غونډيو ته راوړل او هلته ئی په ياده شوی مغاره کښی ځای پرځای کړل چی وروسته بياهغه ښځينه زمرۍ پر پيښه او په خپلو شيدو ئی هغوی لوی اوددوي پالنه ئی وکړه . دهمدغی پالنې له برکته ماشومان له مرګه وژغورل شول . کله چی دوی لويان شول ، تقدير ئی دواک څښتنان ګرځوی او د روم دښار دبنسټ ډبره د رومولوس پلاس ايښودل کيږی . پدی وخت کی دښار دپاره دنامه دايښودلو پرسر د وړونو تر منځ په شخړه کی ريموس وژل کيږی او رومولوس يوازنۍ واکمن پاتيږي . رومولوس د روم دپاره Legion  ( دجنګی تشکيلاتو ټولګې . ژباړ )او Senat( دهغه وخت ښاری شورا . ژباړ ) جوړی او دنژدی قبيلو ښځی ئي راتښتولی ترڅو بچيان ئی د روم اوسيدونکي ښاريان شی . هغه مغاره چی د روايتونو سره سم ښځينه زمرۍ دغبرګوليانو وړونو پالنه ورپکښی کړيوه ، د روم دمتولوژۍ ( افسانوی روايتونو ) يوه برخه وګرځيدل . او په سلګونو کاله ورته عبادت اولمانځنه کيدله ، ترڅو د وخت په تيريدو او د مختلفوحالاتو په راتلو پخپله دمغاری ځای دخلګو نه هير او بيا بيخی ورک شو . ښځينه زمرۍ همدا اوس هم د روم د ښار سمبول ګڼل کيږی(٤) .
       دادی اوس دلرغونپيژندونکو په مټ نوموړۍ مغاره يوار بيا وموندل شوه . داضروري خبره نده چی دابه حتما هغه مغاره وی ، چيری چی د مارس غبرګولې ماشومانو د زمرۍ شيدی رودلې وی . مګر دا خو همهغه مغاره ګڼل کيږی ، کومه چی د روم لرغونو اوسيدونکو د يادی شوی مغاری په توګه منلې وه ، لمانځنه ئی تری کول او پرستله ئی . 
    لرغونې ليکنې ښئی چی نوموړۍ مغاره په Lupercale نومی ځای کښی )  د دغه ځای نوم د Lupa څخه اخيستنه کړی چی په لاتينی ژبه وښځينه زمرۍ ته وائی( او د روم د لومړنې قيصر اوګوستوس Augustus وقصر ته نژدی پروت دی . ويل کيږی چی دغه قيصر ( رومی شاه . ژباړ ) هغه مغاره په يوه سپين عقاب سره تزئين او ښکلې کړيوه . 
        دهمدغو نښو نښانو له مخی اوس دلرغونپيژندونکو لخوا دنوموړی قصر د ورانو کنډوالو تر څنګ پيدا شوی مغاره پخپله هم هغه مغاره ګڼل شويده . مغاره خو ددومره اوږدو کلنو په تيريدو سره ډيره ورانه اوتخريب شوی ښکاری . لرغونپوهانو هم لاتراوسه په ډاګه کړی نده چی دمغاری په اړه به وروستې حفريات او څيړنې په څه ډول ترسره کيږی . تر همدغه ګړيه دوی دکوچنيو کامرو پواسطه خپلې څيړنې مخته بيولې دی . 
دايتاليا حکومت دمغاری دبيا رغونې دپاره ديوه ميليون په اندازه تخصيص ورته ځانګړۍ کړيدی . 


                                                                                                                                      دژباړی پای 



دژباړونکی له خوا : 



(١) –  Tiber – د٣٩٠ کيلومترو په اوږدوالی دايتاليا په منځ کی رود د روم څخه له تيريدو وروست بحرته رسيږی ( په ځينوکتابونو کی Tevere ليکل شويدی ) . دا رود د وړو کښتيو دتګ راتګ د پاره وړتيا اواسانتياوی لری .
(٢) – Mars – لرغونو روميانو دجنګونو دخدای پنامه پيژندی . د مارچ د مياشتی نوم دده دنامه سره په تړاو  ټاکل شوی اوهمدارنګه دخلګو ډير ايتاليوی نومونه لکهMarcus ، Marcius , Marcellus     او نور دده په مينه ايښودل شويدی . د روميانو دمتولوژی له مخی ، دی دخدايانو په تثليث  ( Jupiter – Mars – Quirinus ) کي دوهم مقام لری .
(٣) – Romulus او Remus – په روايتونو اونکلونو کی راغلې دی چی دوی دواړه د مارس غبرګولی زامن دی او مور ئی Rea Silvia د Numitor پنامه درانسکور شوی پاچا لور وه . کله چی نوموړۍ پاچا د Amulius لخوا له تخته وپرزول شو . نوهغه دواړه تازه زيږيدلې وړونه په يوه سبده کښی د  Tiber رود ته خوشی کړل چی بيا وروسته لکه څنګه چی ياده شوه ښځينه زمرۍ خپلې شيدی ورکولې او لويول ئی . په ځينو مآخذونوکی راغلې چی دغو دوو وړونو دميلادنه وړاندی په


٢١ . ٤ . ٧٥٣ نيټه د روم دښار بنسټ کښيښود . او له همدغی ورځی نه لرغونو روميانو دخپلې کالشميرنې يا جنترۍ حساب پيل کړ . لدی نه وروسته د وړونو ترمنځ شخړه پيښيږی چی په ترڅ کی ئی رومولوس خپل ورور ريموس وژنی اود يوازنې واکمن په توګه د چارو واګی تر لاسه کوي . وايی چی نوموړۍ د ٤٠ کلنۍ واکمنۍ وروسته يوه زورور باد له ځانه سره اسمان ته وخيژاوه او بيابه چيرته مړ شوی وي . داسی افسانه هم شته چی ګويا دغه سړی په اخيره کی بيا د Quirinus پنامه دروميانو ديوه بل خدای په توګه را څرګند شويدی . 
داخو ټول هغه افسانوی روايتونه دی چی د روم دښار پيل بيانوی . مګرداسي تاريخی څرګندونی هم شته چی دغه کار به دميلاد نه پخوا په اتمه پيړې کی ترسره شوی وی .


 
 
 
 



(٤) – دهغی ښځينه زمرۍ په وياړ چی


Romulus او  Remus



غبرګوليانو وړونو ته ئی شيد ورکولې په ١٦ پيړۍ کښی 



دبرونزو څخه دغه جوړه شوی مجسمه د ايتاليا پلازمينې د 



روم ښار په يوه موزيم کی ساتله کيږی .
 
 



                                په درنښت . پوهنمل حاجی محمد نوزادی . ډنمارک