نوی غزل

عظیم ممتاز | دسمبر 22nd, 2008


 


ومه لېونی خو دومره نه ومه
زه د عشق نه مخکې څومره ښه ومه
ما ته به هم چا خواږه خواږه کتل
زه د يوې ښکلې لکه زړه ومه
ته چې څنګه وې هغسې پاته يې
زه چې څنګه يمه داسې نه ومه
ګل که ومه ستا به په اور بل کې وم
خاورې که وم، هم به ستا د وره ومه
نن مې ټکی هم سبق و نه وايه
خدای خبر چې بيا خپه په څه ومه



 

Copyright Larawbar 2007-2024