ایساف،پاکیستان او ایران د دوستانو په جامه کي دوښمنان دي

56 | دسمبر 23rd, 2008


کله چي د طالب چارواکو د واکمنۍ ټغر پر ټولېدو وو نو ډېری هغه افغانان چي طالیبانو به په یوه نه یوه بهانه ځورول،شکنجه کول او په بندمحکومول،دې ته ډېر خوشبینه وو چي ددې سرناخلاسه طبقې له ظلم او تېري څخه موږخلاسیږو،کله چي د طالیبانو څخه د واک واګي د ایساف په نامهْ نړیوال فوځي ځواک د زور او جهګړې له لاري واخیستې نو د نړیوالو پام دې ځپلي هېواد معنا افغانستان ته راواوښت،د اکثرو افغانانو په زړونو کي دا هیلي وغوړېدې چي زموږ زازه ترکې خاؤره او وطن به د بیا رغوني په زېور وپسولل شی،خو د وخت په تېرېدو سره نه یواځي داچي د تېر په څېر دا حماسي هیلي مړاوي شوې بلکې وحشي او پردي خزان تر خپل قاتل او تږي کومي زما د وطن د لکنو زامنو په شان تېر کړلو،ایساف ځواک که یوې خواته افغانیستان ته د دوست او خواخوږي په جامه کي راغلی دی نو وبلي خواته په عمل کي افغان دوښمنه کارونه او فعالیتونه اجراْ کوي،په روزګان ولایت کي د همدې ایساف د طیارو ړندې بمبارۍ چي په یوهْ کلي کي د وادهْ  د خوشحالۍ په ترڅ پر ښځینه او نارینه بې ګناه وګړو باندي وشوې چي له امله یې د زوم او ناوي په شمول ډلیْزه مرګ ژوبله واړوله

بل لور بیا په وارو وارو د همدي ایساف د مځکني فوځونو لخوا پر لویو لارو یا سړکونو باندي د سفر پر مهال موټر چلونکي په دي ګناه په ګولیو سوري سوري شوي دي چي دغه موټر چلونکي ولي د دوۍ د تېرېدو په وخت کي موټر له سړکه نه اړوي او یا یې اړخ ته نه دروي

د یوهْ عېني شاهد په وینا د ایساف ځواکونو اوس یوه بله نوي پېمخي پېل کړې ده هغه داچي کله چي د ایساف فوځونو ته په جهګړه کي مرګ ژوبله واؤړي نو د دوۍ دغه ژوبل شوي فوځونه دوۍ د دارو درملو یا علاج دپاره يې د باګرام په فوځي  هوايي اډه کي بیستر کړي،کوموخارجي فوځیانو چي په جهګړه کي د بدن غړي د لاسه ورکړی وي د دې د لاسته راؤړني دپاره بیا دا ډول انسان دوښمن تدابیر عملي کیږي،دغه د ایساف لوړپوړي چارواکي بيا خپلو پېده فوځونو ته امر ورکړي چي ورسیْ د سپارلۍ موټرونه په ډزو وؤلۍ په دې بهانه چي موږته په دې موټرونو کي د طالیبانو د شتون خبر راکړل شوی وو او بیا وروسته دغه ژوبل کسان ددې موخي دپاره درسره راپورته کړی چي موږ یې د انساني او بشري حقوقو پر اساس په باګرام فوځي اډه کي د دې اولسي وګړو درملنه کوؤ،کله چي دغه بې سرنویشته ژوبل شوي اولسي وګړي دلته د خارجیانو شفاخانې یا هسپتال ته راؤړل شي نو همدغه خارجي ډاکټران د پلان له مخي ددې بېوزلو افغانانو څخه د عملیاتو په ذریعه د بدن هغه مهم غړي لکه سترګه،پوښتورګی یا بوډکی او نور غړي باسي د کومو اړتیا چي د دوۍ ژوبل شوي فوځیانو ته پېښ شوي وي

بله لا داچي څه موده وړاندي یوهْ باوري هیواد وال راته وویل چي د کندهار په هوايي میدان کي ایساف فوځونه د مشین الاتو په ذریعه له مځکي څخه يؤ ډول مواد کشف کړي دي،چي د ورځي زرګونه کیلوګرامه دغه مواد له مځکي څخه دباندي راباسي،د دهْ په وینا چي دا هغه مواد دي چي په اېټیمي توکو کي کارول کيږي،چي د یوهْ کیلو بیعه یا نرخ يې د لکنو ډالرو په شمېر کي دی

د دې وړاندو شواهدو څخه داسي څرګنديږي چي ایساف ځواکونه او فوځونه د افغانیستان د رغوني او ثبات له غمه نه بلکې د خپلوشخصي ګټو او اغراضو لپاره راغلي دي نو چي خبره داسي ده نو ایساف هم زموږ د هیواد د ګاونډیو (پاکیستان او ایران ) په څېر زموږ ګران ټاټوبی افغانیستان سولي او کرارۍ ته له دې آمله نه پرېږدي چي د همدې ځپلي هیواد په نا آمنۍ او بې ثباتۍ کي د دوۍ ګټي او لاس ته راؤړني نغښتي او پټي دي،په بله اصتیلاح د ایساف یا نېټو فوځونه د پاکيستان او ایران په شمول اوبه خړوي ماهیان پکي نسي

قدرمنو افغانانو زموږ هیواد افغانیستان شونې نه ده چي تر هغو سولیْزه او کراره ورځ ومومي چي تر څومي د خپل هیواد زامن د بل پر مکرجنو اوږو ناست وي او د پردیو په لمسونه پخپل منځونو کي په بېلابیلو تپل شوؤ نومونو سره وژل کیږو،که ددې خاؤري طالب مري هم افغان دی او که ددې خاؤري ملي پولیس يا عسکر مري هم افغان دی نه پوهېږم چي دا ناترسه لوبه به تر کومه زما د وطن پر ویرجن انګړ روانه وي او نړیوال به یې تماشبین وي

حېران دې ته یم چي موږ ولي لا نه پوهېږو؟

تر څو به د بل آله کاران يو؟

تر څو به ورور د ورور د وینو تږی وي؟

تر څو به زموږ د هېواد پر فیضا د قتل،غارت،وحشت او بربریت توري تیارې خورې ورې وي؟

تر څو به دلته د علم او پوهي مشالونه د جهالت و ګړنګونو ته نسکور غورځول کيږي؟

ترڅو به دلته پر موږ د پردیو واکمني غالبه وي؟

تر څو به دلته خپل ته د بېګانه په نظر کتل کیږي؟

ترڅو چي مي د یوالي لاسونه سره ورکړي نه وي خپل منځي اختلافات مي تر پښو نه وي لاندي کړي خپلواکي او سوکالي نه شو موندای

د پردیو د لاس وهني لا سونه چي مو نه وي غوڅ کړي دا ارمان پوره کېدل ناشونی دی

راځۍ چي دقیق فکر وکړو خپل دوستان او دوښمنان وپېژنو !

Copyright Larawbar 2007-2024