کور / کتاب / په پښتو ژبه كي لومړۍ شهنامه چاپ سوه

په پښتو ژبه كي لومړۍ شهنامه چاپ سوه

احمد شاهي شهنامه چي د تعليقاتو سره يې د مخونو شمېره تر ۷۰۰ ډېرېږي، په ښكلي صحافت، كلكه پوښتۍ،په ۲۱x۱۴ قطعه پر سپين كاغذ  د زرو ټوكو په شمېر په كندهار كي د علامه رشاد اكاډيمۍ له خوا چاپ سوه .
دا پښتو منظوم اثر، چي د بيتونو شمېر يې  (۴۰۰۰ ) شا و خوا ته رسيږي، د مثنوي شكل لري او هره مصرۍ  يې، تقريباً اته او ندرتا نهه ً سېلابه لري  او ټول (۳۶) عنوانونه لري ، چي د پښتو ادب په برخه كي د قدر وړ زياتونه ده او همدا راز د احمد شاهي دورې د لومړيو (۱۶)كالو د پيښو په ړونولو كي، د دې دورې د تاريخ لوستوونكو ته  د يوې موثقي منبعې په توگه ، ښه او كټور اثر دى .
احمد شاهي شهنامه هغه منظوم كتاب دى، چي له نن څخه (۲۵۰) كاله شا و خوا وړاندي د غازي ستر ټولواك اعليحضرت لوى احمد شاه بابا (رح) (۱۷۷۲-۱۷۴۲) د پوځي كارنامو په باب ليكل سوى دى، او ناظم يې ( حافظ مرغزى) نومېږي، د دغي شهنامې يكړه نسخه پاته، چي د برټيښ موزيم  (B.M. or.4231) لمبر خوندي ده، دشهنامې دغه نسخه د فرانسوي جيمز ډارمسټټر په وسيله بريټش موزيم ته رسېدلې وه.
د كتاب ناظم  د وينا په اساس چي د شهنامې په ديباچه كي وايي، چي دلوى احمد شاه بابا (رح) په امر ليكل سوې ده:
چي فرمان د شهريار و
په زيبا ښكلي گفتار و
چې حافظ دې شهنامه كه
په جهان دې دا نامه كه
د دې نسخې كاپي د ۱۳۳۹ ش كال =۱۹۶۰ په حدودو كي كابل ته رسېدلې وه، پر دې كاپي ارواښاد علامه رشاد (رح) چي هغه وخت د كابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي استاد و، كار پيل كړ، د دغه پخواني متن پر ټولو تحقيق طلبو ټكو او موضوعاتو باندي پوره دوه كاله كار وكئ او په (۲۱.۸.۱۳۴۱ ) نېټه يې د شهنامې متن د بشپړو حاشيو او تعليقاتو سره پښتو ټولني ته و سپاره، په (۱۱.۳.۱۳۴۴) نېټه د پښتو ټولني  مسلكي جرگې خپل نظر د يوه ليك سره، چي دشهنامې تعليقات يې په غټوالي سره كږلي وه، علامه بابا ته راواستاوه.
چي وروسته علامه بابا(رح) د دې نظر په اړه په جوابيه ليك كي داسي ليكي :
” …. اوس په علمي جوامعو كي پر يوه تحقيق طلبه او پخواني متن باندي د تعليقاتو زياتول عام رواج لري او د تعليقاتو غټ والى او بشپړ توب په عيبو كي نه شمېرل كېږي، د مثال له پاره تاسي د حدودالعالم تعليقات و گورئ، چي د لندن نامتو عالم مينارسكي پر ليكي دي. د حدود العالم اصل متن اته اويا (۷۸) مخه او د هغه مقدمه او تعليقات څلور سوه څلوېښت (۴۴۰) مخه دي، …. “.
او د مسلكي جرگې له خوا د متن سره د سړويو، ځايو، قبيلو د نومونو د فهرستونو د زايدوالي او بې ځايه توب  په اړه علامه بابا (رح) د ليك په بله برخه كي ليكي :
” …. زه نه پوهېږم د هيئات غړو نوي كتابونه هم كتلي دي كه يه؟  اوس علمي ميتود دا دى، چي د ټولو تاريخي او تحقيقي متونو او كتابو په پاى كي د فهرستو ځانته برخه وي او په هغو كي اسماء الرجال، اسماء الاماكن، اسماء القبايل، دمضمونو، نقشو او تصويرونو فهرست او ماخدونه ټول ښوول كېږي، تاسي د مثال له پاره ايشياټيك سوسايټۍ چاپ كړى “تاريخ فيروز شاهي” وگورئ، پنځم توك يې يوازي فهرستونه دي .
د كابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي له خوا د چاپ سوي حدود العالم اصل متن اته اويا (۷۸) مخه دى، فهرستونه او اعلام يې يو سل و پنځه اويا (۱۷۵) مخه دي …. “
كه څه هم د پښتو ټولني د (۷.۶.۱۳۴۴) نېټې د ليك په يوه برخه كي د شهنامې د چاپ په اړه “… ښايي چي په لازم وخت كي چاپ سي … ”  ژمنه سوې وه، خو دشهنامې دغه خطاطي سوى او چاپ ته تيار سوى متن له بده مرغه د ځينو شخصي بدنيتيو له امله نه يوازي چاپ نه سو بلكي، خطاطي سوى متن له رسمي دفتر څخه ورك سو او څوك پوه نه سول چي ولي؟
پر احمد شاهي شهنامه باندي د ارواښاد علامه رشاد(رح) د كار د بشپړتيا (۱۹۶۲) تر وخته پوري د پښتو نورو فرهنگي حوزو  د دغه اثر په باب معلومات نه درلودل.
تر څو د دې پښتو اثر نايابه نسخه د (شهنامه احمدشاه ابدالي ) په نامه په (پيلك آرټ پريس پښتو) له خوا د ۱۹۶۵ مېلادي كال د جون په مياشت كي په پېښور كي چاپ سوه ، دا متن د هم هغه نسخې له مايكروفلم څخه برابر سوى وو، چي درې كاله دمخه علامه رشاد كار پر كړى وو.
اوس له ښه مرغه احمد شاهي شهنامه په نوې كتل سوې بڼه د علامه رشاد د تعليقاتو او د استاد معصوم هوتك د لمنليكونو سره په ډېر ښه صحافت د علامه رشاد اكاډيمۍ له خوا په كندهار كي له چاپه را ووته .
دا اثر پر لاندنيو پتو تر لاسه كولاى سئ :
كابل :
علامه حبيبي كتاب پلورنځى، د شهيد څلور لارې، شهر نو
تليفون : 0799705151
كندهار:
افغان كتاب پلورنځى، ارگ بازار
تليفون :۰۷۰۰۳۰۳۲۵۲  –  ۰۷۰۰۳۶۹۹۰۰
ايميل :
Afghan.saq@hotmail.com
Afghan.saq@Gmail.com
صداقت كتاب پلورنځى، ارگ بازار
تليفون : ۰۷۰۰۳۰۵۴۰۷ – ۰۷۰۰۳۰۹۲۴۴
ایمیل :
Sadaqaat.books@yahoo.com
كوټه:
غزنوي كتاب پلورنځى، كندهارى بازار


الهُدا كتاب پلورنځى، مُني ماركېت
صحاف كتاب پلورنځى، كاسي روډ