کرزی:په امريکايي سپو د ښځو او ماشومانو داړل د زغملو نه دي

د لراوبر اداره | دسمبر 23rd, 2008


د پژواک خبري اژانس څخه په مننه

 خوست  (صبور منګل – Dec 23, 2008 – 14:38 )
د مرغومي ٣مه، پژواک خبري اژانس
 
ولسمشر حامد کرزي په ډاګه کړه چې که امريکايان د عامو وګړو له وژنو لاس وانخلي او دده خبره ونه مني، نو دى به يوه د ولسونو جرګه را وغواړي او د امريکايانو په اړه به وروستى تصميم ونيسي .

حامد کرزي دغه څرګندونې د مرغومي په ٣مه، د خوست د شيخ زايد پوهنتون په جومات کې د خوستيانو يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال وکړې .

د خوست سرپرست والي طاهر خان صبري پژواک خبري اژانس ته وويل چې ولسمشر حامد کرزى نن سهار له يوه پلاوي سره په نظامي چورلکه کې خوست ته راغلى .

هغه زياته کړه چې ولسمشر د خوست ښار ديوه اوسېدونکي ډاکټر بلال ته  فاتحې لپاره راغلى و، چې د کورنۍ غړي يې څو ورځې مخکې د امريکايي ځواکونو لخوا وژل شوي ، يو ماشوم او دوه مېرمنې يې امريکايي سپيو داړلې وې .

له ولسمشر سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر زلمى رسول، په ملي شورا کې د خوست او پکتيا استازي او څو قومي مشران هم ملګري وو .

د پوهنتون په جومات کې جوړه شوې غونډې ته ، چې پکې سلګونو خوستيانو ګډون کړى وو، ولسمشر پخپله وينا کې وويل چې دى نه غواړې د بيارغونې ، پروژو او يا نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړي .

هغه وويل : (( زما د راتګ يواځينۍ موخه د ډاکټر بلال د کورنۍ فاتحه ده . ))
 
کرزي وويل چې غوښتل يې د ډاکټر بلال کور ته ولاړ شي، خو ډاکټر بلال او امنيتي ملګرو يې لازمه وګڼله، چې د فاتحې مراسم د پوهنتون په جومات کې ترسره شي.

ولسمشر زياته کړه  چې ددې پېښې په اړه يوه دقيقه هم کرار نه دى ناست، تېره شپه يې د امريکايي ځواکونو قوماندان مولن ته وويل چې په دې اړه دې جدي پلټنې وکړي او هغه ورسره ژمنه وکړه .

 کرزي وويل : (( اول بايد هېڅ ونه شي ، خو کيږي هم نو ډېرې خبرې به وزغمل شي، خو د امريکايي سپيو لخوا زموږ د مېرمنو او ماشومانو داړل د زغملو نه دي . ))

د ولسمشر له لنډو خبرو وروسته ډاکټر بلال د تېرې اونۍ د پېښې جريان ولسمشر حامد کرزي ته واوروه او ويې ويل چې د شپې په ١١ بجو امريکايي ځواکونه يې  کور ته ور واوښتل ، په حجره کې يې تنکى ځوان ١٦ کلن وراره او د کور په انګړ کې يې ورور او وريندار ووژل .
 
هغه زياته کړه : ((  زموږ لپاره تر ټولو دردوونکې دا وه ، چې امريکايي ځواکونو د شپږو ورځو ماشوم د خپل مور له غېږې واخيست، بهر يې را وويست او هغه يې هم تالاشي کړ.))
 
نوموړي له ولسمشر حامد کرزي څخه مننه وکړه، چې ددوى د مړو فاتحې ته راغى او ويې ويل  چې دده دکورنۍ غړي خو ووژل شول ، خو له نورو افغانانو سره بايد داسې ونه شي .
 
ډاکټر بلال زياته کړه :(( موږ د خپلو بې عزتيو په بيه مرستې نه اخلو. ))
 
ولسمشر حامد کرزي د هغه خبرې ليکلې او د خبرو په منځ کې يې له ډاکټر بلال څخه پوښتنې هم کولې .

د غونډې پر مهال ولسمشر د کرکټ د ملي لوبغاړي رحمت ولي ورور او د سړک ساتونکيو د کورنيو غړي ، چې دوى هم دامريکايانو لخوا وژل شوي وو، ځان ته راوغوښتل غېږه يې ورکړه .

ګڼ شمېر هغو خلکو، چې په دې وروستيو کې د امريکايي ځواکونو لخوا ځورول شوي وو، ولسمشر حامد کرزي ته خپل شکايتونه وکړل .

په خوست کې د عزيزي بانک پخواني مشر شفيق، کرزي ته وويل چې دوى او د کورنۍ نور غړي يې په دولت کې دندې لري ، خو بيا هم امريکايي ځواکونو د شپې لخوايې  پر کور عمليات وکړل، پېغله خور، پلار او د تره زوى  يې ورته ووژل  .
 
د امريکايي سپيو لخوا داړل شوى ماشوم

د خوست د معيوبينو د ټولنې  مشر صاحب منګل وويل : (( امريکايان دشپې راغلل زموږ د کور ټول سامانونه يې بهر وغورځول او موږ يې پر سپيو تالاشي کړو .))

د غونډې پر مهال د خوست د پوهنتون يو تن محصل عبدالرحمن څمکنى پاڅېد او پر ولسمشر حامد کرزي يې غږ وکړ چې که ددې بريدونو مخه نه شي نيولى ، نو استعفى دې  وکړي  .

هغه د تکبير د غږ ترڅنګ وويل : (( مړه دې وي هغه څوک چې افغانان وژني او ياد افغانانو په وژلو خوشحاله کيږي . ))
د غونډې برخوالو په الله اکبر سره دهغه تکبير بدرګه کړ.

ولسمشر دغه ځوان ځان ته راوغوښت ، په غېږه کې يې ونيوه او ورته يې وويل چې تاسو بايد له خپلو خويندو، ميندو او هېواد څخه دفاع وکړئ!

حامد کرزي د غونډې پر برخوالو غږ وکړ : (( زه يوه لاره لرم او هغه دا چې بهرنيو ځواکونو ته ووايم چې له هېواده ووځي ، تاسو يې  راسره منئ !))

 د غونډې ټولو برخه والو دلاسونو په پورته کولو سره د ولسمشر د خبرې ننګه  وکړه.

د انجنير احمدشاه په نامه يو تن قومي مشر وويل چې امريکايي ځواکونه بايد د ملګرو سره په منځګړتوب افغانانو سره کړې ژمنې پلې کړي او که يې نه کوي، نو لويه جرګه دې راوغوښتل شي .

حامد کرزي د هغه په ځواب کې وويل : (( که امريکايان زما خبره ونه مني، نو د ولسونو جرګه به راوغواړم او جرګه به دهغوى په اړه تصميم ونيسي . ))

ولسمشر ددې غونډې پر مهال د شينډنډ او شينوارو پېښې يادې کړې ، چې پکې د امريکايي ځواکونو لخوا لسګونه عام وګړي وژل شوي وو او هغه د افغانانو له شهامت څخه يادونه وکړه .
 
د روان لمريز کال د ليندۍ په ٢٧مه شپه امريکايي ځواکونو دخوست ښار اړونده د کونډيو په سيمه کې د ډاکټر بلال پر کور بريد وکړ ، درې کسان يې ووژل ، يو ماشوم او دوه مېرمنې يې سپيو و داړلې  .

Copyright Larawbar 2007-2024