ګرديز- تاريخ تير شوي درمل او الكول وسوځول شول
د پکتيا معلوماتي پاڼي ( سمون ) نه په مننه
د سلاكار وزير او پكتيا والي په لارښونه د يو ټاكل شوي پلاوي له لوري له هټۍ والو او درملتونو څخه يو اندازه الكولي مواد او تاريخ تير شوي درمل را ټول او نن (دوشنبه ) د پلاوي پر وړاندي وسوځول شول
دغه ګومارل شوي پلاوي د ښاروالۍ ، ملي امنيت ، څارنوالۍ او عامي روغتيا رياستونو څخه تشكيل شوي وو چي دوي وتوانيدل د دري ورځو په ترڅ كي له ښار څخه دري زره ليتره الكول او نيم ټن تاريخ تير شوي درمل كشف او راټول كړي .
پكتيا والي ښاغلي همدرد وويل چي دا لړي به جدي څاري او له دي وروسته به عاملينو ته په كلكه سزا وركوي . د يادوني وړ ده چي دغه ډول دارو درمل د افغانستان له ګاونډيو هيوادونو څخه په اساني سره راوارديږي ، کارپوهان پر دولت نيوکه کوي چي دغه ډول بې کيفيته درمل او نور د اړتيا وړ توکي دي افغانستان ته د رالېږدول کېدو سره تر څارني لاندي ونيول سي .