وزيرستان : ځانمرګي بريدکوونکي په لس لکه روپۍ خرڅېږي
لاهور: د پاکستان د پنجاب ايالت د پوليسو د قوماندانۍ د جنايي تحقيقاتو څانګې معلومه کړې چې د دغه ايالت د ((بهکر)) په سيمه کې د روان کال د اګست په شپږمه نېټه د پارليمان د يو غړي په کور کې ځانمرګى بريدکوونکى د يو شخصي دښمن د وژلو لپاره د وزيرستان د وانا څخه په لس لکه روپۍ اخيستل شوى و.
پوليسو په دې قضيه کې پنځه تنه هر يو وقاص حسين، ډاکټر ذاکر حسين، عارف خان، محمد امجد او امجد عباس شاه نيولي دي او دوى د پلټنو پر مهال څرګنده کړې ده چې ځانمرګى بريدکوونکى يې د خپل مخالف اعجاز حسين د وژلو لپاره په لس لکه روپۍ اخيستى و.
د پوليسو د څېړنو له مخې وقاص حسين او اعجاز حسين دواړه د ((بهکر)) د سيمې اوسېدونکى او په لومړي سر کې خواږه دوستان وه. وقاص څو کاله وړاندې د اعجاز څخه يويشت لکه او پنځه څلوېښت زره پاکستانۍ روپۍ د دې لپاره په پور واخيستلې چې د موټرو کاروبار پرې روان کړي خو دغه کاروبار ناکام شو او هغه پکې تاوان وکړ. د پور د خلاصولو لپاره وقاص اعجاز حسين ته اوه موټرې ورکړې خو هغه ادعا وکړه چې پېسې يې په ګټه ورکړي دي او د څلور پنځوس لکه روپو غوښتنه يې وکړه. په دې توګه د دواړو دوستانو ترمنځ اړيکې ډېرې خرابې شوې او د يو بل پر ضد يې په محکمو کې عريضې وکړې.
بالاخر اعجاز حسين دا معامله سيمې څخه د پاکستان د پارليمان غړي رشيد اکبر نيواني ته يوړه او د حل غوښتنه يې ترې وکړه. هغه د اګست په شپږمه نېټه په خپل کور کې د دواړو ډلو او د سيمې د مشرانو يوه غونډه راوبلله. د غونډې څخه وړاندې وقاص حسين او پلار يې ډاکټر ذاکر حسين ډېره اسماعېل خان کې د يو خپلوان عارف خان کور ته لاړل او هلته يې پلان جوړ کړ چې اعجاز حسين په يو ځانمرګي بريد کې ووژني. عارف خان دوى د ټانک سيمې ته يوړل او هلته يې د وزيرستان د وانا د سيمې د يو تن جان محمد وزير سره معرفي کړل څوک چې د ځانمرګيو بريدکوونکو کاروبار کوي. جان محمد وزير د دوى نه لس لکه روپۍ واخيستلې او د بهکر په ((دجل اډه)) کې يې ورته يو ځانمرګى بريدکوونکى او يو د چاودېدونکو توکو ماهر وروسپارل.
راپور زياتوي چې د پېښې په ورځ (شپږم اګست) وقاص حسين لومړى د نيواني د يو نوکر امجد عباس شاه په واسطه معلومه کړه چې اعجاز حسين جرګې ته حاضر شوى دى او بيا يې په خپلو لاسونو ځانمرګي بريدکوونکي ته ځانمرګى واسکټ ورواغوست او د رشيد اکبر نيواني کور ته يې ورسولو. ځانمرګي بريدکوونکي هلته د اعجاز حسين سره په څنګ کې ځان والوځولو چې په نتيجه کې د هغه او د پارليمان د غړي رشيد اکبر نيواني په ګډون شپږويشت تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول.
په پېښه کې ککړ پنځه تنه اوس مهال د پوليسو په بند کې دي او نورې پلټنې ترې هم روانې دي. خو دا پېښه څرګندوي چې په وزيرستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې نورو سيمو کې په څه طريقه د ځانمرګيو بريدکوونکو کاروبار روان دى. د راپورونو له مخې هره مياشت د پاکستان د مدرسو او ښوونځيو نه ګڼ شمېر ماشومان بې درکه کېږي چې بيا هغوى په مختلفو قبايلي سيمو او پاکستاني ښارونو کې د ځانمرګيو بريدونو لپاره تربيه کېږي او ځينې په افغانستان کې د بهرنيو قواوو او دولتي پوليسو، ځينې د پاکستاني امنيتي ځواکونو په خلاف بريدونو کې استعمالېږي او يو شمېر په دغه ډول شخصي معاملو کې د پېسو په بدل خرڅېږي.
د دې تر څنګ ځينې خلک طالبانو ته پېسې ورکوي او خپل شخصي دښمنان پرې د جاسوسانو په نامه وژني چې په دې توګه د پښتنو په قبايلي ټولنه کې د تلعمري دښمنيو اور کرل کېږي. دا کاروبار دومره ګټور ثابت شوى دى چې ګڼ شمېر خلکو ورته په يو او بل نامه ډلې جوړې کړې دي چې په ښکاره د شريعت د نفاذ خبرې کوي خو په پټه دغه جنايتونه ترسره کوي.