کور / اسلامي / داودس فرضونه، سنتونه او …

داودس فرضونه، سنتونه او …

داودس فرضونه :

په اودس کې څلور فرض دي  ۱- يوځل د مخ مينځل ديوغوږ له نرمی دبل غوږ ترنرمی پوری اودتندي له ويښتانو تر زنی دټول مخ مينځل  ۲- د دواړو لاسونو مينځل سره له څنګلو ۳- دسرڅلورمه حصه مسح کول ۴- د دواړو پښو مينځل دښنګرو په شمول .

که ددی اندامو په مينځلو کی ديوه ويښته قدری ځای وچ پاتی شی اودس نه کيږی .

داودس سنتونه :

۱- د اودس نيت کول ۲- بسم الله الرحمن الرحيم ويل ۳- دمړوندو سره د دواړو لاسونو پريمنځل ۴- دخولی دری ځله مينځل اوغرغړه ۵- په پوزه کی دری ځله ابه اچول ۶- دمسواک وهل ۷- د ږيری خلالول ۸- دلاسونو اوپښو دګوتو خلالول ۹- هر اندام دری ځله مينځل ۱۱- دټول سر مسح کول ۱۲- د دواړو غوږونو مسح کول ۱۳- د اندامو پرلپسی مينځل چه يو وچ شوی نه وی د بل مينځل ۱۴- لومړی ښی اندام مينځل ورپسی چپ اندام مينځل ۱۵- دهراندام دمينځلو په وخت کی دهغه ښه موښل ترڅو وچ پاتی نشی .

د اودس آداب :

۱- په اوچت ځای کيناستل  ۲- مخ په قبله اودس کولو ته کيناستل ۳- بغير له غذر له بل چا څخه مدد نه غوښتل ۴- په پوزه کی په ښه شان اوبه اچول او دهغه په ګين لاس پاکول ۵- د اودس په وخت کی دنياوی خبری نه کول که دنيکی او ضرورت خبره وی نو باک نلری ۶- که ګوتو کی ګوتیۍ يا په پوزه چارګل وی  هغه ته حرکت ورکول تر څو دهغه ځای وچ پاتی نشی ۷- داودس په پای سره د اودس دختم دوعا لوستل کوم چه مخکی بيان شوه.

داودس ماتوونکی:

په کومو څيزونو چه اودس ماتيږی هغه دوه ډوله دی

۱- يو هغه چه د بدن له داخل نه راوځی .

۲- بل هغه چی له بهر نه په بنده باندی مسلط وی .

لومړی ډول :

۱- دتشو يا ډکو متيازو راوتل  ۲- دشا له خوانه باد خارجيدل ۳- دتشو يا ډکو متيازو له ځای څخه دڅه شی راوتل لکه چنجی ،وينه اونور ۴- دبدن له کومی برخی نه وينه بهيدل ۵- په ډکه خوله ګانګی ۶- که ګانګی لږ لږ وی خو له مجموع نه يی په ډګه خوله ګانګی پوره کيده نو اودس ماتيږی ۷- که خوله يا غاښونه وينی شی او دوينی رنګ پر لاړو غالب شی اودس مات شو ۸- دمنی او مذی په راوتلو سره ۹- دسترګو په مرضی کی له ستګو نه خيری يا اوبه راووځی اودس ماتوی که دايمی وی اودس د مغذور په شان کوی ۱۰- دښځی له سينی نه بغير له شيدو اوبه يا بل شی راووځی او درد ورسره وی اودس ماتيږی ۱۱- حيض او نفاس سره اودس ماتيږی .

دوهم ډول :

۱- ستونی ستغ ،پړمخ پريوتلو يا ډه ډه وهلو په حالت کی ويده کيدل اودس ماتوی .

۲- بی هوشی ۳- دنيشه ای  څيز خوړل يا څښل ۴- دجنازی له لمانځه پرته په نورو لمانځونو کی په قهقهه (په زوره ) سره خندل ۵- دښځی اوميړه يو ځای کيدل  دشرمګاه داخيليدل او دانزال نه کيدل .

داودس مکروهات :

۱- له ضرورت ذيی ابه مصرفول ۲- دومره کمی اوبه مصرفول چه د وچ پاتی کيدلو ويره وی ۳- د اوداسه په دوران کی بی ځايه خبری ۴- مخ ته په زوره لپه اوبه ورشنل او همدارنګه نورو اندامو ته په زوره اوبه ورشنل ۵- غړی له دری دری ځلی نه ذيات پريمنځل ۶- په نويو ابو سره دری ځلی مسح ۷- له اوداسه نه ورسته دلاس اوبه څنډل ۸- له کوم غذر پرته د هغو غړو مينځل چه په اوداسه کی يی مينځل ضرور نه وی ۹- د اوداسه دآدابو پريښودل او دهغه خلاف کول .

ورسته به دلمانځه طريقه  چه زده کړه يي په مسلمان نر اوښځه فرض ده نشر شي