کور / تازه خبرونه / هند.جنګ نه غواړو، د ترهګرۍ د ختمولو دپاره عملي کار غواړو

هند.جنګ نه غواړو، د ترهګرۍ د ختمولو دپاره عملي کار غواړو

د هند او پاکستان تر مینځ د ممبۍ حملو راوروسته د زیات شوي کړکیچ په مهال د هند لومړي وزیر ویلي دي چې جنګ هیڅوک نه غواړي خو پاکستان ته پکار دي چې د ترهګرې د ختمولو دپاره عملي ګامونه پورته کړي  د جنګ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي زیاته کړه چې اوسنۍ ستونزه په جنګ جګړې سره نشي ختمیدلای ،ستونزه داده چې د ترهګرۍ دپاره چې کومه خاوره کارول کیږي ،باید نړیوال په هغه هیوادونو فشار راوړي او د ترهګرۍ فابریکې له مېنځه یوسي  او دا کار نه یوازې د نړۍ بلکې پخپله د پاکستان د اولس په ګټه هم دئ .