ارمان؛ د زړه تسل او د زړه مرحم دئ !!!

د لراوبر اداره | دسمبر 24th, 2008


که چیری ؛ وسایل او شرایط برابر نشی . که چیری ؛ موانع او مشکلات غلبه وکړی . که چیری ؛ دی پردی دی خوا او دی پردی هغه خوا ، شومی دسیسی را روانی وی . نو هغه وخت به ارمانونه په ژوند کښی تر سره نشی !
خو بیا هــم ؛
زما د زړه ارمانونه ساده دی !!!
که چیری په عاقلآ او سالم ، ایمان و اعتقاد .
که چیری غیر دی هر ‌ډول منفی تفکر .
او که چیری د مهربان او خواخوږی زړه په لابراتورونو کښی .
د وطن او د خلکو ، دردونه .
د سعادت او نیکبختی ؛ رازونه .
د خیر او سلم ؛ اساسی اسبابونه .
د حسن خیر او اخوت ؛ اساساتونه .
په عاملآ او منطقی ‌ډ ول د بادرده متخصوصو له خوا درجه بندی او نه سیړل شی ، د هریو مرض دپاره لازمه نسخه او ادویه برابره نشی او بالاخره د ادویو د منفی او مثبتو تاثیراتو د تحلیل او تجزیه له پاره مخصوص لابراتورونو جوړ او فعال نشی ، نـو زما د زړه ارمانونه به پوره نشی .


د علامه محمد سعید « سعید افغانی » لیکنه
د ۱۳۴۹ هجری شمسی کال ـ کابل
http://www.said-afghani.de.vu

Copyright Larawbar 2007-2024