کور / سياسي / جنرال بیګی: دوستم اتل دئ، جنرال د جنګی جرمونو نه انکار کوي

جنرال بیګی: دوستم اتل دئ، جنرال د جنګی جرمونو نه انکار کوي

 http://www.nrk.no/nyheter/1.6330134




هغه جنرال چی د افغانستان د سترترین جنګی ماشین مشری یی کوله وایي: ما په نامه انسان نه دۍ وژلۍ.

افغانی جنرال عبدل روف بیګی چی د پولیسو د څارګری اداری ( پ س ت)سره همکاری لری د ناروی له ملی تلویزیون سره په یوه مرکه کی وایي چی ده په نوییمو کلونو کی له جنګسالار عبدلرشید دوستم سره روزانه ارتباط درلود.

د ګناه له منلو نه انکار کوی
دوستم د افغانستان یو تر ټولو مستبد جنګسالار ګڼل کیږی او لاتر اوسه هم هغه منطقه کنترولوی چی نارویجی قواوی پکی دی.
جنرال بیګی چی په ۲۰۰۰ع کال کی ناروی ته راغي په هر ډول جنګی جرم کی د ځان ګناهګارتیا  ردوی.
د ناروی ملی تلویزیون داسی اسناد لری په کوم کی چی د پولیسو څارګره اداره(پ س ت)پخپله د دی تصدیق کوی چی جنرال بیګی یوه مهمه سرچینه ده او د افغانستان د وضیعت په هکله راسره همکاری کوی.
(پ س ت)د پولیسو څارګری اداری په ۲۰۰۱ع کال کی د بیګی د کورنی سره د یوځای کیدو غوښتنلیک د خاص چلند د کړنی لپاره د مهاجرینو د اداری (یو،ډی، يي) http://udi.no/templates/Tema.aspx?id=9244
له سیسټم نه د راایستلو غوښتنه وکړه. دا پیښ شوی دی سربیره پر دی چی د پولیسو څارګره اداره په دی پوه وه چی دا جنرال د ویره خپروونکی جنګسالار نژدی متحد وو، او دا چی دۍ خپله کیدای شی چی د بشری حقوقو نه په ژوره سرغړونه کی تر شک لاندی راشی.
جنرال بیګی بعد له دی چی اته کاله په ناروی کی اوسیدلی دی،نن خپله لومړني مرکه وکړه. بیګی وایی چی ده  د پولیسو څارګره اداره خبره کړی چی  دۍ به د ناروی له ملی تلویزیون سره مرکه کوی. دا بعد له دی نه چی د (سپیکتر) اود (داګس ریوی) خپرونو د ده قضیه په دا وروستیو ورځو کی راوسپړله.
دوستم یو اتل دي
سربیره پر دی چی دۍ د افغانستان د تر ټولو ډیری ویری خپرونکی جنګسالار تر قوماندی لاندی جنرال وو، بیا هم بیګی وایی چی دۍ حتی د یو انسان په ویشتلو کی هم نه دی مسو‌‌ل.
دۍ ټول هغه تهمتونه لکه د بشری حقوقو نه تیرۍ او په جنګی جرمونو کی د ښکیلتیا شک  ردوی او د  دوستم سره دهغه د رابطی درلودلو په هکله هم څه ستونزی نه وینی.
دوستم یو افغانی اتل دی. ده د خپل توکم له ډلی نه دفاع کړی ،او هغوی ده  ته د اتل په سترګه ګوری.او ما هم ورته کار کړی دی.
جنرال بیګی په داسی حال کی چی د ناروی د ملی تلویزیون په خپرونې راپاریدلی بریښی وایې چی ما ته داسې نه ښکارې چی هغه دې کوم جنګې جرم کړی وې .پر مونږ حمله وشوه اومونږ پوره حق درلود چی له ځان نه دفاع وکړو.

په جګړه کی پتاسی نه ویشل کیږی
د (امنستی) د هغه تهمتونو په هکله چی دوستم د افغانستان له بدترینو جنګسالارانو نه دۍ،بیګی وایی هغوی چې پر دوستم تور لګوې دا دې له دوستم سره په خپله شریک کړې.
دهغه تورونو په هکله چی وایې  ده  پخپله جنګی جرمونه ترسره کړی دی ، بیګی وایې چی د ځانساتنی لپاره ټولی وسیلی جواز دې.
په جګړه کی پتاسی نه ویشل کیږی.سړی ته ښایی چی عینأ لکه دښمن چی یې کوې ورته ځواب ورکړی.جنرال ورزیاته کړه چې ده له جنګی اسیرانو سره ښه چلند کړی دۍ.
خو تا خو د مشر په توګه امرونه ورکول او د جګړې چلونې شاهد وې. آیا ته یو څه مسولیت هم نه لرې؟
نه، مونږ له ځانه دفاع کوله. بیګې بیرته پوښتنه کوې:آیا له ځانه دفاع کول   ته جنګی جرم بولې؟
دوستم ته یې راپور ورکاوه
بیګې ډیر کلونه له دوستم سره روزانه ارتباط درلود. دوی د مزارشریف په قرارګاه کی سره لیده.
بیګې کیسه کوی.زه د دوستم د نظامی قوا مشر وم او د هر هغه څه د انتظام او پلان جوړونی مسولیت می درلود کوم چی د همدی قوا سره تړاو درلود.
دا چی آیا دۍ به په خپله د جنګې جرمونو شاهد وو او که نه،هغه وایې چی داسی څه ته همیشه پام ساتل کیده. هغه په خپل کتاب کی د جنګی جرمونو ډیر ډولونه انځور کړی دی، خو دا د دوستم اود هغه لښکر چی ده  یې په خپله مشری کوله نه بغیر بل چا ترسره کړې دې.
بیګې وایې چی هر ځل چی به  ده  داسی څه واوریده، دوستم ته به یې راپور ورکاوه. هغه به بیا اخطاریي،پوهونه او ځینی وخت جزا ورکوله.
ولی فکر کوی چې داسې شوې ده چی ډیرۍ خپلواکه ګروپونه او څیړونکی په دې فکر دی چی دوستم د بشری حقوقو نه ډیری سرغړونې کړې دې او دا چې دۍ یو له بدترینو جنګی مجرمینو څخه دۍ؟
په دې هکله دوی په خپله وپو‎ښته.زه نه پوهیږم.(امنستی) او دا نور کولای شې چې دوستم په خپله وپوښتی.
جنرال بیګې له دی نه انکار کوی چی دۍ اوس هم له خپل زاړه ملګری سره تماس لری.
بیګې وایي چې له هغه سره له ناروی ته له راتګ نه راپدیخوا یي تماس نه دی لرلۍ.
په اسارت کی ناست وو
د ۱۹۹۷ د مې دعام وژنې په هکله چیرته چی تر ۳۰۰۰ پوری جنګی اسیران ووژل شول بیګې وایي چی دۍ په هغه وخت کی د حزب اسلامی د یو قوماندان له خوا چی له طالبانو سره یي همکاری کوله اسیر شوی وو.
بعد له دی نه چې عام وژنه تر سره شوه، زه جنرال عبدل مالک ته وسپارل شوم. زه په زندان کی وم او په دی هکله په هیڅ نه یم خبر.
خو ستا د مقام او له جګړې سره ستا د آشنایي په پام کی نیولو سره، آیا تا هیڅ نه دې اوریدلی چې څه پیښ شوی وو؟
بیګې ځواب ورکوی. څنګه به زه پری خبر واي کله چی زه په خپله په اسارت کی ناست وم؟
هغه د مخه د ناروی ملې تلویزیون ته ویلې وو چی هغه د ۱۹۹۷ د مي له عاموژنې سره آشنا دي، خو په یاد یي نه دی چی  ده  به هغه وخت د دوستم د سرتیرو قومانده په غاړه درلوده یا نه.   ‎