کور / اسلامي / ښځه او ټولنه

ښځه او ټولنه

دشرعې احکامو په اړه د اسلام له پېل کښې څخه دوې ډلې منځ ته راغلې دې . د ېوې ډلې په اند شرعې احکام محض تعبدې احکام دې پدې کښې هېڅ راز ،حکمت او مصلحت ندې نغښتې .
دوې انګېرې چې دشرابو استعمال فسق او فجور ځکه ناوړه عملونه دې چې شرعت ممنوع ګرځولې دې .
او دا رنګه خېرات او زکوات ځکه مستحسن کړه دې چې شارع ددې تاکېد کړې دې .
لدې پرته دا اعمال بنفسه غوره او ناوړه ندې . د امام شافعې رح رجحان دې لورې ته لېدل کېږې ددې فقې دعلم کلام بانې ابوالحسن اشعرې دعلم کلام بنېاد پردې اساس اېښې دې .

(علم کلام هغه علم دې چې د مسلمانانو مفکرېنو له لورې د ېونانې فلسفو او علم منطق له ژورو څېړنو وروسته اېجاد او مرتب شوې دې . چې بنېادې مقصد ېې هم اسلامې عقاېدو ته عقلې استدلالونه پېداکول دې . له ېو لورې که دا دمسلمانو مفکرېنو لوېه کارنامه بلل کېږې له بل لورې مغربې مفکرېن دا د مسلمانانو له ساېنس او عصرې علومو نه دلرې پاتېکېدلو سبب بولې . ددوې په فکر مسلمانانو ېونانې علوم پر خپل نهج څېړلو ته ندې پرې اېښې ، بلکه پدې علومو کښې ېواځې ددې لپاره مداخلت شوې دې چې خپلو مذاهبو ته ترې استدلالونه پېداکړې او مغرب ځکه د جدېدو علومو په ډګر کښې برېاوې ترلاسه کړې چې دوې دې عملې مېراث ته پر خپل اصلې نهج او بڼه وده  ورکړه .)

د بلې ډلې مذهب دادې چې د شرېعت ټول احکام پر مصالحو مبنې دې خو ځېنې مسلې داسې هم شته دې چې د هغو مصلحت عامه وګړو ته نه معلومېږې ولې په حقېقت کښې ېو شرعې حکم هم له حکمته خالې نوې .
د بېلګې په ډول د لمانځه مصلحت الله تعالې پخپله ښودلې دې (( تنهې عن الفحشا والمنکر)) د روژې په هکله فرماېې (( لعلکم تتقون )) د جهاد د مصلحت په اړه فرماېې (( حتې لاتکون فتنه )) دا ډول د قصاص په اړه فرماېې چې پدې کښې ستاسې دحېات تضمېن کېږې .
د امام اعظم ابوحنېفه رح همدا مسلک دې . دحنفې فقې اصول ټولو پر عقلې اصولو برابر دې امام طحاوې پر دې بحث باندې د شرح معانې الاثار په نامه مشهور کتاب لېکلې دې . امام محمد رح هم په کتاب الحج کښې زېاتره مسلې په عقلې دلاېلو ثابتې کړې دې .
علامه ابن قېم د اسلام اساس انساسې فلاح او ښېګړه بللې ده او مصالح العباد ېې د اسلامې نهاېې او اخېرنې مقصد ګرزولې دې فرماېې :
ژباړه ـ د شرېعت اساسې دارومدار پر حکمتونو او ددېن او دنېا پر مصلحتونو استوار دې . (اسلام) ټول عدل ، رحمت ، حکمت ، او مصلحت دې .
هر هغه مسله چې له عدل څخه و ظلم ، له رحمت څخه و زحمت ، له مصلحت څخه وفساد ، او له حکمت څخه و عبث او لغوې ته خروج کوې هغه د شرېعت مسله او ددېن برخه نده ، که څه هم د تاوېل له لارې هغه مسلې څوک په شرېعت کښې وشمېرې .
لدې وضاحت څخه په ډېره اسانه سره موږ د شرېعت له نګاه څخه د جاېز او ناجاېز په اړه ېو مېزان او تله قاېمولاې شو .
بل ځاې فرماېې :
د شرېعت غرا محمدې نه د الله تعالې مقصد د خلکو تر منځ د عدل او انصاف قېام دې . په کومه طرېقه چې دا مقصد ترلاسه کېداې شې هغه دېن دې هغه ددېن نه بېل نه شمېرل کېږې .

 ددېن د حکمت او مصالحو په اړه امام ابوزهره فرماېې :
د اسلامې قانون او فقې اساس په ټولو احکامو او مندرجاتو کښې دامت او ملت پر مصلحتونو باندې دې .
په هر هغه عمل او اقدام کښې چې د امت مصلحتونه نغښتې وې شرعې دلاېل دهغو دشتون په کلکه غوښتنه کوې ، او هغه څه چې دامت او ملت په حق کښې مضر وې هغه د شرېعت په دلاېلو کښې په کلکه غندل کېږې .
په ېو بل ځاې کې امام موصوف واېې چې هېڅ ېو شرېعت داسې حکم ندې راوړې چې په هغه کښې دې د خلکو لپاره ښېګړه او مصلحت نوې نغښتې .
اخر هغه مصالح څه دې چې شرېعت او دېن هغه خپل اساس ګرځولې دې ددې مصالحو تعېن څرنګه کېدلاې شې ددې په هکله نومړې امام فرماېې :
هغه مصلحت چې شرېعت د خپلو دېنې احکامو لپاره اساس ګرځولې دې هغه د شرېعت له مقاصدو سره سمون خورې . او دشرېعت مقاصد دپنځو شېانو حفاظت دې هغه پنځه شېان دادې لومړې  ـ  انسانې ژوند
دوهم  ـ  انسانې عقل
درېم  ـ  انسانې مال
څلورم ـ  انسانې نسل
پنځم ـ  انسانې عزت
همدا هغه مصالح دې چې دشرعې احکامو او اوامرو اساس دې بعېنه د نواهې وو اساس د همدې پنځو مصالحو په مخالفت او عکس کښې دې .
د همدې پنځونکاتو په اړه امام فرماېې :
ټول ملتونه ددې پنځو څېزونو پر ژغورنې متفق دې . او ددې پر حفاظت مصر دې او همدارنګه انسانې ټولنه پر دې متفقه ده چې د انسانې ټولنې وجود ددې پنځو شېانو پر تحفظ باندې قاېم دې .
حضرت امام غزالې رح فرماېې : چې دا پنځه شېان په هېڅ ملت کښې جاېز ندې ګڼل شوې بلکه دا محترم شمېرل شوې دې .
همدې له حکمت او مصلحته ډک دېن د ژوند دتعمېر او ترقې په هره برخه کښې انسان ته په سراحت او اشاره وېنا کوې هغه که اخلاقې پرمختګ وې او ېا مادې وړاندې تګ .
واعدو الهم ماستطعتم من قوت (او دهغوې لپاره څومره چې مو وس کېږې قوت چمتو کړې ) پدې کښې له قوت نه هر مادې او معنوې قوت مراد دې چې بندګانو ته ېې د ترلاسه کولو حکم شوې دې . اقتصاد د اوس زمان هغه ستر قوت دې چې سترګې ورنه پټول ناشونې دې ، اسلام د اقتصاد او اقتصادې کړنې لورې ته خپل پېروان په بېسارې ډول هڅولې دې چې بېلګې ېې ځاې پرځاې په قرآن او حدېث کښې تر سترګو کېږې .
له حضرت عاېشې نه ېو حدېث رواېت دې چې نبې ع فرماېې چې ستاسې په لاس کښې نېالګې وې او تاسې وېنې چې قېامت قاېم شو نو که دومره فرصت وې چې تاسې دا نېالګې نال کړې نو هم داسې وکړې .
په قران کښې د جمعې د ورځې په اړه حکم دې (واذا نودېه …) ېعنې چې کله د جمعې ازان واورې تاسو بېعه ودروې او د الله ذکر لمانځه ته ولاړ شې او چې فارغ شې تېت شې او دالله فضل ولټوې ، لدې نه معلومه شوه چې د مادې قوت د ترلاسه کولو او دخپل قوت خرېد د زېاتولو لپاره اسلام د ورځې له پېل نه سپارښتنه کوې ولې د لمانځه لپاره دېو محدود وخت لپاره باېد تاسې لمانځه ته ولاړشې او چې کله فارغ شې بېرته خپل روزګار ته مخه کړې لمونځ د جمعې هم د خپل روحانې تسکېن سبب دې او هم دچاپېرېال، هېواد او نړې له حالاتو دځان خبرولو ېوه زرېعه ده . لدې سره د انسانې د شخصې ګټې تر څنګ د اجتماعې ګټو فکر هم وده کوې .
داقتصاد اساس چې پر کوم شې ولاړ دې ېعنې د ساېنس او ټېکنالوجې د ژورتحقېق او څېړنوپه مټ د صنعتې انقلاب له لارې دمالېاتې زبر ځواک تشکېل ته هم قران اشارې کړې دې لکه چې فرماېې : ( افلا ېنظرون الابل کېف خلقت ….الااخره)
هسې عبث کتل په اسلام کښې منع دې اوښ ته له کتلو نه مراد علم الحېوان دې اسمان ته له کتلو مقصد علم نجوم دې له ځمکې او غرونو نه دکتلو موخه علم جغرافېه ده .
او موږ پوهېږو چې اوسنې ساېنسې ترقې د همدې علومو له ژور تحقېق او ازموېنو نه لاس ته راغلې ده .
په اقتصاد کښې د ښځو ونډه د اسلام د جامع اوصولو له مخې په بېسارې ډول اړېنه بلل کېږې . زکوات ، حج او نور مالې عبادتونه پر ښځو هم فرض دې او دا هله ممکن وې چې ښځه مال ولرې او دمال د حصول لپاره علم تجارت او کسب تجارت ضرورې دې . د مېراث دحصول او مالې واجباتو د اداېګې لپاره علم رېاضې فرض ده(دښځو دځانګړو ورځو حساب لکه حېض او نفاس هم له رېاضې سره تړاو لرې ) د امام غزالې په نظر علم طب هم پر نر او ښځه فرض ده همدا رنګه دخېاطې علم فرض ده د سترعورت لپاره ضرورې ده . علم زراعت فرض ده چې له دې سره انسانې رزق تړلې ده .
انسان ته الله تعالې د مځکې خلافت بخښلې دې پدې کښې د ښځو لپاره هم حکم دې لنډه داچې همدا قران د نر او ښځې دواړو لپاره نازل شوې دې .
په اسلام کښې تنګ نظرې هغه وباده چې د انسانېت د تشکېل  او ودې ټولې هڅې او داسلام د اجتماعې ژوند ټول تصور له منځه وړې ، د ښځو د اجتماعې ژوند د هڅو دشنډولو  لپاره هر سړې دا اېات په ژبه تکراروې (وقرن فې بېوتکن) ولې دا لوې جهالت دې چې لدې نه دا مقصد واخستل شې چې ښځې دې پر کورونو کښېنې او ېواځې دې پخلې کوې . نه له قرن نه مراد په کور کښې داېمې سکونت ده چې ښځه دې دچاردېوالې بندېوانه شې او نه له بېت نه هروخت کور مراد دې .
قرن لکه له لفظه چې ښکارې قرار نېولو او استقرار ته واېې او ښځو ته دا حکم دې چې په بېت کښې اسقرار ونېسې معنې محل د قرار ، سکون او استوګنې باېد ستاسې کور واوسې نه داچې تاسې باېد له کوره راونه وځې . که داسې واې بېا به ېې دقرن پر ځاې وتسکن لفظ استعمال کړې واې .
هر انسان دې ته ضرورت لرې چې کور ولرې او دارام حاصلولو لپاره کور ته ولاړ شې او هلته قرار ونېسې او ښځې هم باېد همداسې وکړې .
او هم داسې ممکن دې چې له بېت نه مقصد مطلق استوګنځې مراد نوې هغه چې درلودل ېې دهر انسان بنېادې حق ګڼل کېږې ولې چې کعبې ته بېت الله وېل شوې دې هلته هم له بېت نه کور مقصد ندې که له بېت نه چاردېوالې معنې نشې اخستل کېداې که واخستل شې نو بېا خو خداې ته مکان او جسم ثابت شو او دا په اتفاق سره کفر دې .
ښځې اجتماعې خدماتو ته نه پرېښودل او دا بهانه کول چې لدې څخه بېحېاېې پېښېږې اېله ددېن په اصولو ملنډې او پر مسلمان نر او ښځې بېځاېه تهمت او بدګمانې ده چې په اسلام کښې حرام دې .