کور / تازه خبرونه / د پېښور په ګنج كې سهار مانځه مهال چاودنه وشوه

د پېښور په ګنج كې سهار مانځه مهال چاودنه وشوه

نن (جمعه) سهار مانځه مهال د پېښور په ګنج سيمه كې يوې درنې چاودنې نژدې ۶ دوكانونه ويجاړ كړل. په دغه سيمه كې انټرنيټ كلب، تلوېزيون او سي ډي پلورنځايونه ول.
ويل كېږي دغو هټيوالو ته څو ورځې وړاندې د نامعلومو كسانو له خوا ګواښ شوى و، چې هټۍ دې بندي كړي، ګنې نو دوى به پرې بريدونه وكړي.
لر و بر ته يوه عيني شاهد – چې سهار وختي پر همدغه سيمه راغلى و-  وويل، نژدې پېنځه- شپږ دوكانونه د چاودنې له لامله ويجاړ شوي ول، شاوخوا كورونه هم ول، هېندارې يې ماتې شوې وې، يو خوا بل خوا ښځمنې ډېرې وارخطا ښكارېدې او ماشومانو ژړل، فكر كوم چاودنه زما له راتګ نه لږ مخكې شوې وه.
دغه راز ده وويل، سيمې ته ډېر زيات پوليس راغلي ول، كېداى شي په دې چاودنه كې څوك مړه يا ټپيان نه وي، ځكه چاودنه ډېره وختي شوې وه.