کور / خبرتیا او پيغامونه / د ارواښاد حاجي فیض محمد حبیبي وردګ د فاتحې خبرتيا

د ارواښاد حاجي فیض محمد حبیبي وردګ د فاتحې خبرتيا

د افغانستان د معیوبینو د فرهنګي پرمختیا د بنیاد ریس امان الله حبیبي زوی، د ننګرهار د یوولسمې فرقې پخوانۍ افسر محمدولي حبیبي او د هوایې قواوو ډګروال غلام رسول وردګ وریرونه، انجینر احمدخالد حبیبي، ډاکټر احمدجاوید حبیبي، د کابل پولي تخنیک پوهنتون د ساختماني پوهنځۍ د څلورم کال محصل احمد راشد حبیبي، انجینر اجمل وردګ، ډاکټر یما وردګ، ذبیح الله وردګ، صفي الله حبیبي ، د قندهار پوهنتون د کرنې د پوهنځۍ د دریم کال محصل مسعود حبیبي او د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زده کړو د انستتیوت د دوهم کال محصل محمود حبیبي لمسیان. الحاج محمد اسمعیل وردګ باجه. انجینر بهادر خان خپلواک د زوی اوښی، انجینر داد محمد وردګ، په انګلستان کې میشت وحیدالله وردګ، ډاکټر جمال حیدري او احسان الله نوري زومان. انجینر محمد شفیق طارق او انجینر محمد اسحق وردګ د باجه زامن. انجینر سیدویس وردګ اوښی.


د متقاعد جنرال الحاج فیض محمد حبیبي وردګ د مړینې له کبله چې جنازه مخکې د وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د امیرښاره په کلي کې د دوی په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل شوې دوستانو ته خبر ورکول کیږي چې د نارینه وو فاتحه د روان کال د مرغومي د میاشتې په اتمه د یکشنبې په ورځ له یوی نیمې تر دری نیمو بجو پورې د خوشحال خان مینې د کویټي په جامع جومات کې د وردگو د سپین ږیرو او مشرانو او د دوی د کورنۍ لخوااخیستل کیږي او د ښځینه وو فاتحه د خوشحال خان مینې د سپین کلي څلورلارې ته څیرمه د دوی په کور کې اخیستل کیږي، دوستان دې خبر وي.


انا لله و انا الیه راجعون







متقاعد جنرال الحاج فیض محمد حبیبي وردګ


 

تبصره نسته

  1.   په ډېره خواشينۍ سره مي خبر تر لاسه كړ چې دخپل نږدې ملگرئ ډاكټر جاويد
    حبيبې بابا(نيكه )او دهيواد درانه شخصيت متقاعدجنرال الحاج فيض محمد حبيبي وردگ له
    دې پاڼي نړۍ څخه ستر گي پټي كړي

    اناالله وانا اليه راجعون

    زه دخپل لورې ډاكټرجاويد حبيبي او درنې كورنۍ ته دتسليت مراتب او د اوږده عمردعا
    كوم  

    محمد شفيق همدرد

    دننگرهار كليد راډيو مسول مدير  

  2. په ډیره خواشینۍ سره می خبر تر لاسه کړ چی د هیواد او وردګو ولایت یوه وتلی څیرې د دی فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې. ده ته د متعال رب څخه د فردوس جنت غوښتنه او د ګورنۍ پاتې غړو ته یې د جمیل صبر غو ښتنه کوم.
    په درنښت
    ډاکټر ویس، کابل

  3. ډاکتر صاحب جاوید او کورنۍ ته یې جمیل صبر او مرحوم جنرال صاحب ته له لوی څښتن تعالی څخه فرودوس جنت او مغفرت غواړم.

    عبیدالله

  4. قدرمنو ملگرو ته هر یو داکتر صاحب احمد جاوید حبیبی او انجنر صاحب احمد خالد حبیبی او بالاخره کورنی ته یی جمیل صبر او مرحوم جنرال صاحب ته له الله پاک نه د فردوس جنت غوارم. انا لله و انا الیه راجعون. داکتر شفیق الله

  5. به محترم داکتر صاحب جاوید حبیبی فامیل محترم شان اقارب نزدیک صبر جمیل ،و برای مرحوم جنرال صاحب جنت فردوس را از در گاه خداوند متعال میخواهیم . خداوند مغفرت شان کند.

  6. مرحوم جنرال صاحب ته دلوی خدای(ج) له دربار څخه د فردوس جنت ,او ډاکتر صا حب جاوېد او درنې کورنۍ ته یې د جمېل صبر غوښتونکۍ ېم. امېن الله وردګ . فېنلند

  7. زه د خپل تسلیت مراتب خپل نږدې ملگرئ او همکار ډاكټر صاحب جاويد حبیبی او د خدای بښلی درنی کورنی ته وړاندی کوم.

  8. زه هم پخپل وار د هیوار پال او درانه شخصيت متقاعدجنرال الحاج فيض محمد حبيبي وردگ د مړینی له امله خپل د تسلیت مراتب ډاكټر صاحب جاويد حبيبې او د هغه درنې كورنۍ ته وړاندی کوم او ده ته د لوی څښتن تعالی څخه د فردوس جنت او مغفرت غو ښتنه کوم.

  9. زه هم پخپل وار د هیوار پال او درانه شخصيت متقاعدجنرال الحاج فيض محمد حبيبي وردگ د مړینی له امله خپل د تسلیت مراتب ډاكټر صاحب جاويد حبيبې او د هغه درنې كورنۍ ته وړاندی کوم او ده ته د لوی څښتن تعالی څخه د فردوس جنت او مغفرت غو ښتنه کوم.

  10. په ډیره خواشینۍ سره می خبر تر لاسه کړ چی متقاعدجنرال الحاج فيض محمد حبيبي وردگ په حق ورسید "اناالله وانا اليه راجعون". زه د خپل تسلیت درانه مراتب د جنرال صاحب د کورنی ټولو پاتې غړو ته وړاندی کوم او د لوی څښتن تعالی څخه خدای بښلی ته د فردوس جنت غو ښتنه کوم.

  11. زه هم د خپل تسلیت مراتب خپل نږدې ملگرئ او همکار ډاكټر صاحب جاويد حبیبی او د خدای بښلی درنی کورنی ته وړاندی کوم.

  12. ستا هر څه ماته مينه وه

    او

    ستا له هر څه سره مې مينه لرله اولرم به يې