لر او بر یو سئ

د لراوبر اداره | دسمبر 25th, 2008


غزل


لر او بر یو سئ پښتنو دشین اسمان په لمن
ټپه ټپه کړئ لیونئ دقدردان په لمن


بیا دنفاق لمبو کي سوځي شنه طوطیان دجنت
دورور ګلوۍ فضا کړئ جوړه دبوستان په لمن


دسرو لعلونو انګړ بیا کفن کفن له عناد
سره را غونډ په یو منبر بیا دجانان په لمن


نن په قدم قدم دئ دامهنر په کار لیونو
کړئ کهکشان دسر ببری دجهان په لمن


دزړه په وینو کی خړوب دوزر ماتی مرغان
بلبلان ویښ کړئ په نغمو دعالی شان په لمن


ددښمنۍ ټغر کړئ ټول بیا دوحدت په نغمو
دا زاره چاودي کړئ یو مو ټي ددرمان په لمن


سپین سهارونه رانه وړي را کوي تور تمونه
ځان ځانی پریږدئ یو لښکر د قهرمان په لمن


نن په سرو وینو کی لمبیږي دحرم شا پیرۍ
الکوزئ بې یو کوم دګلستان په لمن



جنوبی پښتونخوا کوټه

Copyright Larawbar 2007-2024