ازاد نظم

د لراوبر اداره | دسمبر 25th, 2008




دیو ښه احساس څښتن شه
 دکرم له نوره ډک شه
دیو پټ عبادت زور دې
دریا  پر مرض راوړه
دخالق تر قوت لاندې
 دهغه په کاینات کی
تمه پریږده بی پر واشه
لدې تمې په ژړا شه
مه پردی واده کی وله
پردي سپي په لو ډبرو
ګوره ګوره
 مغرور مه شه
پر سپیڅلو خلګو باندې
هر سړئ ځانته سپیڅلئ
په خپل فکر شهنشاه دئ
له بنده مدد مه غواړه
سی چلیږي یی حکمونه
پردې لمر
پردې سپوږمۍ
آن له هر څه یی
 وهر څه ته
خپل قوت دئ رسیدلئ
تا ته ډیري لاري ګوري
دا ژوندون لوړي ژوري
هئ توبه له پردی دره
پکي څه دي
پکي هیڅ دي
ستا وروستئ هدف زړګیه
سپیري خاوري دلحد دي


جنوبی پښتونخوا مسلم باغ

Copyright Larawbar 2007-2024