قلم او قلموال

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


دتېرې شوې زمانې ورک حقائق،داولسونواوملتونوتاریخ،دتیروشویوخلکوتجربې،خوږې اوترخې خاطرې ښه او بداعمال لنډه داچي دتېروخت هرهغه څه چي موږیې نه په اړه معلومات لرل اونه موترلاسه کولای شول ځکه داهغه څه دي چي زموږتروجودوړاندي پېښ شوي وواونیستي شوي وو. موږهغه نه ليدلي اونه مواوریدلي وو،خورحمن ذات داټول دیوې وړې  آلې په ذريعه راته بيان کړل  چي ډیری خلک ددې وړې آلې په ارزښت نه  پوهیږي،همداوجه ده چي الله جل جلاله فرمايي ((وَعَلَّمَ بِالْقَلمِ مَالَمْ يَعْلَمْ))


 يعني په هغه څه چي پرې نه پوهېدل دقلم په ذريعه يې پرې پوه کړل . همدارازنبي کريم صلی الله عليه وسلم د بدردغزاهغه بنديان چي دفديې له ورکړې عاجزوودمدينې ځيني کوچنيان ددې لپاره ورته وسپارل چي هغوئ ته لوست اوليک ورزده کړي،همدارنګه الهي ويناده :


 (( ن وَالْقَلَمِ وَمَايَسْطِرُوْنَ)) له دې اونورواياتونواواحاديثوڅخه دقلم تقدس ، سپېڅلتيااواهميت څرګنديږي ځکه قلم دی چي په وسيله يې راته قرآن په واضحه توګه رارسېدلی دي،نبوي احاديث،فقهي کُتُب ،اصول  اوزموږوياړلی تاريخ دقلم دسپېڅلتياشاهدي ورکوي . همدارازقلموال هم په ټولنه کي سترمقام لري،ځکه همدوئ دي چي دټولنې پيغام تر نورورسوي،دټولنې مترجمين،ژباړونکي اوپه اصطلاح ژبې ګڼل کيږي . غرض داچي دقلم له تقدس اودقلموالوله منزلت څخه څوک انکارنه کوي اونه یې کولای شي،هرڅوک يې لوړه مرتبه اودرجه مني،خوافسوس!چي دهيواد  دګوتوپه شمېرليکوالان اوقلموال نن سباخپل مقام،ارزښت،موخه او هدف پېژني،نن موږدخپلوقلموالوپه لیکنو، شننو،تحلیلونواوتبصروکي هغه څه نه شوموندلای چي زموږټولنه اوراتلؤنکی نسل ورته اړتیالري،داسي موادبه ډیرلږوي چي زموږدټولنې دوړتیاوودزیاتولو،دیني معلوماتودډیرولواولوړلوانعکاس پکښي شوي وي،خپل اسلامي اوملي تاریخ په  سم اورښتني ډول پکښي تمثیل اوانځورشوي وي،که لیکنه شوي وي هم یابه دلنډوکیسو (چي په حقیقت کي لنډدروغ دي)وي،یادبې بنسټه افسانواویادداسي چټیاتوچي سړی به یې نه کورته وړلای شي او نه به یې لوستلای شي ان چي له ځان سره به یې په ساتلوسړی شرمیږي،که ژباړه وي نویابه دمیږه اولیوه کیسه وي یابه دنړیوالوادبیاتوپه نوم دپردیوافکاروڅواوتي بوتي،مطلب داچي دنوروتقلیدله موږڅخه دقلم  سپېڅلتيا او تقــــدس،دهغه مـــــوخه اوهــــدف له یاده ایستلي،نه مودقلم اهميت ته پام دی اونه دیته چي په ټولنه کي  دليکوال او قلموال دنده څه ده ؟


دخپلې ټولنې خدمت دټولنې دمقاصدواوموخوترجماني،که دپردوپیښې اودفحشا پرمختګ،دهغوئ داهدافوروښانه کول اودهغوئ په ګټه تبليغات کول؟ دهيوادزيات شمېر قلموالودنوروپه لمسون خپل مقاصدهېرکړل . خپل قلمونه دنوروپه اشاروخوځوي نورپه دې هم خبرنه وي چي دخپل هيواداوټولنې په هکله مي ښه وليکل اوکه بدداخومنل شوی حقيقت دی چي ليکوال په ټولنه کي دمصلح درجه اومرتبه لري . کاش چي!دي ليکوالانودخپلوقلمونوپه وسيله دخپل هيوادبچيانوته اسلامي ښيګڼې،داسلام اوهيوادتاريخ،دعلم اوپوهي ارزښت اونورهغه څه چي دټولنې په اصلاح کي غوره رول لوبوي ليکلي وای خوله بده مرغه داکسان ړانده تقلید او خپل تعصب دومره کمکي کړل چي دبل پرګامونوله پل اخیستوپرته نورهيڅ نه ويني يوازي هغه چي څه ورته وايي همغه اوري په کوموچي هغه خوشاله کيږي هغه ورته ليکي،دابې احساسه دې ته پام نه کوي چي غربي قلموال زموږ دځوان نسل دخرابولولپاره،کم فاحش ناولونه،له ځانه جوړشوي دروغ،ډرامې اوداسي نورجوړکړي ووچي لادوئ هم ورسره مله شول ؟ .


الله جل جلاله دي داسي کسان دقلم اوقلموالۍ په مقصداوتقدس پوه کړي له غربي ډيمکراټانوسره دخپل هيواد ددغسي کسانوشتون مي ډېرزوروي .په دغسي حساسومرحلوکي دملت دترجمانۍیوازي همداکسان وي چي بايد دنړیوالوغوږونوته دملت پیغام ورسوي ،همداقلموال دملت پانګه بلل کیږي،په حساسوشیبوکي تل دټول ملت سترګې ددوی درهبرۍ پرلوروي ،له دوی څخه دلارښونوهیله اوامیدلري ،نوکه دوی په داسي مراحلوکي وملت ته شاورګرزوي دابه ددوي له ملت سره کومه وفا وي ،ایاټولنه ستاسورهبرۍته اړتیانه لري ؟په داسي وختونوکي که ټولنه ستاسومشري ونه مني نودمشرۍ موزن کس به بل څوک پیداکړي ؟


په داسي وختونوکي ټولنې ته شااړول دټولنې دپرمختګ لاري بندوي،په ټولنه کي دجهالت تیاره خپریږي ،ستاسودنه رهبرۍله کبله په ټولنه کي ناهیلي خپریږي،که اوس هم تاسوودي ستونزوته پام ونه کړئ نوسباورځ به دټولنې شاتګ ستاسودپرمختګ لاري هم بندي کړي،ستاسولپاره به ستونزې راولاړي کړي اوڅرنګه چي نن تاسوټولنه ناهیلې کړې ده همداسي به سباتاسوناهیلي کړي،غوره به داوي چي دنورودپېښوپرځای دخپلې ټولنې خدمت خوشي نکړودټولنې لارښونه وکړو،دپرمختګ لاري چاریې ورته ولټؤ،داهدافوترجماني یې وکړوو،لکه څرنګه چي زموږاسلافودټولنې په خدمت کي خپل ځانونه ستړي اوستومانه کړل ټولنې ته یې دپرمختګ دوازې بېرته کړلې موږهم باید دهغولاره تعقیب کړو،خپلې هڅې بایدجاري وساتو،له خدمت څخه ځان ونه سپمؤخپلې ټولنې ته په خدمت کولوسره ځان دتاریخ په پاڼوکي ددین او ملت دخادمانوپه توګه ثبت کړو .خدای دي زموږدټولنې پردي بې وزلي حالت رحم وکړي . آمین!

Copyright Larawbar 2007-2024