غزل

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


كله كله راپه ياده شي چي شپه شي
زه ژړيږم ته خوشحاله شي چي شپه شي
ورځ تري ښه وي دهمزولوسره ګرځم
ساه مي وځي ساه مي لاړه شي چي شپه شي
ستادكلي دكوڅوخلك چي وينم
زړه مي تورله هره ښاره شي چي شپه شي
ستاوړي وړي خبري مي خوراك دي
بس ښه موړيم خونهاره شي چي شپه شي
ستادچم هره كوڅه به يي په ياد  وي
خوسيلاب نه وركه لاره شي چي شپه شي


شمشادتلويزيون

Copyright Larawbar 2007-2024