کور / علمي / درې کندهاره؟

درې کندهاره؟

دا لیکنه اصلأ د کندهار مجلې د ۱۳۸۶ کال په پنځمه- شپږمه ګڼه کی د ځوان فرهنګپال ښاغلي مطیع الله روهیال په هڅونه خپره سوې ده ، خو د ځینو دوستانو د مسلسلو غوښتنو له مخی یې دا ده یو ځل بیا خپروم.

ډاکتر نثار احمد صمد

درې کندهاره؟

څنګه درې کندهاره؟  موږ خو هر څوک همدا یو کندهار پېژنو، چی د پلرونو او نیکونو او د پېړیو پېړیو څخه معلوم او ثابت دﺉ.  مګر خبره خو دا ده، چی نن په نړۍ کی یو نه ، دوه نه ، بلکی درې کندهاره موجود دي.  هو، دا ډېره جالبه ده چی دا درې کندهاره په درو مشهورو هېوادو کی شتون لری.

   د ګران افغانستان زړه (کندهار) خو د ټولي سیمي په لرغوني او معاصر تاریخ کی ثابت دﺉ.  همدې لوی کندهار تل افغانستان ته لوری ورکړی داسی چی په تکل یې هغه ځواک سوی، په پاڅون یې خپلواک سوی او په نفاق یې بلواک سوی دئ.  که د افغانستان تاریخی پېښلیک ښه ولولو نو وبه ګورو، چی افغانستان د کندهار برخلیک دومره نه دﺉ ټاکلی لکه کندهار چي ورټاکلی دئ.

   نننی کندهار یو ځل آن د خپل مورني وجوده د (۸۸۸) ورځنۍ مودې له پاره بېل سوی هم دﺉ.  یعني دا چي کندهار په ۱۸۷۸ کی د دوو نیمو کالو له پاره د افغانستان څخه جدا کړه سوی و، چی یو نیم کال د برتانوي هند مربوط و، او یو کال هم د هغوی تر پالنی لاندی د یو بېل هیواد په توګه د فراق او بېلتون په اور کی تپېدی څو چي د میوند د سپېڅلي جګړې له برکته (جولای ۲۷ ، ۱۸۸۰) بیرته د خپلی مور تودې غېږ ته ولوېد.  تر دې وروسته د وخت تقریباً هر واکمن د کندهار سره بې غوري کړې، آن ځینو خو کړولی او ځپلی هم دﺉ.

   په هر صورت، خپل لوی کندهار خو د هره پلوه ښه پیژنو، راځئ چي اوس دوه نور کندهاره هم وپېژنو او د هغو تړاو زموږ د ستر کندهار سره مقایسه او مقابله کړو.  دا دوه نور کندهاره یو په شمالي امریکا او بل هم د ګاونډ په نیمه وچه کي دﺉ.  مطلب دا چي یو کندهار په کاناډا کي او بل کندهار هم په هندوستان کی دﺉ.  واه، څه عجیب تصادف !  یو کندهار د لوېدیځي نیمي کرې په پای کي او بل هم د ختیځي نیمي کرې په پای کي موقعیت لري.  دا دواړه کندهاره د اصلي کندهار غوندي ښه مشهور دي او ښه به داوي چي هغه هر یو مختصراً وڅېړو.

لومړی- د هند کندهار :

   د هندوستان کندهار ډېر لرغونی او د اصلي (یعنی افغاني) کندهار غوندي څو زره کلن تاریخ لري. د هندوستان یو لوی جنوبي ایالت مهاراشټرا نومېږي، چي مرکز یې بمبي (ممبی) دﺉ.  د مهاراشټرا د وګړو بشپړ اکثریت مرهیټه دي، چي کلک مذهبی او جنګي هندوان دي.  دغه ایالت په خپل جنوب کي یوه ولسوالي لري، چی ناندډ نومېږي او ډېر بریمن واکمنان پکښې تېر سوي دي.  ناندډ یوه علاقه داري لري، چي نوم یې (کندهار) دﺉ او هغه د دوو زروکالو راهیسي په همدې نوم یادېږي.  دا کندهار د تاریخ په اوږدو کي کله د مدیاپردیش (یعني پخواني دکن حیدرآباد) او کله هم د مهاراشټرا په اداري تشکیلاتو کي شامل سوی دئ.  خو د تېري یوې پېړۍ راهیسی د مهاراشټرا مربوط دﺉ.  کندهار د ممبی څخه (۶۵۰) کیلو متره او د حیدرآباد څخه (۲۵۰) کیلومتره واټن لري.  کندهار درو دېرش زره نفوس لري.  په دې وګړو کي د ۲۰۰۱ کال د احصائیې له مخي ۵۳٪ نارینه او ۴۷٪ هم ښځینه وګړي دي.  د کندهار د سواد سطحه ۶۵٪ ده (چي د ټول هیواد د عمومي سطحي یعني ۶۰٪ څخه لوړه ده). د نارینه سواد اندازه ۷۳٪، او د ښځینه هغې هم ۵۶٪ ده.  د کندهار ښار اوسېدونکي اکثریت هندوان دي، چي مسلمانان او سیکان هم پکښې اوسېږی.  مسلمانان د دې ښار ۲۲سلنه جوړوي.

   د کندهار ښار په منځ کي یوه پخوانۍ تاریخي کلا واقع ده، چي دوه زره کاله عمر لري.  دغه کلا د «ملکیډ» د درېیم کرشنا پاچا لخوا جوړه سوې ده او د سیلانیانو د ورتګ ښه ځای ګڼل کېږی.  د کلا پر شا وخوا یو لوی خندق جوړ سوی، چي له اوبو ډک دﺉ.  نوموړي پاچا ځان په «کندهارپوراد یسوار» طریقه سره ځانګړی کړی و، چي د مذهبي او هنري سبک یو خاص ترکیب و. کندهار ته «پنچل پوري» هم وایي، چي په عنعنوي توګه د «پنډاوس» سره د«دراوپدي» واده پکښې سوی و،  چي کیسه یې اوږده ده. هغه ته څرمه یوه مشهوره دره ده، چي «پنداودره» یې بولي او د پورتني نوم څخه مشتق سوې ده.  په کندهار کي د هندوانو او هم جین طریقې هندوانو زاړه مندرونه سته، چي خورا اوڅار دي.  څو پخواني مسجدونه، دوه مشهور زیارتونه او یوه لویه عیدګاه هم لري.  د ښار په جنوب ختیځه برخه کي یو زیارت د «حاجي سید مقدوم » د درګاه په نوم وجود لري، چي هغه شخص «سید سعیدالدین» مشهور په حاجي سید سرور مقدوم و.  دغه درګاه (۷۰۰) کاله پخوانۍ ده یعنی په ۷۳۶ هجري قمري کي جوړه سوې ده.  د دې زیارت سره یو اوسپنیز ځنځیر ځړېږي، چي درې متره اوږدوالی لري.  ویل کېږي چي که څوک دا ځنځیر ونیسی نو اوږدوالی یې هغه وخت څه ډېرېږي، چي خواست یې قبول یعني مراد یي حاصل سي.  په درګاه کې عرس د درو ورځو له پاره جوړېږي (د رجب د ۱۶ مي څخه)  او پر دې مهال ۲۵-۲۰ زره کسان راټول سوي وي.  یو بل مشهور زیارت هم د شاه رفیع الدین مولوي دﺉ، چی (۵۵۰) کاله سابقه لري. دغه عرس هم د رجب د ۱۶ مي څخه پیلېږی.

   یوه لویه عیدګاه د کندهار ښار د مرکز څخه یو کیلومتر لیري د یوې غونډۍ پر سر واقع ده، چي د روژې او جمعې او اخترونو لمونځونه پکښې ادا کېږي.  دغه عیدګاه د نظام شاهي دورې څخه ده، چي ډېره پراخه او دوې غټي ګنبدي هم لري.

   جالبه لا دا، چي دغه کندهار هم د اصلي (یعنی افغاني) کندهار غوندي د تاریخ په اوږدو کي ډیر ځله په (ق) سره تلفظ او لیکل سوی دﺉ (یعنی قندهار ).  دا حالت همدا نن هم خصوصاً د مسلمانانو تر منځ مروج دﺉ.

   کندهار په څلورمه میلادي پېړۍ کي د «ناندډ» مرکز و، چی پاچا یې «سوګ دیو» نومېدﺉ چي کيسې یې اوږدې دي.  کندهار ډېر تاریخي قدامت او زوړ مدنیت لري. په ۱۷۰۸ کي یعني د اورنګزیب پاچا تر مړیني وروسته د سیکانو لسم مذهبي مشر «ګورو ګوبند سنګ» ناندډ ته راغی او همدلته پاته سو.  نن د ده یوه ډیره لویه ګوردواره همدلته سته، چي د ټول هندوستان څخه جوپه جوپه سیکان ورته راځي.

   د کندهار اکثریت وګړي مراټي ژبه وایی، اردو، پنجابي ا و کینډا ژبي هم پکښې ویل کېږي.  سوداګري یې زیاتره مرواړیان کوي، چي د راجستان ایالت څخه دي.  زیاتي ښوونځي، پوهنځي، مذهبي مکتبونه او علمي څانګي لري او صنعتي مؤسسې پکښې سته.

   د کندهار ښاروالي په ۱۹۳۳ کي جوړه سوه.  اقلیم یې د اصلي کندهار غوندي نرم او تود دﺉ، یعني په دوبي کي ۴۴ درجې د سانتي ګراډ ته رسېږي او په ژمي هم ۹ درجې وي.  د باران کلنۍ اندازه یې (۱۱۵۰) ملي متره ده، چي هغه د جون څخه تر ډسمبر پوري وي.  پیداوار یې ډول ډول سابه، مېوې او حبوبات دي.  مالداري په تېره بیا د غواوو روزنه او د شیدو محصولات خورا ډېر لري.

   د کندهار په ښار کي یو لوی جهیل هم سته، چي برول (Barol Lake) یې بولي.  دغه ډم د ماهیانو د نیولو او کښتۍ چلولو او هم د مېلې او ساعتیري له مخي ډېر شهرت لري.

   دا کندهار د هند په ډیرو مذهبي، تاریخي او فرهنګي آثارو کی په تفصیل سره تشریح او څېړل سوی دﺉ.  خو پخوانیو اسلامي آثارو هم د هغه یادونه کړې ده، لکه : ابن خرداد په المسالک والممالک کي، مسعودي په مروج الذهب کي، او ابن بطوطه په خپله سیاحت نامه کي هغه راوړی دﺉ.  دا و د هندوستان د لرغوني کندهار په اړه لنډ معلومات، چي پوره تفصیلات یې په دې لیکنه کی ګنجایش نه لري. راځئ چي اوس هغه بل کندهار هم وڅېړو چي د اصلی کندهار څخه څه باندي لس زره کیلو متره لیري پروت دﺉ :

دوهم – د کاناډا کندهار :

   د کاناډا کندهار د نولسمي پېړۍ په وروستیو کي جوړ سوی دئ. دغه کوچنی ښارګوټی د کاناډا د «سسکا چوان» ایالت د «وین یارډ» په ولسوالي کي واقع دﺉ. دغه کندهار په پیل کي ښه رونق او شهرت درلود، خو وروسته د طبیعي پېښو او عصري پرمختګونو قرباني سو. کاناډایي کندهار د سسکاچوان ایالت د خورا مشهور جهیل چي بیګ کویل (Big Quill Lake) نومېږي، پر جنوبي څنډه پروت دﺉ. دغه جهیل په ټوله کاناډا کي لوی ترین جهیل دﺉ، چي تروې اوبه لري. کندهار د همدې جهیل له امله ډېر مشهور دﺉ. بیګ کویل جهیل دېرش کیلو متره اوږد او شل کیلو متره هم پلن دﺉ، چي دا ډېره پراخه ساحه ده. د جهیل اوبه تروې دي او ډیر ژور نه دﺉ. کښتۍ پکښې چلېږي او د اوبو څخه یې مالګه جوړېږي. په دې جهیل پوري یوه عجیبه خوږه کيسه جوړه سوې ده. وایي چي ډېر پخوا په دې لوی ډم کي کوچني سپین ماهیان پیداکېدل او اوبه یې هم تروې نه بلکي خوږې وې. خو په سل ګونو کلونو مخکي د آسمان څخه یوه ډیره ستره ډبره پکښې را ولوېده چي هغه په خورا سرعت سره په اوبو کي ډېره کښته ولاړه او تر مځکي لاندي د مالګي کان ته ورسېده. نو هغه و، چی اوبه د هماغي مالګي د معدن سره په تماس کي سوې او پسې تروې سوې او کبان یې ټوله مړه سول او له همدې امله دا ولاړي اوبه ډېري تروې دي او مالګه ور څخه جوړېږی.

   د کندهار د کلي یوې خوا ته نوموړی جهیل او بلي خواته یې عصري لویه لار (های وې) پرته ده، چی شپاړسم نمبر های وې نومېږي او څلیرویشت ساعته موټرونه په خورا سرعت سره پر تېرېږي.

   دغه کندهار په ۱۸۹۲ کي څه باندي سل (۱۰۰) کسه اوسېدونکي لرل، چي له دې شمیر څخه یې ۲۵ نارینه او تر یوویشت کلنۍ اوښتي وو.

   باید وویل سي، چي کاناډایي کندهار د اصلي کندهار سره مستقیم تړاو لري. هغه داسي چي انګرېزان د میوند ماتي ډېر سر ځوړي کړی وو. نو د غچ په توګه یې په ۱۸۸۰ کي په خپل ستر پوځ سره پر کندهار سخته حمله وکړه. جنرال رابرټ ته هدایت وسو، چي باید ډیر ژر کندهار ته وخوځي او هلته د میوند د سوبي بدل واخلي، ایوب خان وشړي، کندهار ونیسي او عبدالرحمن خان ته یې وسپاري. جنرال رابرټ هم د لس زره کسیز پوځ سره د کابل څخه کندهار ته رهی سو. ده په دغه خورا ګړندي سفر کي څه باندي (۳۰۰) میله واټن په ۲۲ ورځو کي طی کړ، یعني د ورځي یې ۱۶ میله لار ووهله، چي پوځ یې ډیر ستړی او ستومانه سو. په مجردي چي کندهار ته راورسېدل نور تقویتي پوځونه هم ور سره مل او بېله ځنډه یې د ایوب خان پر ځواکونو ډېره سخته حمله وکړه. د ښار د مدافعانو او یرغلګرو تر منځ جنګ ډېر شدید سو. انګریزانو په خپل تخنیکي برلاسي توب سره د ۱۸۸۰ د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د باباولي او پیرپایمال دفاعي کرښي ماتي کړې او تن په تن جنګ ونښت، چي دواړو خواوو ډیر تلفات ولیدل. په دې سره کندهار سقوط وکړ او انګریزان برېمن سول. ځکه نو رابرټ خورا وستایل سو، د لارډ لقب یې وګټی او «د کندهار رابرټ» یعني د کندهار فاتح وبلل سو څو چي وروسته د ټول انګلستان لوی درستیز سو.  دغه جګړه د برتانیې د امپراتورۍ له پاره یوه د اوړو پزه سوه، د میوند انتقام یې واخیست او هغې ته یې ډیر اهمیت ورکړ، هره خوا یې ډمامې جوړي او جشنونه ونیول.  کاناډا چي د برتانیې د سلطنت یوه برخه وه په دې نوم اېښودلو کي ورګډه کړای سوه. دا مهال په کاناډا کي د اورګاډي د پټلۍ غځولو کار جریان درلود.  دلته د کندهار په اصطلاح د «فتحی» پر مهال هلته د «کاناډا پاسفیک رېلوې کمپنۍ» لخوا د پټلۍ غځولو کار همدغه کلي ته رارسېدلی و.  دې کمپنۍ د همدې «افتخار!» له وجي پر دغه کلي د «کندهار» نوم کښېښود، چي تر ننه په همدې نوم سره یادېږي. خو دا چي په انګریزي املاء کی اکثر د (C) او (K) مترادف ږغ لري (مثلاً کاناډا Canadaیا کابل Kabul)، نو د دې ثاني کندهار املاء یې دغسي ولیکل :  (Candahar) او همدا لوحه یې د دې کلي مخي ته نصب کړه.  بالاخره د ۱۹۱۳ د جنوري پر ۱۳ هغوی د املا دغه شکل د (Candahar) څخه (Kandahar) ته واړاوه او هغه سرلوحه یې دغسي بدله کړه : (Kandahar) یعنی په همدې املا سره په رسمی اسنادو کی ثبت سو.

   څنګه چي ساحه یې هواره او بېله ونو څخه وه، نو د مځکو څښتنانو وني او بوټي کښېښوول، د لېک وییو هوټل   (Lake View Hotel) جوړ سو، ډول ډول کاروبارونه او مشغولاوي پیل سوې.  خو دغه هوټل په ۱۹۲۵ کی وسوځېد، چی بیا جوړ نه سو. وروسته یوه قهوه خانه پکښې راووته چي (New World Coffee Shop) نومېده. د کندهار کلی ورو ورو مخ پر غټېدو سو. درملتون، پوسته خانه، د تلیفون او تلګراف خدمتونه، ډول ډول دکانونه، سلماني، قصابي، بقالي او د فېشن مغازه یو په بل پسې راووتل. دوه بانکونه (مونټریال بېنک او امپیري یل بېنک) خلاص سول، کوچنۍ فابريکې راووتې (یوه د کیمیاوي سري، بله د مالګي جوړولو او بله هم د اوبو د ژویو د محصولاتو وه). د سپورټ ځایونه، پر کنګل د هاکي میدان، د ټینیس میدان، د کرلینګ ځای، د ارابه لرونکو بوټونو په واسطه د ځغاستي ځایونه او نور پیل سول. یو کلنیک را ووتی، د نجونو او مېرمنو له پاره د سپورټ ترتیبات ونیول سول او ټیمونه جوړ سول. د نورو کلیو سره د مسابقو ټورنمنټونه کېدل. د غنمو لوی ګودام او د آسونو غټه طویله جوړه سوه، چي آسان یې په اجوره ساتل. یو کلیوالي ښوونځی جوړ سو. لنډه دا چي کندهار په بېړه ترقی کول ا و د تجارت او مرکزیت وړ وګرځېد. اوسېدونکي یې په چټکۍ سره ډېرېدل. په ۱۹۱۳ کی یوه کلیسا او په ۱۹۲۰ کی د مجالسو او غونډو له پاره یو لوی ښاري سالون جوړ سو، چي هره شنبه فلمونه پکښې ښودل کېدل. د کندهار مشهور کباب هوټل   (Kandahar Steak House) پسې جوړ سو، چي د نورو کلیو خلک د غرمیني یا ماښامنۍ له پاره ورته راتلل.

   څنګه چي کندهار په بېړه پراخېدی، نو حکومت سمدلاسه نوي واټونه او سړکونه کش کړل، چي د هغو پر دواړو خواوو یې نیالکي کښېښوول. د دې واټونو او سړکونو څخه یې پر څو باندي د لوی افغانستان تاریخي نومونه پسې کښېښوول. یو یې کابل واټ (Kabul Avenue)، بل یې خیبر واټ (Kheber Avenue) او بل یې هم اورڅکی واټ (Orchky Avenue) وباله. د نېکه مرغه، همدا واټونه تر ننه هم په همدې نومونو سره بلل کیږی.

   مګر له بده مرغه دوو پېښو د کندهار دغه پسرلی په مني او بیا په ژمي سره بدل کړ. په ۱۹۳۰ لسیزه کی یوه اوږده وچکالي راغله، چی د کندهار رونق یې له مځکي وواهه. کاروبارونه سقوط سول، ودانۍ خالي سوې، ډېر خلک ولاړل، کورونه په ارزانه خرڅ سول، مونټریال بېنک هم لاړ، دکانونه یو په بل پسی تړل کېدل او کلی سپېره کېدی. کله چي دا ځپونکې څپه پر ختمېدو وه، نو بله څپه یعني دوهمه نړیواله جګړه پیل سوه. کله چي هغه په ۱۹۴۵ کی پای ته ورسېده نو د ساینس او تکنالوژۍ عصر را پیل سو. د مځکي تناوونه لنډ سول او ډول ډول عصري لویی لاري (های وې ګاني) جوړي سوې او تېز موټرونه راووتل. دغو های وې ګانو پر کندهار یو بل کلک ګوزار وکړ، ځکه تللي اوسېدونکي بیرته نه راتلل او هر چا خپلي اړتیاوي د لیري څخه په اسانه تهیه کولې. په دې ډول کندهار تجرید او پر میدان پاته سو، خو د هغه «کندهار کباب هوټل» څو نور کلونه هم پر خپل حال پاته و او ښه چلېدی. پوستي خدمتونه هم مجبوراً په ۱۹۷۹ کی پای ته ورسېدل او ټول عام المنفعه کارونه او کلیوالي ښوونځی هم په ۱۹۸۰ لسیزه کی وتړل سول او د اوسېدونکو تعداد په بېړه کم سو.

   اوس هلته زراعتي پیداوار سته لکه د تخمونو فارمونه، ډول ډول غلې، د اوبو لګولو سیسټمونه، غواوي، پسونه آسونه او ګوزن هم روزل کېږی.

   په دې ډول د کندهار شین او سمسور ښارګوټی د ناخوالو ښکار سو، او نن د دې پر ځای چي د ۱۸۹۲ کال سل کسیز نفوس یې شل- دیرش زرو کسو ته رسېدلی وای، برعکس فقط پنځوس نفرو ته را ټیټ سوی دئ.  خو بیا هم دا کندهار ژوندی دئ، سمسور دﺉ، فعال دﺉ، اوسېدونکي لري، د ریل ګاډي د خط او ۱۶ نمبر لویي لاری پر سر او د بیګ کویل جهیل پر څنډه په خپلي غټي سر لوحې سره ځان د هر مساپر په نظر او ذهنیت کي ورکوي او ځان مستقیماًد «لوی کندهار» سره تړي یعني هغه کندهار، چي همدا نن د دوی  ۲۲۰۰  پوځیان پکښې جنګېږی. داچي خبره پوځیانو ته ولاړه، نو راځئ چي یوه جالبه خاطره یې در انتقال کړم. یو نیم کال مخکی یعنی د ۲۰۰۶ په اکتوبر کي د کاناډا یوې پوځي قطعې ته ا مر وسو، چي درې ورځني تمرینات وکړي. لومړی د قطعې عسکرو ته وویل سوه، چي تاسي کندهار ته ځئ. هغوی ټولو په هېښتیا سره یو بل ته وکتل (او په زړونو یې یو خدای ښه خبر و)، خو وروسته ور ته وویل سوه، چي یا تاسي افغانستان ته نه بلکي د سسکاچوان کندهار ته تلونکي یاست. نو هغه و چي ټول پوځیان ډېر خوشحاله او تازه سول. د کندهار د ښارګوټي خلک هم خوشحاله وو، چي کندهار یې د دې تمریناتو له پاره غوره کړ .

   نن موږ ګورو، چي د افغانستان د کندهار خبرونه د نړیوالو رسنیو او خپرونو د سر ټکي دي، خو د کاناډا د کندهار خبره مخ پر خاموشۍ روانه ده، چي آن فعلاً په حساب کي نه راځي.

   داچي (۱۲۸) کاله پخوا د ننني افغانستان څخه لس – یوولس زره کیلو متره لیري د کاناډا د کندهار پر واټونو د افغانستان د تاریخي ځایونو نومونه ایښودل کېدل، نو څونه به ښه وي چي هغه نن کاناډا او افغانستان په ګډه سره وپالي، ویې روزي او وده پسې ورکړي او د خاموشۍ حتی نېستۍ څخه یې وژغوري. دا ځکه چي نوموړې نوم ایښودنه د افغانستان د معاصر تاریخ سره نېغ تړاو لري او باید ووایو، چی نوم ایښودنه تل د ځان سره تاریخي حکایت بیانوي. دافغانانو مسئولیت دﺉ، چي دغه تړاو د افغانستان یوه تاریخي پانګه وبولي او کار ترې واخلی. دا اهمیت په تېره بیا هله نور هم ډېرېږي، چي دوه ویشت سوه کاناډایي پوځیان د څو کالو راهیسي د لوی کندهار سپېڅلې هوا تنفس کوي.
nsamad57@hotmail.com

تبصره نسته

  1. ډاکټر صیب صمد ، ډیر مفید او تحقیقی معلومات مو را غونډ کړی د ي. ما ته خو بالکل نوي او جالب وو . په مینه .

  2. ګرانه وروره ډاکترنثاراحمد صمد صاحب
    ښی هیلی اوسلامونه قبول کړه صحت دی غواړم معلومات دی ډیرپه زړه پوری وه اوس خبره داده چی زموږنه اوس اصلی کندهار دتباهی کندی ته دلویدوپه حال کی دی دسرداردواودخان ترشهادت وروسته هرنظام هرمشرچی راغلی دی اول یی پرکندهارسوټی رااخيستی دی تاسی وګوری دجهاد په دوره کی موږپه ټول بلوچستان کی یوپوهنتون اویوه پاکولته دمهاجرت په دیارکی نه درلوده مایوه ورځ وحضرت صبغت الله مجددی ته چی کویتی ته راغلی و وویل چی هرمیاشت په ملیونوکالداری ومدرسوته ورکوی خودیوه مکتب دجوړی دپاره هم مصارف راکړه که افغانستان اذادسی نوکه موږدینی عالمانوته ضرورت پیداکووډاکتر، انجینیر، استاد پیلوټ اوصاحب منصب هم دمملکت ضرورت دی هغه ډیره بده ومنله ویل یی اوس دجهاد دوران دی موږباید طالیبان وروزوچی دجهادپه اصولوپوه وی کله چی طالیبانوکندهارونیوی نوماپه پښاورکی دحضرت صاحب ملاقات درلودی هغه رانه پوښتنه وکړه چی داطالیبان ځوک دی ماورته وویل داهغه ستاروزلی دی .
    تاسی وګوری همداتنظیمونوهریوه په پښاورکی دابتدایی مکتبونه نیولی ترلیسوحتی پوهنتونوپوری مصارف کول خوپه کویته اوبلوچستان کی یوه تنظیم هم دی ته زړه نه ښه کاوه چی یوه ابتدایه ښوونځی هم جوړه کړی حامدکرزی په کویته کی ډیرپریمانه پیسی ملایانو، قوماندانواوملکانوته ویشلی مایوه ورځ ورته وویل چی یوه لیسه خوپه دځنګل پیرعلیزی یاسرخاب یا چمن یا کویته کی جوړه کړه ول زه پیسی نه لرم نیم ساعت وروسته یی یوه قوماندان ته ځلورلکه کالداری دموتردرانیولودپاره ورکړی همدااوس تاسی ورسی دکندهار دپوهنتون حال دنوروسره مقایسه کړی کله چی عصمت مسلم جهادی رهبرانودپاکستان وصدرضیاوالحق ته دکی جی بی په جاسوس معرفی کړی یوه جهادی رهبرچمن ته راغلی وهغه په یوه شخصی میملستیاکی چی هلته اکثره دهغه تنظیم خلګ ناست وه ویل چی کندهاردروسانوماردی اوسریی عصمت مسلم دی تاسی باید داسرداسی وځپی چی بیاراپورته نه سی په داسی حال کی ترهرولایت روسانوپه کندهارکی ډیرخرابی کولی دااوس راسی په کابل کی یوه سروی ملګروملتوکړیده دلوی کندهارلس تنه ریسان اومدیران دکابل په وزراتوکی نسته حتی زموږدځلوروولایاتونه دنوروولایاتودیوی ولسوالی په اندازه محصلین په پوهنتون کی نسته حامدکرزی خودکندهاردی خودده په دوران کی چی کندهاریان ځومره وځورول سوه په تاریخ کی نه دی سوی تاسی ولیدل چی دناتوهغه قوماندان ته چی داخترپه دریمه ورځ یی دپنجوایی اوژړی پرولسوالیوبمبارکړی واودیوی کورنی نولس تنه داختردنوکروڅوپه سرولاسوشهیدان سوی وه حامدکرزی دناتوهغه قوماندان ته ته دغازی امان الله خان مدال ورکړی نووروره تاسی وکاناډآیانوته خواست کړی وچی دکاناډاکندهاروپالی ولی دکرزی نه ګیله نه کوی چی تااوستاوروڼوپرکندهارځه ناورین راغوړلی دی کندهار اوس په کرزهاربدل سوید ی هروخت به داقدرت نیشی نه وی درسره بیا په شکاپوردروازه کی په کوموسترګوکرزته ځی
    وسلام

  3. مننه وروره ښه دلچسپ مالومات دې البته باېد ددې معلوماتو ماخذونه دې وېلې واې موږ به له هغو څخه نور مفصل مالومات هم لاس ته راوړې ولاې مثلا د کانډاېې کندهار په اړه چې ددې تفصېل په کوم کتاب کښې دې ؟
    پاتې دافغانستان ټول ښارونه ځانګړې ارزښتونه او وېاړلې تارېخونه لرې او قندهار هم داسې دې .
    زموږ د زابل مرکز قلات چې د کندهار دېوې کوڅې هومره دې تارېخ ېې دومره ستر دې چې د اوسنې افغانستان د درېمې برخې په مسافت ېې جغرافېه درلوده . زابلستان ېادوم چې د زاولېانو ېا افتالېانو مرکز بلل کېږې ، ښارصفا د چنګېز تر تاړاک دمخه د اسېاله لوېو ښارونو څخه شمېرل کېده ولې اوس هلته لس دوکانه او شل ونې دې نور هر څه تر خاورو لاندې دې .
    زموږ او ستاسې د تارېخ وېاړونه او افتخارات ېواځې پر تېرو له افسوسه او ارمانه نه اعاده کېږې زموږ د کامېابې او سرلوړې راز هم په هغه کښې دې چې د ېورپ تېارو ته ېې ډېوې جوړې کړې ېعنې ساېنس او ټېکنالوجېکل اېجادات چې لوې صنعتونو ېې منځ ته راوړل او هغه هېوادونه ېې ددنېا دپټو او ښکاروو خزانو مالکان کړل ..مننه