دېوې غمجنې مور فرېاد

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


له دوو مېاشتو راپدېخوا د طاهرلودېن د مرګ او ژوند درک نشته ، دزابل ولاېت د قلات ښار د سپېنې غبرګې په کلې کښې دغرېب دهقان روزې خان کاکا ېکې ېو زوې نن د لوګر د ولاېت په مربوطاتو کښې د طالبانو په ولکه کښې ګېرشوې دې .


ده له تېر پنځو کالو راهېسې د ېو ازاد خبرېال په توګه کار کاوه ، دې پر دنېا هېڅ بل ورور، خور تره زوې او نه بل کوم نژدې قرېب لرې ، د سپېن ږېرې ضعېف پلار او سپېن سرې مور دژوند ېواځېنې اسره دې . د پاکستان په لورالاېې کټوې مهاجر کېمپ کښې موږ او دوې همساېګان وو او دې تر اتم صنف پورې زما هم صنفې وو .
وروسته بېا دنورو زده کړو لپاره د کوېټې ښار ته ولاړ ، پلار به ېې په سپېنه ږېره د خښتو کار کاوه ډېر غرېبان ول موږ به چې کله کور ته ورغلو مور به ېې اکثره ورپسې ژړل ېابه ېې ساندې ورپسې وېلې .


ده هم په خپل همت نېمه ورځ درس واېه او نېمه ورځ به ېې ترماښامه په جناح روډ کوټه کې د ېوه دوکاندار سره په مذدورې کار کاوه . د طالبانو د حکومت پر مهال ېې په قلات ښار کښې لومړنې د انګلېسې ژبې لېنګوېج کورس خلاس کړ چې ښه وچلېد او واده ېې وګړ ، وروسته پدې اوسنې دولت کښې ېې څه وخت له خارېجې موسېسو سره کار وکړ باالاخر په کلې کښې ېې ژوند ترېخ شو او کابل ته کډه ولاړ . په کلې کښې دوې ېو کور لودېنان اوسېدل او نور توخې ول دوې به بزګرې کوله پلار ېې د جبار قوماندان بزګر وو چې کله ېې دده ترقې ولېدله هغوې ورسره ضد پېدا شو او سپېنږېرې پلار ېې ورته وواهه او دې ېې کلې پرېښودلو ته اړ کړ .


په کابل کښې ېې څه موده له طلوع تلوېزون سره کار وکړ او اقتصادې خبرونه به ېې وېل ، پلار ېې حج ته واستاوه او ده دخپل ېواځې والې له وېرې بل واده هم وکړ او ماشاالله کور ېې له وړو ماشومانو ډک شو . اوس مهال ېې د ازاد خبرېال په توګه کار کاوه او زېاتره به ېې د خارجې اخبارونو لپاره خبرونه او مرکې برابرولې .
د اطلاع ترمخه دوې مېاشتې وړاندې د ېو بهرنې ژورنالست سره د کوم طالب قوماندان د مرکې لپاره له کابله لوګر ته روان وو چې ترېتم شول او تراوسه ېې دمرګ ژوند درک ندې معلوم .


زما ېو ملګرې کورته ورغلې وو هغه وېل چې کله ېې مور پلار او ماشومان خبر شول چې له قلاته ېې څوک ملګرې راغلې دې نو په ټوله کوڅه کښې د چېغو او غلبلو اواز پورته شو او ټول همساېګان ېې خبر شول او دباندې راووتل .
ماشومانو ېې په ژړا او فرېاد دخپل پلار پوښتنه کوله مور ېې له ډېره غمه په بستره کې پرته وه او پلار ېې لاس په دېوال پورې نېولې سپېنه ږېره ېې له اوښکو ډکه وه .


زه د انټرنېټ له لارې لومړې هغو طالبانو او ېا مجاهدېنو ته چې دې ېې ساتلې دې دا خواست کوم چې دهغه رب العزت په خاطر چې درضا لپاره ېې دوې جنګېږې دده پر وړو ماشومانو او سپېنږېرې پلار او ضعېفې مور رحم وکړې او دې راخوشې کړې .


په دوهم قدم کښې د قلات له چارواکو او په خاصه توګه دولاېت له هغو پارلمانې غړو دا غوښتنه کوم چې په کابل کښې مېشت دې د ښوکورونو او موټرو څېښتنان دې چې دده او دده داولاد غم وخورې . ښاغلې حامدالله توخې ته زما دا پېغام دې چې دې باېد دا کار وکړې ولې چې طاهرخان لودېن په لومړې سر کښې له ده سره ډېره مرسته هم کړې وه او لده سره ېې ناسته پاسته وه ، اوس هغه لادرکه دې او بچېان ېې دکابل په خېرخانه مېنه کښې بې ېاره او مددګاره په سرو سترګو ناست دې باېد چې بې تفاوته پاتې نشې او هسې هم ټول ټاکنې بېا راروانې دې او هم دا نماېندګان چې د ولاېتې چوکېو مېراثخواره دې په مړو سترګو به له هر زابلې څخه د راېو غوښتنه کوې .

Copyright Larawbar 2007-2024