هرات: ځانمرګي بريد دوه بهرنيان ټپيان کړل

34 | دسمبر 26th, 2008



فرانس پريس آژانس د هرات د چارواکو له خولې وايي د جمعې په ورځ يوه ځانمرګي بريد کوونکي هغه وخت دوه بهرنيان ټپيان کړل چي د هغوى پر تېرېدونکي کاروان يې ځان وچاودئ.
د چارواکو په وينا ټپيان سوي بهرنيان پوځي دندي نه لري، بلکي د افغان پوليسو او پوځيانو سره يې په يوه پروژه کي کار کاوه.
د بريد مسئوليت تر اوسه کوم چا پر غاړه نه دئ، اخيستئ.

Copyright Larawbar 2007-2024