مشرف: هند پاکستان ته له سترګو پورته نسي کتلاى

34 | دسمبر 26th, 2008



د پاکستان پخوانى ولسمشر جنرال پروېز مشرف وايي د پاکستان پوځ له خپل هيواد څخه د دفاع وړتيا لري او هندوستان دونه غيرت نه لري چي پاکستان ته له سترګو پورته وګوري.
جنرال مشرف وايي پاکستان به د کشمير د آزادولو په لار کي خپل سفر ته دوام ورکوي او که هندوستان پر پاکستان يرغل وکړي پاکستاني پوځ به غاښ ماتوونکى ځواب ورکړي.
د پاکستان او هندوستان ترمنځ وروسته له هغه د جګړې خطر رامنځته سو چي نيژدې يوه مياشت مخکي وسله والو د هند په ممبيى ښار کي يو يهودي مرکز او دوه نړيوال هوټلونه چي خارجيان پکښي اوسېدل تر بريد لاندي ونيول.
هندي چارواکي وايي په دې بريدونو کي د پاکستاني تندلارو ډلو لاس وو او پاکستاني مقاماتو ته يې د شلو شکمنو کسانو ليست ورکړى چي بايد هند ته يې د محاکمې دپاره ور وسپاري، خو پاکستان تر دې دمه د هند غوښتني رد کړي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024