پاکستان: د محرم ټوله مياشت افغانستان ته تلونکي لاري بندوو

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


اسلام اباد

پاکستاني حکومت نن اعلان وکړ چي د محرم د مياشتي په اوږدو کي به افغانستان ته تلونکي ټولي لاري دتګ راتګ پر مخ وتړي ، پاکستاني حکومت د بر افغانستان څخه د ډيورنډ کرښي دې خوا را اوښتو کډوالو ته هم خبردارئ ورکړ چي د محرم الحرام د مياشتي په اوږدو کي دي په خپلو کمپونو کي دننه پاته سي . د اسلام اباد له خوا داسي اخطاريه اعلانونه پخوا هم سوي دي ، عام ولس دداسي خبرداريو خپرولو پر مهال وايي دولت په دې ډول غواړي پوليسو ته د رشوت اخستلو لاري خلاصي کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024