د کندهار هرات لويه لاره د ټرافيکو پر مخ تړل سوې ده

د لراوبر اداره | دسمبر 26th, 2008


د کندهار  ميوند ولسوالۍ په سلګونو اوسيدونکو نن سهار  د لاريون په ډول د کندهار هرات لويه لاره د ټرافيکو پر مخ بنده کړې وه ، د لاريون يوه تن ګډون کوونکي د لراوبر سيمه ايز همکار ته د ټيلفون پر ليکه وويل مظاهره کوونکي د تيري شپې د حادثې له امله ډير په قهر وو ، او له ولسمشر کرزي څخه يې په کلکه دداسي غير انساني او غير اسلامي کړنو د بندېدو غوښتنه کوله .

يوه تن چي نه يې غوښتل نوم يې ياد سي لراوبر ته وويل چي د لسګونو نورو کسانو سره يو ځای يې پرېکړه کړې ده چي د افغان دولت او بهرنيانو څخه به د تيري شپې د کړني او خپلو دوستانو غچ اخلي ، نوموړي وويل زه او زما ټوله کورنۍ د تيرو پنځه ويشتو کلونو راهيسي کوټي ته مهاجر سوي وو ، يو کال کېږي خپلو نړيدلو کورونوته راکډه سوي يو خو دلته مو نه سرونه په امن دي او نه مو ناموس او عزت په امن دی .

نوموړي وويل چي د تيري شپې په پېښه کي ايتلافي ځواکونو پر يوه کور د حملې پر مهال يوولس کسه وژلي او د يوې ځواني مېرمني په ګډون يې څلور کسان له ځانه سره بېولي دي .

ايتلافي ځواکونو اعلان کړی چي په نوموړي کور کي يې وسلې او بمونه نيولي دي او زياتوي چي وژل سوي کسانو د طالبانو په ډله پوري اړه درلوده .

د ميوند ولسوالۍ اوسيدونکي شير محمد چي اوس په کابل کي اوسيږي لراوبر ته وويل چي د جنوب لويديځ په هر کور کي يو يا څو ميله وسله پيدا کيدای سي ، دا وسلې خلکو د غلو او ناوړه پېښو څخه د ځان او کورنۍ د ساتني لپاره ساتلي دي ، شير محمد زياتوي : دولت د يوې خوا د خلکو د امنيت ساتلو ذمه واري نه اخلي او له بلي خوا نه پريږدي خلک پخپله د خپلو کورنيو امنيت وساتي او هر وسله لرونکي ته د طالب په سترګه ګوري .

Copyright Larawbar 2007-2024