کور / هراړخیز / اپانډي سایټس APPENDICITIS

اپانډي سایټس APPENDICITIS

په کوم ځای کي چي غټي اووړې کولمې يوځای کیږي هلته په وتلې بڼه یوه وړه غوندي کولمه ده ،چي له ۴څخه تر  ۶   انچوپوري اوږدوالی لري که چیرته په دې کي څه پړسوب یاالتهام پیداشي ،نواپانډي سایټس ورته وایي .


اسباب :


په Appendixکي دمایکروب واقع کیدل،دخوړویاسختوموادوپه ذریعه زخمي کیدل ،دزوریاوزن دپورته کولوله کبله هلته ورم یاالتهام جوړیدل ددې ناروغۍ اسباب بلل کیږي .
نښې :
دنوم شاوخوایوناڅافه دردپیداکیدل ،چي له هغې وروسته دردښي اړخ ته ترپښتیولاندي ترسپوخته پوري امتدادپیداکوي .له دي سره ناروغه کانګي کوي ،ناروغه پښې نه شي غځولی اودښي اړخ پښه یې غونډه کړې وي داپانډیسټ پرځای په زوره سره شدیددردپیداکیږي ،دناروغه نبض تیزاودتودوخي درجه ۱.فارنهايټ درجوڅخه تر.۳.۱فارنهایټ درجوپوري رسیږي .


درملنه :


ناروغه ته ددرددکمښت په خاطردخوب اواسهال داروورنکړئ ،کنه نوناروغ به پخپل لاس دهلاکت کندي ته وخورځوئ . که چیري ناروغ ډیرپه تکلیف وي اوپه خیټه کي یې سخت درداوکشش وي ،چي په معمولي لاس وروړولوسره دسخت درداحساس کوي ، په ناروغ یخي خولې راځي اولاس وپښې یې یخ وي ،ژریې روغتون ته ولیږئ، پورتنۍ نښي دکولمې په پوره پړسیدلواوچاودلودلالت کوي، چي په خیټه کي دفاسدواوزهري موادودخپریدولامل کیږي داډیرخطرناک عمل دی،چي دناروغ دمړیني لامل ګرځي . داپانډیسټ ناروغانولپاره تر هرڅه دمخه nj.streptopencilliاویاinj.teramycin  200mgستني په عضله کي ولګوئ .
ددرددکمولولپاره ناروغ ته په وریدکيinj.baralgi  5cc اویاinj.novalgin2ccسهاراوماښام دورځي دوه ځلي ولګوئ اوناروغه ته دڅوورځولپارهcap.teramycin  500mg اوله دې سرهtap.vitcاوtap.prednisodon یوځای ورکړئ که په نومړیو ورځوکي په ناروغۍ کي کمبوت راشي، درملنه جاري وساتئ کنه نوناروغه روغتون ته واستوئ  . داناروغي له جوړیدوسره  سره بیاهم حمله کوي ،ښه درملنه یې اپریشن دی  .ناروغ ته له پورتنیودرملنوسره ګلوزاوtap.decadronهم تطبیق کړئ .


لارښوني :


ناروغ ته جلاب ،خوب راوستونکي درمل (دافین مرکبات)اودخیټي مالش منع دی .دناروغه پرخیټه دګرمواوبومشکوله کیږدئ ،دناروغه ملاته تکیه کیږدئ ،اوغځیدلی یې څملوی ملااوسریې له پښوڅخه جګ وساتئ دردبه یې یوڅه سکون ومومي .


لــــــــــیکــــــوال : ډاکټردیدار” احمدزی  “
راخستونکی : محمــدنعیم”افــــــــــغــان “